دوه محکومان؛ د پښتنو او بلوڅو ترمنځ ګډ ټکي او د یووالي فرصت

‏لیکوال: احمد شاه ساحل

297

دوه محکومان؛ د پښتنو او بلوڅو ترمنځ ګډ ټکي او د یووالي فرصت

‏د نړۍ کابو ټول محکوم ملتونه/ ملیتونه یو د بل سره ګډ یا مشترک ټکي لري؛ خو د ډېرو دا ټکي یواځې تر محرومیتونو محدود وي، یعنې داسې چي دوی هر یو له خپلو انساني حقونو بې برخې او محروم ساتل شوي وي؛ خو دا چي چا محروم کړي او ولې؟ دا دوه ټکي که څه هم خورا مهم دي اما لږ داسې پېښیږي چې په دوو یا څو محکومو ملتونو کې دې مشترک او ګډ را ووځي او یا که په ساده توګه ووایو، د داسې حالت امکان ډېر لږ وي چې د دوو یا څو محکومو ملتونو مخالف یا دښمن دې یو یا مشترک وي.

‏دا چې دوی له خپلو حقونو محروم دي، نو دا ټکی محرومیت بلل کېږي او د ټولو مشترک وي؛ خو دا چي چا محروم کړي یا په عامه اصطلاح څوک یې دښمن دی، دا ټکی به زیاتره وخت د هر چا بېل وي. همدا د دښمنانو یا ټکو بېلوالی شاید ددې سبب شوی وي چې په نړۍ کې محرومیت دوام وکړي او محکوم ملتونه په دومداره توګه د خپل وخت د جابرو قوتونو تر سینو لاندې او له خپلو حقونو بې برخي پاته وي، ځکه په داسې حالاتو کې محکومان د دې باوجود چې کمزوري وي، هر یو خپل دښمن ته هم یواځې وي او برعکس هغه څوک چې د دوی حقوق یې تلف کړي، متحد یا هر یو ځانته دومره قوي وي چې یواځې یو مظلوم یې د مقابلې توان نه لري.

‏دا بحث که هر څومره اوږد شي، پایله یې بیا هم د وخت پر مظلومو او محکومو وګړو د یووالي او یو موټي کېدو غږ دی. دا سمه ده چې یواځې به (یو) مظلوم د ظالم د مقابلې توان ونه لري؛ خو که مظلومان حد اقل دوه شي بیا ناممکنه ده چې ظالم دې خپل ظلم ته دوام ورکړلی شي. ساده یې وایو، که دوه مظلومان سره یو ځای شي، د وخت تر ټولو لوی ظالم به خپل انجام ته ورسوي.

‏دا راز که دوه محکوم ملتونه لاسونه سره ورکړي، د وخت تر ټولو زورور او مستبد حاکم به هم خپلو پښو ته ټيټ کړي؛ خو که مظلومان یا محکوم ملتونه تیت و پرک، یو له بله بېل او یواځې وي بیا سخته ده چې د یو ظالم او استعمارګر له منګولو دې ځانونه خلاص کړي، نو د نړۍ کمزورو او محکومو ملتونو ته پکار ده چې یو د بل سره د یووالي په پار مشترک ټکي پيدا او رامنځته کړي، څو په ګډه خپل دښمن وټکوي او ځانونه د ۲۱مې پېړۍ له نا اعلان شوې غلامۍ ازاد کړي.

‏په هر صورت، د افغانانو او په ځانګړې توګه د لر مېشتو پښتنو لپاره ښه خبر دا دی چې په اوس وخت کې له “بلوڅ ملت“ سره د محرومیت او ګڼو نورو ټکو ور اخوا، دا دوه ټکي چې “چا محروم کړي او ولې؟” هم مشترک لري.

