زاړه ملتپالان له منظوره څه غواړي؟

لیک: احمدشاه ساحل

363

زاړه ملتپالان له منظوره څه غواړي؟ یا منظور څه وکړي تر څو دوی ورته خنډونه جوړ نه کړي؟ یا که بله پوښتنه داسي وکړو چي څه وخت شونې ده تر څو زاړه ملتپالان د منظور له ازار او اذیته لاس واخلي؟ درې عمده موارد دي.

که د یوې شیبې لپاره فرض کړو چي د منظور او غورځنګ پر وړاندي د زړو ملتپالانو له لوري راپورته سوي اختلافات واقعاً هم یوازي د دوی اختلافات دي او تر شا يې د پاکستانيو ادارو لاس او منظم سيستماتیک پلانونه شتون نه لري، نو دلته هم مهمه پوښتنه دا ده چي له دغو اختلافاتو د دوی موخه څه ده او څه کول غواړي؟ ولي د منظور له را پيدا کېدو سره ورځ تر بلي پر دوی ساحه تنګېږي؟ ولي يې دريځونه دومره له تضاداتو ډک سوي چي ان د پرون خبره يې د نن او د نن خبره يې له سبا سره په توپير کي راځي؟ ولي مسلسل منظور ټارګيټوي؟ دوی کوم وهم او ډار پخپل راتلونکي کي ویني؟ ولي يې څېرو رنګ بایللی او له پښو سېک ختلی؟ ولي يې پلویان دومره بې روحيې او سپکو سپورو ته اړ سوي؟
ما چي په دې اړه څومره کتني، لوستني، اورېدني او په ټوله کي څېړني کړي، بلاخره درې عمده موارد مي موندلي چي پر اساس يې زړو ملتپالانو د منظور پر وړاندي ډېر ښکاره او حد ماتونکي اختلافات را پيل کړي. که دا موارد حل او لمنځه لاړ سي، ممکن ډېر په اسانۍ دا حالت تغیر وکړي.

لومړی – ددې لپاره چي زاړه ملتپاله مشران د منظور پښتون پر وړاندي له مخالفتونو، کینو، عقدو او تورونو لاس واخلي، هغه باید پي ټي ایم تر وزیرستان او ان بیرته تر محسود قبیلې پوري محدود کړي. زاړه ملتپالان د پي ټي ایم دومره پراخه لمن چي حتا له اباسین را نیولې، تر امو او بیا د هندوکش او پامیر تر لوړو يې دا ټول پکښي را يو ځای کړه، په هيڅ صورت نه سي زغملی. دوی په ښکاره دا خبره نه کوي، اما په زړونو کي هرګز دا نه مني چي د دوی د لویو کورنیو، خانیو او نیمه پيړۍ میراثي سیاستونو په شتون کي دي د یو معلم سړي ځوان زوی را پورته سي او د لر او بر ټولو پښتنو د سالارۍ توغ دي په لاس کي واخلي. یعني دوی وايې چي منظور او وزیرستان پوه سه، خو ایمل ولي او پېښور، محمود خان او کويټه دي سره پرېښودل سي.
که منظور دا کار وکړي، یعني ځان بیرته له ”پښتون“ څخه په ”محسود“ واړوي، نو بیا به هیڅکله نه د GHQ کس وبلل سي، نه د پښتنو او ”ریاست“ ترمنځ جنګ جوړونکی، او نه به هم له ډېر درده په ”صوفي“ ورته وویل سي. دا چي منظور په دوامداره توګه ټارګیټ کیږي، ګناه يې دا ده چي ”پښتون“ سوی.

