هیموګلوبین

120

HB(Haemoglobin)

هیموګلوبین د یو رنګ لرونکی پروتین څخه عبارت دی چې د یوه برخه د اوسپنه(Heme) او یوه برخه یی پروتین (globine)څخه تشکیل دی
او همدارنګه سرو حجراتو(RBC) ته سور رنګ وربښي د هیموګلوبین د علظت د تکمیل مرحله د حجراتو په مختلفو مرحلو د حجراتو په ارتقا پورې اړه لری
هر څومره چې یوه سره حجره پخیږی همدومره د هیموګلوبین مرحله هم تکمیلیږی د هیموګلوبین وظیفه د اوکسیجن انتقال انساجو ته او له انساجو بیرته د کاربن دای اوکساید راوړل سږو( Lungs)ته د هیموګلوبین د علظت په کموالی سره کمخونی (Anemia)منځ ته راځي په طبیعی حالت کې هیموګلوبین یو معلوم مقدار لری چې فیصد او یا ګرام فیصد باندې راپور ورکوو
او همدارنګه په سن او جنس کې یو بل سره توپیر لري مثلا”
Male 12.5——-18.5 gr/ 100ml
Female 11.5—–16.5 gr/100ml
هر کله چې د هیموګلوبین په ساختمان او ترکیبي اجزاو کې تغیرات راشی نو لاندې حادثه منځ ته راځي چې دHaemoglobinopathies په نامه سره یادیږي د هیموګلوبین مالیکولي وزان 64450دالتونه دی چې 96% ګلوبین او 4%یی Haemڅخه جوړ دی پروتین په خپل ترکیب کې امینواسیدونه لري همدارنګه هیموګلوبین هم په خپل ترکیب کې مختلف امینواسیدونه او مختلف پولی پپتیدی زنځیرونه لري له همدې وجې هیموګلوبینونه مونږ په مختلفو ډولونو وینو لکه: Hb-A1
Hb- A2
Hb-S
Hb-F
Hb-E
Hb-C
هیموګلوبین د Chromopeptideد جملې څخه شمیرل کیږي چې د ترکیب له نظره څلور حلقه مالیکول Hemeاو څلور زنځیره poly peptide چې د ګلوبین برخه تشکیلوی جوړ دی
1 Haem
هیم برخه
د هیموګلوبین غیر پروتینی برخې څخه عبارت دی چې RBCته سور رنګ ورکوي او څلور حلقه pyrol چې ترکیب کې یې په زیات تعداد سره کاربن.اکسیجن.هایدروجن.او نایتروجن اتومونه وجود لري او او مرکز کې یو اتوم دوه ولانسه اوسپنه وجود لري څخه جوړ دی
دوهمه برخه :
ګلوبین
د هیموګلوبین د پروتینی برخې څخه عبارت دی چې د مختلفو امینواسیدونو د زنځیرونو څخه تشکلیږی
او poly peptid زنځیرونه تشکیلوی
څلور ډوله پولی پپتید زنځیرونه وجود لري چې
الفا
.بیتا
.دلتا
.ګاما
.په نامه سره ښودل کیږي
همدا زنځیرونه د امینواسیدونو له نظره یو له بل سره فرق لری
مثلا”
الفا زنځیر a chain په خپل ترکیب کې په مجموعی ډول سره 141 امینواسید لري او 20ډوله امینواسید پکې موجود دی او په یوه تناسب خاص ترتیب او سره پکی ځای پر ځای شوي دي
دا زنځیر د انسان د ابتدایه یا جنینی مرحلې څخه نیولي تر د ژوند تر اخری مرحلې پورې موجود وی
او د نورو زنځیرونو سره یی فرق دا دی چې یوه کیمیاوی ماده چې د Isolucine په نامه سره یادیږي د الفا په زنځیر کې وجود نلري خو مګر بیتا او ګاما زنځیرونو کې دا ماده موجوده ده
بیتا زنځیرB- chain:
د بیتا پولی پپتید زنځیر په مجموعی ډول په خپل ترکیب کې 146 امینواسیدونه چې 20ډوله دي جوړ شوی دی دا زنځیر د ژوند په جنینی مرحله کې په کم مقدار موجود وی او وروسته له پیدایښت یا تولد څخه پکې زیاتوالی راځي
دلتا Dalta chain:
دا زنځیر د تولد څخه دوه هفتې مخکې په کم مقدار سره تشکیلیږی او تر اخر د عمر پورې په همدې منوال سره په کم مقدار سره پاتې کیږي
دا هم د 146امینواسیدو څخه په خاص ډول ترکیب شوی
ګاما gama chain:
دا زنځیر هم د146په تعداد د20ډوله مختلفو امینواسیدو څخه په خاص ترکیب سره جوړ شوی
دا زنځیر هم د جنینی په اوله مرحله کې شروع کیږي او د جنین تر دریو میاشتو پورې تشکیل اوج ته راسیږی بلکې په رحم کې د تولد تر اخره پورې موجود وي خو وروسته له تولد څخه همدا ګاما زنځیر مقدار کمیږي او په عواض کې یی بیتا زنځیر زیاتیږی
:Hb-A1
دا هیموګلوبین د دوه زنځیره الفا او دوه زنځیره بیتا څخه تشکیل شوی او 95……98% د لویانو هیموګلوبین تشکیلوی
:Hb A2
دا هیموګلوبین د لویانو 2…..3%پورې هیموګلوبین تشکیلوی
او د دوه زنځیره الفا او دوه زنځیره دالتا څخه تشکیل شوی

:Hb F (Hb Fetal)
دا جنینی هیموګلوبین د مور په رحم کې د جنین یا ماشوم د ژوند په مرحله کې 70…..90%پورې د هیموګلوبین فیصدی تشکیلو’ی چې دوه زنځیره الفا او دوه زنځیره ګاما څخه تشکیل شوی هر کله چې ماشوم تولد یا دنیا ته راشي نو د همدې ګاما زنځیر په عواض کې بیتا زنځیر زیاتیږی او ګاما کمیږی یعنې د ماشومانو هیموګلوبین په لویانو تبدیلیږی
تر دو کالو پورې د ګاما زنځیر فیصدی دوه فیصدو ته راځی چې وروسته دا هم کمیږی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.