‏دا چې پښتانه او بلوڅ چا د لسیزو راهیسې له خپل ژونده ایستلي او چا له پرمختګ، هوساینې او خپلو حقونو محروم کړي دا ”سړی“ هم مشترک دی او ولې یا د کومو اهدافو لپاره یې پر دې دوو ملیتونو د هغوی خپله خاوره سره تبۍ ګرځولې دا وجه هم تر ډېره مشترکه ده. یعنې د دې باوجود چې لر پښتانه او هلته مېشت بلوڅان د ملتونو په توګه د خپلو اساسي حقونو څخه په محرومیت کې ورته والی لري، دا راز په دې کې هم یو بل ته نږدې او ورته دي چې دښمن یې (یو) او مشترک دی.

‏دا ډېره مهمه ده او په عینې وخت کې د یوې ګډې موخې ترڅنګ د یووالي یو مهم او ستر فرصت رامنځته کوي. دلته شاید له‌دې سره سره د دې دوو قومونو لمنځه د ځينو سره یې د یو شمېر خپلمنځيو مسائلو په اړه هم اندېښنې موجودي وي؛ خو دا باید په ډاګه شي چې هاغه مسئلې یا ستونزې په بشپړه توګه د تفاهم او ډیالوګ وړ دي.

‏یعنې کله چې دا ولسونه لومړی د خپل مشترک دښمن پر وړاندې په ګډه د بریا توغ پورته کړي بیا شونې او اسانه ده چې دوی خپلې ټولې داخلي ستونزې او مسلې په بشپړه دوستانه فضا کې حل او ”منطقي انجام“ ته ورسوي؛ خو که برعکس دوی د بېروني او ګډو موخو پر ځای فعلاً پر دورني او خپلمنځيو هغو تمرکز وکړي، نو نه یواځې دا چې د پاکستان د ظلم او بربریت له دوام سره به یې مرسته کړې وي، بلکې خپلمنځي ستونزې به یې هم د حل مقام ته نه وي رسولې، ځکه نو له هر څه وړاندې مهمه ده چې دغه قومونه لومړی پر هغو ټکو را ټول او لاس په کار شي چې دوی پرې یوه خوله دي او دواړه ترې ځوریږي. لکه څنګه چې پاکستان د دوی پر وړاندي یوه واحده پاليسي رامنځته کړې، دغه ډول دوی ته هم پکار ده چې د پاکستان پر ضد یو موټی او واحد صف اختیار کړي.

‏پاکستان چي تر دې دمه کومه تاریخي – سیاسي دښمني د افغانانو او په تېره بیا په لر کې د مېشتو پښتنو سره کړې او پاللې، کټ مټ هماغه دښمني د بلوڅانو سره هم لري او پالي.دغه ”هېواد“ چي د خپل ځان د دفاع او خپلو سیاسي ګټو د ساتنې په موخه کوم ظلمونه پر لر پښتنو کړي او ددې لپاره یې په قصدي او شعوري توګه پښتانه له کومو حقونو محروم کړي، دا ډول یې بلوڅان هم د انساني تاریخ په تر ټولو ظالمانه طریقو محکوم او محروم ساتلي.

‏له مال، سر او عزت رانيولې بیا تر قومي او دیني ارزښتونو پورې، د پښتنو او بلوڅو هیڅ څه هم تر پاکستاني حاکمیت لاندې مصؤن او خوندي نه دي. د (Voice for baloch missing persons) سازمان د شمېرو له مخي تر ۲۰۲۲م کال پورې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري تر ۵۰ زره زیات بلوڅ وګړي ورک کړل شوي دي. چې لدې جملې تر دې دمه د زرګونو کسانو خراب کړل شوي جسدونه موندل شوي. دا ارقام له هغو بېل دي چې په ښکاره توګه د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کي پراته دي.

‏په یادو ۵۰ زرو کسانو کې د بلوڅو له سیاسي مشرانو، مدني فعالانو، مخورو، ښځو او ځوانانو رانیولې بیا د کالج او پوهنتون تر زده‌کوونکو او محصلینو پورې ټول شامل دي او د نیولو، لادرکه کولو، وژلو او بیا د خاصو موادو په وسیله د جسدونو د خرابولو او غورځولو دا تراژیکه لړۍ لا هم په بلوچستان او یو شمېر نورو ښارونو کي روانه ده.