دوهم – که منظور پښتون داسي نه کوي، یوه بله لار هم سته چي د زړو ملتپالو غوسې پرې سړېدای سي. دا انتخاب هم د د دوی په زړونو کي دی او وخت ناوخت یې بیانوي. سمه ده، منظور که بیرته MTM ته نه ګرځي او PTM ته دوام ورکوي، نو بیا دي عامو پښتنو ته دا نه وايي چي په پاکستان کي ”پارلماني سیاستونه“ دوی خپلو ارمانونو ته نه سي رسولی، او پښتنو مشرانو ته هر ډول ور کول کېدونکي دولتي چوکۍ ”بې واکه چوکۍ“ وي او قام ته يې ګټه نه رسیږي. یعني منظور دي هغه پښتانه چي دغه ګوندونه يې یوازي د ځاني ګټو او ”بې واک چوکیو“ د ترلاسه کولو لپاره تر بېلابیلو کاذبو شعارونو لاندي استعمالوي، نه پوهوي چي پاکستان په دغه ”چل“ له لویو هدفونو او ګټو د دوی پام اړولی. منظور دي پريږدي چي دوی د تیري نیمي پېړۍ په څېر اوس هم پښتانه په ډېرو وړو لاسته راوړنو وغولوي او د پنجاب د استعمار او استثمار لوبو ته دوام ورکړي. منظور دي پښتنو ته نه وايي چي تر هغو د ښې ورځ خاوندان کېدلی نه سي، چي تر څو يې سیاسي ازادي نه وي ترلاسه کړې. برعکس باید پښتنو ته دا ووايي چي ټول ژوند او موخي يې یوازي همدا دي چي څنګه زاړه ملتپالان تر پارلمان او دولتي چوکیو پوري ورسوي، ورته ووايي چي همدا د پارلماني سيټونو لپاره سیالۍ، د مریم نواز، بلاول بوټو او مولانا فضل رحمان سره اتحادونه يې د ښې ورځي خاوندان کولی سي. که منظور د وسایلو د اختیار خبره هم کوي، نو د دوی په څېر صرف ”خبره“ به وي، نه لکه اوس چي د اختیار ترلاسه کولو ”عملي لار چاري“ به هم ښیي. لنډه دا چي منظور به خپل کار کوي، او د ټولو پښتنو نماینده دي د ځانه نه جوړوي، پر ټول قام دي غیږ نه راګرځوي، د دوی په څېر د قام لمنځه دي یوه برخه پښتانه په ځان پسې کړي او د شخصي ګټو لپاره دي پر پخوانیو دودیزو ناکامو لارو یو بې هدفه مزل پيل کړي. بناً که منظور پښتون دغسي وکړي، نو هم يې زاړه ملتپالان دومره په قهر پر وړاندي نه دریږي او لکه دوی چي د یو بل سره وخت تیروي، دغسي به د یو عادي ګوند د مشر په څېر د ده سره هم اوسي. خو…

