د هلمند دېشو ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته

64
رضوان الله بلال (پژواک)

د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زده‌کړو محروم پاتې دي. د ۱۳۹۸ لمریز کال د احصايي له مخې د هلمند د دیشو ولسوالۍ په کلیو کې  ۲۹،۷۷۶ وګړي ژوند کوي.
د هملند په سوېل کې د دېشو ولسوالۍ د مرکزي سیمې یوه اوسېدونکي او دیني عالم مولوي احمد وویل، په دې ولسوالۍ کې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.

نوموړی وايي، د مخکني حکومت پرمهال یې ولسوالۍ کې د درېیو ښوونځيو جوړېدو چارې پیل شوې وې چې لا هم نیمګړې پاتې دي.

هغه وویل: «زمونږ په ولسوالي کې هیڅ ښوونځی نشته، یوازي د تېر جمهوري نظام پرمهال درې مکتبونه منظور شوي، هغه هم ۳۰ سلنه کارونه یې شوې، بیا نه کار ورباندي شوی او نه زده‌کړي په‌کې کېږي.»

ورته مهال، د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی اخترمحمد وايي: «زمونږ ولسوالۍ چې جوړه شوې ده، مکتب نه دی ورته جوړ شوی، مخکې یو څو محلي ټولګي جوړ شوي وو، هغه هم یو څو میاشتې وو بیرته بند شول.»

دغه راز، د عبدالکریم په نوم د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هم وایي، د ښوونځیو نشتون له امله د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دی.

هغه وویل: «ماشومان مو له زده‌کړو محرم پاتې او راتلونکي ته یې اندېښمن یم، غوښتنه مو دا ده چې زموږ په ولسوالۍ کې دې ښوونځي جوړ کړي، دیني مدرسې دې راته جوړې کړي چې زمونږ ماشومان هم د تعلیم په ګاڼه سمبال شي او راتلونکی یې روښانه شي.»

په همدې حال کې د دېشو ولسوالۍ مرستیال ملا جمعه‌ګل جانان وایي، د دېشو ولسوالۍ خلک د ښوونځيو او دیني مدرسو نشتون ترڅنګ ګڼ شمېر نورې ستونزې هم لري چې باید پاملرنه ورته وشي.

هغه وایي: «دلته خلک د روغتیا برخه کې یو لړ ستونزې لري، دغه راز دیني مدرسو او ښوونځیو ته اړتیا ده، موږ دغه وړاندیزونه ولایت مقام ته کړي دي او تمه شته چې دې ستونزو ته به رسېدنه وشي.»

همدارنګه د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې دېشو ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته او اوسېدونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یاد ریاست رییس مولوي محمدعوض انصاري وایي: «دېشو ولسوالۍ کې ښوونځی نشته، د هلمند ولایت په ځنیو ولسوالیو کې د اقراء پروګرام له لارې د تېرې ادارې پرمهال د ځینو ښوونځيو رغول پيل شوي وو چې هغه پروژې نیمه‌کاره پاتې دي، د دېشو ولسوالۍ د اوسېدونکو دغه ادعا پر ځای ده چې هلته دوی عصري زده‌کړو ته لاس‌رسی نه‌لري، دا یوازې دېشو ولسوالي نه‌ده، بلکې د هلمند ځینې نورې لرې پرتې ولسوالۍ هم له عصري زده‌کړو بې‌برخې دي.»

نوموړي زیاته کړه، دغه ولایت لپاره شل نوي ښوونځي منظور شوي چې نږدې راتلونکې کې به یې د جوړېدو چارې پيل شي او په خبره یې چې هره ولسوالۍ کې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مرسته هم یو – یو ښوونځی جوړ شي.

جون 9, 2024

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.