‏ددې بېوسه او محکوم قام وګړي د خپلې خاورې ور اخوا، د پاکستان په هيڅ یوه ښار کي هم خوندي او امن نه دي. په تېرو اوو لسیزو کې پاکستان په ځلونو د دوی د ټکولو او ځپلو په موخه د هغوی پر وړاندې نا اعلان شوې جګړې کړي. د دې سربېره د بلوڅو لسګونه هغه سیاسي مشران او فعالان چې د خپلو خلکو د حقونو او خپلواکۍ لپاره یې په پاکستان کي دننه سیاسي هلۍ ځلې کولې، تبعید او جلاوطنۍ ته اړ ایستل شوي. همدا راز پاکستاني ریاست د بلوڅو ترڅنګ د پښتون قام پر هیڅ روڼ اندي او خاورې ته ژمن وګړي هم رحم نه دی کړی.

‏د شاوخوا ۷۰ زره پښتنو مخورو، مشرانو، فعالانو او عامو وګړو سربېره چې د پاکستان له جوړېدو بیا تر نن تاریخه، د دې ”هیواد“ د پوځ او استخباراتو په “زرګري” جګړو او دسیسو کې وژل شوي، څه کم ۳ زره پښتنې پېغلې او زرګونه پښتانه ځوانان هم غیب او ورک کړل شوي دي. لنډه دا چې د پښتنو پر کلیو او ښارونو په ځلونو د ښکاره اعلان کړیو یرغلونو (عملیاتو) له ور وړلو رانيولې، چي تر ۸۰ زره پورې کورونه یې وران او تر څلور مېلیونه زیات وګړي یې له خپلو سیمو جبري کډوالۍ ته اړ کړل، بیا تر هره ورځ ”ټارګېټ کېلینګ“ پېښو، نیونو او د کامرو له سترګو نېام د عزتونو تر لوټولو پورې، دا ثابتوي چې پاکستان په مطلق ډول د پښتنو سره د خپلو وګړو په توګه د چلند هیڅ اراده نه لري.

‏د وژلو، نیولو او ورک کولو سربېره د پښتنو او بلوڅو پر طبیعي او تر خاورو لاندې پرتو زېرمو باندې هم پاکستاني ریاست په خورا سپين سترګۍ خېټه اچولې او شپه و ورځ یې په ”لوټلو“ بوخت دي.

‏د منځنۍ او خیبر پښتنوخوا پرته، د يوې سروې له مخې یواځې د بلوچستان تر خاورو لاندې د ۵۰ ټريليونو ډالرو په ارزښت د معدنياتو زېرمې پرتې دي؛ خو دا چې پاکستان دا معدنیات یواځې د خپلو سیمو (پنجاب او سند) او خلکو د ابادۍ لپاره کاروي او په ښکاره یې بلوڅ او پښتانه ترې محروم کړي، د دې غني او مالدارې خاورې اصِل بچیان د ژوند په تر ټولو ټيټه کچه کې اوسيږي.

‏ډېری وګړي یې د فقر او غربت تر ناځوانه کرښې لاندې ژوند کوي او هیڅ نوعه اړینو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري. که چېرې په دې اړه یوه کره سروې ترسره شي، نو د پاکستان (پنجاب او سند) او د پاکستان تر حاکمیت لاندې د پښتنو او بلوڅو سیمو د عوایدو او د ژوند د معیارونو ترمنځ به خورا ژور توپيرونه په ډاګه کړي. همدا اوس د یوه پنجابي وګړي منځنی عاید د یوه بلوڅ او پښتون وګړي تر منځني عاید څو برابره زیات دی. دا چې ولې پښتانه او بلوڅ د پنجاب او سند د وګړو په پرتله دومره بېوزله او وروسته پاته دي، دا شاید نور فرعي لاملونه هم ولري؛ خو اصلي لامل د دوی پر وسائلو او طبیعي زېرمو د پاکستان اوږده قبضه او پر خاورې یې د ”زرګري” نا امنیو دوام دی چې له امله یې د دوی سیمې د هر ډول کاروبار پر مخ نا مساعدې شوې. همدا وجه ده چې لسګونه زره پښتانه او بلوڅ ځوانان په خورا لږې ګټۍ د خپلې غني خاورې بهر په پاکستان او نوره نړۍ کې په بې پایه مزدوریو بوخت دي.