دریم – که منظور نه ها کوي نه دا، بیا هم دوی یو انتخاب لا بل ورته لري. هغه دا چي منظور باید حداقل د دوی ” لېول“ ته ځان راټيټ کړي او د دوی هومره حد کي واوسي. یعني که منظور نه وزیرستان ته بیرته ګرځي او نه د ټولو پښتنو له خپلولو لاس اخلي، نو دغه چاره دي هم د دوی په اند داسي ترسره سي چي حداقل دوی ته هم د پښتنو په منځ کي د پښې ایښودلو ځای پاته سي. مثلاً: پښتانه(پرته له څو درباري غوړمالانو او کم پوهو ځوانانو) فطرتاً هغه مشر ډېر نه خوښوي چي د پرون، نن او سبا خبري يې سره توپير لري، ډارن او مضر احتیاطه وي، ډېر مصلحت کاروي، دښمن ته سپينه او واضح خبره نه سي کولی، هغه ترې پاته وي او دی د خپلو سره لاس او ګريوان وي، هره ورځ نورو ته جواب او پپغور ورکوي، پر ځای ددې چي قام ته څه وکړي، ټول وخت يې د نورو پښو وهلو کي تیریږي، سپک الفاظه وي او درواغجن الزامات او تورونه لګوي. دغه لېول ته تر ډېره حده یو ”سیاسي او اخلاقي لېول“ هم ویلی سو. په لر او بر کي د منظور پښتون د دومره ژر منلو او قبلولو یو لامل دا هم و چي دی د پښتنو له دغه فطرتي عدت او طبیعت سره تصادفاً جوړ راتلی. یعني د زړورتیا او سنګینوالي له ځانګړنو رانیولې، بیا تر یو ژبي او یو دريځه پوري، همداسي دښمن ته تر سپينو سپينو ویلو، د شخصي اغراضو په خاطر له نورو ”مشرانو“ سره په تقابل کي نه واقع کېدلو، د چا سپک چلند او خبري ته تر ځواب نه ورکولو پوري دا او نور ټول هغه خویونه او صفات دي چي منظور يې له ذات او اره په ځان کي لري. دا چي زاړه ملتپالان تر ډېره له دغو ځانګړنو بې برخي دي، نو اوس دا نه سي زغملی چي د منظور غوندي یو څوک د دوی او قام ترمنځ راسي. دوی غواړي که منظور يې پورته دوه انتخابونه هم نه مني، نو دا خو دي ومني چي د دوی په لېول او کچه کي روان سي. یعني نن دي یوه کړي سبا بله، کله دي د طال…بانو پر خلاف امریکا ته د همکارۍ ټټر وهي، کله دي بیا بیرته د هغوی ”خارجه وزیر“ ځان اعلانوي، کله دي وايي چي د پاکستان او افغانستان په جنګ کي د پاکستان پر طرف درېږم، کله دي بیا وايي چي افغانستان د پاکستان له لاسه تباه دی. همداسي په اخلاقي توګه هم ځان را وغورځوي. ترډ کلاس ادبیات دي کاروي، د دوی سپکو ته دي غلی نه کښيني، بلکي په سپکو دي ځواب ورکوي، د قام هدف دي پرېږدي هره ورځ دي پر سټېجونو د ایمل ولي او محمود خان توهینامېزه خبرو ته غبرګون ښيي، د ګوندونو او پښتنو د یووالي هڅي دي نه کوي، ان د یو بل په لویو جنازو او جرګو کي دي برخه نه اخلي، خو له اسلام اباده د مریم نواز په یو تلیفوني زنګ دي سره یو ځای او ورته حاضریږي. دا هر څه ځکه دوی له منظوره غواړي تر څو هغه توپير چي فعلاً يې منظور د دوی سره لري؛ لمنځه لاړ سي او پښتانه منظور پر دوی غوره نه، بلکي د دوی په څېر یو عادي ”مشر“ وګڼي. دوی هڅه کوي چي بیرته په قام کي د یو ”ريښتني“ رهبر خلا رامنځته کړي او تر هغو چي یو بل ”منظور“ را پيدا کیږي، د دوی میراثي سیاست دوام ولري. یعني دا د منظور پښتون یو ډول ”اخلاقي قتل“ هم دی چي دوی يې ترسره کول غواړي. زړو ملتپالانو درک کړې چي منظور له دوی ډېر مخکي دی او پښتانه پوه سوي چي ”سړی“ یې موندلی. د عمل سربېره د زړو ملتپاله مشرانو او منظور په خبرو کي هم ځمکه – اسمان توپير دی. هغوی د قام د تېریستلو لپاره د ستونزو په جرړو ستونزي ختموي، خو منظور د ستونزو جرړو ته ګوته نیسي.

لنډه دا که منظور دغه دریم انتخاب ومني، نو هم د زړو ملتپاله مشرانو له شر او اوسني ډول قهره ځان خلاصولی سي، خو هرګز به منظور د دوی یا نورو دا ډول ارمانونه پوره کېدو ته پرېنږدي. ځکه خو دوی او پلویان يې داسي نارامه او لالهانده دي. منظور به لکه اوس، تل به خپله لمنه همداسي پراخه ساتي، له وزیرستانه تر پيښوره، له کوټي تر کابله د ټولو غم به ژاړي، تل به د لر او بر پر یووالي باور ساتي، تل به همداسي دروند سنګین، زړور، ژبور او ريښتنی وي. منظور خو څه، حتا د پي ټي ایم یو ”کارکن“ به هم د دوی لېول ته ځان راټيټ نه کړي. دوی به نور هم سپک او قهرجن چلند وکړي، خو کامريډیان به شاته نه ګوري او د خپل هدف پر لور به ګړندي ګامونه اخلي. ځکه دا ډول حالات د ولسي مبارزو او انقلابونو سره تړلي وي، ښه خبره دا ده چي منظور ډېر پخوا ان هغه وخت چي دا حرکت يې هم نه وو را پيل کړی، دغه حالت ته ذهناً چمتو وو. ځکه خو په یو شعر کي وايي:
ما وېل میدان ته به دښمن را درومي
دا خو خپلوان هم دي راغلي ګرانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.