‏د پاکستان امنیتي ادارو د خپلو سټراټيژیکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په قصدي توګه د پښتنو او بلوڅو ډېری سیمې له اقتصادي او کاري فرصتونو سربېره، د هر ډول اړینو اسانتیاوو (ښوونه، روغتیا، برښتا او نورو خدماتو) څخه لرې ساتلې. پدې سیمو کي اکثریت ځوانان نالوستي او د زده‌کړو له نعمته بې برخي دي. که په دې اړه نور هم ژور لاړ شو، نو د زده‌کړو، کاري فرصتونو او نورو ټولنیزو خدماتو له نشت رانيولې بیا تر امنیتي پېښو پورې، ټولې هغه ستونزې دي چې پاکستاني ریاست د یوه منظم؛ خو پېچلي پلان له مخې پښتانه او بلوڅ ور سره مخ کړي؛ خو برعکس د خپلو اصلي سیمو (پنجاب او سند) وګړو ته یې د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

‏هلته نه یواځې ځوانانو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره ده، بلکې په عمومي سطحه یې اوسېدونکي د نړۍوالو معیارونو سره برابر ژوند لري او د عصر له ټولو اسانتیاوو برخمن دي.

‏تر ټولو مهمه دا چي پاکستان په دې سیمو کي د پښتونخوا او بلوچستان په پرتله د امنیت د تامین په برخه کې خورا حساس دی او په خپل ټول توان یې هڅه کړې چې وګړي یې په بشپړه امن او خوندي فضا کي ژوند وکړي؛ خو ولې يواځې پنجاب او سند؟

‏د پاکستان د دعوې له مخې، ایا خیبر پښتونخوا، قبایل او بلوچستان د پاکستان برخې نه دي؟ که فرض کړو چې دا سیمې هم د پاکستان برخې دي، نو ولې یې له اوسېدونکو سره دومره ښکاره تبعیض او توپيریز چلند روان کړی، او ولې یې شپه و ورځ د غلو په څېر د معدنیاتو په لوټلو بوخت دي؟ ایا دا د هغې دعوې لپاره د دلیل په توګه بسنه نه کوي چې ووایو پاکستان پردی دی او د پښتنو او بلوڅو خاوره یې په زور لاندې کړې؟ پاکستان باید نور څنګه رویه وکړي چې د ”پاک سر زمین شاد باد“ یو ترانه ویونکی پښتون یا بلوڅ ځوان پرې قانع شي چې دا د دوی ”ابا او اما“ وطن نه، بلکې دښمن دی.

‏نو دې او ډېرو نورو نا ویل شویو حقایقو ته په پام ویلو شو چې لر پښتانه او بلوڅ د تېرو څو پېړیو په پرتله تر ټولو محکومه او محرومه دوره کې ژوند کوي او دا چې څنګه دا ملیتونه له دغه کرغېړن حالته وتلی شي، د دې پوښتنې ځواب موږ بېرته د درېیو نورو پوښتنو سره مخ کوي.
‏لومړی – ولي پښتون او بلوڅ ميشتې سیمې د پاکستان په پرتله نا امنه او بې وزله دي؟ دویم – هغه کوم عوامل دي چې د پښتنو او بلوڅو د هوساینې مخه یې نيولې؟ او درېیم – ایا د دې دوو قومونو اوسنی امنیتي او تر څنګ یې اقتصادي وضعیت د بدلېدو وړ دی، که هو! نو څنګه؟

‏له هر څه وړاندې باید ووایو چې ټولې هغه ستونزې او ناخوالې چې دا دوه ستر ملیتونه ورسره لاس و ګریوان دي، سیاسي رېښه لري او د دوی له محکومیت او محرومیت څخه سرچینه اخلي. له بده مرغه چې د پښتنو ځينو سیاسي او غیرې سیاسي مشرانو په لا شعوري توګه دا روایت چې ګویا د پښتون قوم د وروسته والي او بېوزلۍ اصلي لامل بېسېوادي ده، د عوامو ترمنځ پوخ او دود کړی، چې له بده مرغه دا ناسنجول شوی روایت اوسمهال په ټولیزه توګه د عامه ذهنیت برخه ګرځېدلې.
‏پدې روایت کي په غیرې شعوري یا شعوري توګه هڅه کیږي چې یوه لویه خبره ډېره وړه او عادي کړې او له اصلي ستونزې څخه د خلکو پام بېرته خپلو ځانونو ته ور واړوي.

‏دا سمه ده چې د یوې ټولنې د رفا او پرمختګ لپاره زده‌کړې اړینې دي اما که یو څوک تا له زده‌کړو را ګرځوي، دلته بیا اصلي ستونزه دا نه ده چې ته بېسواده یې، بلکې دا ده چې ته له تعلیم را ګرځول شوی یې. د دې پر ځای چي موږ د خپلو وګړو پر بېسوادۍ یا هغوی ته د تعلیم پر ګټو بحث وکړو، پکار ده چې اصلي ستونزې ته ګوته ونیسو او دا واضح کړو چې ولې یواځې د پښتنو او بلوڅو پر خاورې ښوونیزې ادارې خوندي نه دي؟ ولې لا هم په دې ۲۱مه پېړۍ کې یواځې د دوی ماشومان د قلم او کتاب سره نا اشنا دي؟ دلته دا ادعا منطقي نه شو ګڼلی چې ووایو بلوڅ او پښتون مېشتې سیمې ځکه د پاکستان (پنجاب او سند) پر پرتله شاته پاتې دي چې ګویا اکثریت وګړي یې بېسواده دي.
‏راځئ، د دې سیمو د وروسته والي، بېوزلۍ او نورو ستونزو پر اصلي عواملو چې تر ډېره حده سیاسي دي، بحث وکړو او ترڅنګ یې معقولې حللاري وړاندې کړو.

‏موږ باید دا هېر نه کړو چې پاکستان د نړۍوالو مطرحو قوتونو سره د هغوی د ګټو په ”زرګري جګړو“ کې تل د یو مهم همکار رول لوبولی.
‏د نړۍ په کابو ټولو جګړو کې پاکستان په مستقیم او غیرې مستقیم ډول دخیل پاتې شوی. که څه هم دا هیواد له اقتصادي او نظامي پلوه هغومره قوي نه دی؛ خو دا چي بیا هم د نړۍوالو سترو قوتونو د پام وړ دی، لامل یې استخباراتي اسلام دی چې په مټ یې د نړۍ د ګوټ ګوټ جګړو لپاره د هر ډول ايډيالوژۍ د تعقیب او تطبیق لپاره جنګیالي روزي او تولیدوي.
‏همدا د پاکستان د قوت هغه ټکی دی چې کابو ټوله نړۍ یې ځانته پرې محتاجه کړې.

‏پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه د سترو پراکسیز (نیابتي) ډلو د جوړولو مسولیت پر غاړه لري، د همدې لپاره یې تر خپل واک لاندې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې په بېلابېلو طریقو د افراطیت او مذهبي توندلاریو تخم پاشلی. د منځنۍ او خیبر پښتونخوا ترڅنګ د بلوچستان په ډېرو برخو کې د نامالوم هویته جنګیالیو د روزنې ګڼ شمېر نظامي مراکز فعال دي، پر دې سربېره هلته ۳۵ زره دیني مدرسې چې په مېلیونونه کسان پکې په زده کړو بوخت دي، د توندلارو او نیابتي ډلو د فکري تغذیې مرکزونه بلل کیږي.

‏له همدې ځایه د ترهګرۍ شبکې هر کال په زرګونه ځوانان د نړۍ لر او بر ته تر مختلفو شعارونو او داعیو لاندې انتقالوي او هلته یې د سترو قوتونو د ګټو لپاره په بېلابېلو نومونو جنګوي. په لنډ ډول ویلی شو چې له افغانستانه د بېلو کړل شویو دې سیمو څخه چې فعلاً د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نومونو مشهورې دي، پاکستان د نړۍوال مصنوعي ترورېزم لپاره د جنګیالیو د یوې توليدونکې فابريکې کار اخلي. همدا علت دی چې پاکستان د پښتنو او بلوڅو خاوره د تعلیم ترڅنګ د ۲۱مې پېړۍ له معیاري او هوسا ژونده ایستلې او د بېوزلۍ، نا امنۍ او بې علمۍ یوې ژورې کندې ته یې ور ټېل وهلې.

‏نو په همدې اساس ویلی شو چې د پښتنو او بلوڅو د سیاسي حقونو او په ځانګړې توګه د ” خپلواکۍ “ نشتوالی، د دوی د امنیتي، اقتصادي او نورو ټولو ستونزو اصلي لامل دی. دا اوس بېخي ثابته شوې چې بلوڅ او پښتانه له لسیزو راهیسي د یو ستر قومي او سیاسي تبعیض سره مخامخ دي.

‏په ټوله کې زور زیاتی، بې درېغه وژنې، د وګړو غیبول، د سیاسي ازادیو سلبېدل، د عامه خدمتونو او برابرو فرصتونو نشتوالی او په دوامداره توګه د دوی خاوره د زرګري او پلان شویو جګړو لپاره کارول، هغه لاملونه دي چې پښتانه او بلوڅ یې نن د یوې سترې تاریخي پرېکړې کولو ته اړ کړي.
‏یو بل څه چي دلته یې یادونه اړینه ګڼم، دا دی چې هیڅوک باید نړۍ ته دا تمه ونه لري چې له اوسني وضعیته په وتلو یا خپلواکۍ ترلاسه کولو کې به یې مرسته کوي. په دې اړه پښتنو او بلوڅو ته پکار ده چې دا دوه ستر حقیقتونه ومني او ځانونه پرې پوه کړي.

‏یو دا چې پاکستان یواځې نه دی او بل دا چې نړۍ او په ځانګړې توګه هیڅ جنګپال قوت لا هم د پښتنو او بلوڅو پر خاوره د امن او د هغوی د خپلواکۍ ترلاسه کولو په اړه چې د دوی د یو مهم همکار (پاکستان) یا حد اقل د هغه د اوسني حاکمیت د لمنځه تللو سبب ګرځېدلی شي، موافق نه دی، ځکه په اوسني سیاسي وخت کې دا چاره د نړۍ د لویو او مطرحو قوتونو د سټراټیژیکو ګټو او اهدافو سره په ټکر کي واقع دی. یعني نړۍ او په ځانګړې توګه جنګپال هیوادونه هیڅکله دا نه غواړي چې د خپلو نیابتي ډلو د تولید فابریکه چې د پاکستان تر واک لاندې د پښتنو او بلوڅو سیمې دي، له لاسه ورکړي.

‏موږ که دا ومنو چي روان کابو ټول جنګونه نیابتي دي او تر شا یې د زبرځواکو قوتونو ګټي پرتې دي، نو دا هم منو چې د دې جنګونو لپاره د جنګیالیو د موندلو او روزلو دنده تر ډېره پاکستان مخته وړي.

‏په همدې اساس دغه ګټپال، ځانپال او جنګپال قوتونه هیڅکله دا نه غواړي چې د دوی د جګړو دومره مهم همکار لمنځه لاړ شي او هغه سیمې چې اوس ترې د اړتیا وړ جنګیالي او وژونکي صادرېږي، امن او خپلواکي شي.
‏که څه هم د نړۍ د ځينو قوتونو او پاکستان ترمنځ دا ملګرتیا به د پښتنو او بلوڅو مبارزه څه نا څه ستونزمنه کړي؛ خو هیڅکله به یې له بریا را ونه شي ګرځولی. دا په دې شرط که دا ولسونه په خپل منځ کي یو نه ماتېدونکی او ستر اتحاد رامنځته کړي، پر همدې اساس پښتنو او بلوڅو ته تر بل هر وخت د یووالي او ادرس (یو) کولو شدیده اړتیا ده. د دوی اتحاد به د انقلاب او خپلواکۍ مزلونه ډېر اسانه او را لنډ کړي.
‏یو وار بیا وایو چې د دوو محکومو ملتونو یووالی د حاکم د زوال زېری دی. دوی باید پر خپلو مټو باور وکړي او په زړورتیا سره رامخته شي.

‏بلوڅ باید له نواب اکبر بکټي را نيولې بیا تر کریم بلوچ پورې، د خپلو ټولو شهیدانو یاد تازه او د هر ډول ”خونبها“ او “ډيل“ پرته د هغوی پر غچ اخیستنه سوچ وکړي. نه يواځې پښتانه، بلکي بلوڅ هم نه شي کولی چې په یواځې توګه په سیاسي یا حتا وسله‌واله مبارزه هم ځانونه له ور پېښ ناروین او محکوم حالته وباسي. که همدا اوس د بلوڅو د روانې وسله‌والې مبارزې ماضي ته چې لسیزې وړاندې یې را پيل کړې؛ وکتل شي، نو هم یې په پرلپسې توګه د اوږد مهال لپاره دوام نه دی کړی، بلکې “وخت پر وخت غوڅه شوې او بيا د يوې نوې پېښې وروسته بېرته پیل شوې..“ د دې وقفه‌یي او پيکه مبارزې لوی علت دا ګڼل کیږي چې بلوڅان د خپلې وسله‌والې مبارزې د دوام لپاره ”نه پوره امکانات لري او نه پوره جنګيالي.“ په همدې او څو نورو علتونو بلوڅان اړ دي چې عملاً له پښتنو سره د یووالي لپاره رامخته شي او په ګډه د مقابل طرف پر وړاندې یوه واحده جبهه رامنځته کړي.

‏د اتحاد جوړېدو دغه اوسنی فرصت چې څومره پښتنو ته مهم دی، په هغه او ان تر هغه هم په زیاته اندازه بلوڅو ته مهم او اړین دی. موږ چي د فرصت یادونه کوو، یواځې مو موخه له ګډو او مشترکو ټکو څخه نه ده، بلکې له دې هم ده چې ولسونه تر بل هر وخت اوس ويښ او چمتو شوي. فعلاً د پښتنو او بلوڅو روان لاریونونه او پاڅونونه دا ښيي چې خلک نور د حاکم وضعیت څخه ستړي شوي او د یو لوی بدلون راوستلو ته شېبې شمېري.

‏ایا پيل یې نه کړو؟ ایا د یووالي او اتحاد رامنځته کولو لپاره به تر دې بل غوره فرصت وموندلی شو؟ دښمن یو دی؛ منزل یو، درد او غم یو دي، هدف یو، څومره چي یوې پښتنې مور ژړلي، بلوڅۍ مور هم تر هغې کمې اوښکي نه دي څڅولي. له کوم رنځه چي پښتانه کړيږي، لسیزي کیږي چې بلوڅ هم ترې خوږ او نارامه دي.

‏نور د زغم او انتظار لپاره هیڅ منطقي دلیل نه پاته کیږي، څه پاتې دي او څه باید وشي؟ ایا د یو ځيږ پښتون ځوان د غیرت راپارېدلو لپاره همدا کافي نه ده چې د تورو دېوانو په څېر تور پنجابیان یې د سوات ښاپېرۍ پېغلې تښتوي؟ ایا همدا کافي نه ده چې د ماشوم حیات مور د خپلو لوڼو عزت له پنجابي عسکرو په ژړا او زاریو ژغوري؟ دا کافي نه ده چې له تاریخي او دروند پښتون وطنه زرګونه پښتنې ښځي ورکې دي؟ …. د پښتنې پېغلې کیسه مو یاده ده؟ بلوڅ د خپلې سرمچارۍ ننداره کله وړاندې کوي؟ کله د واقعي بدلون هڅه کوي؟ ایا د خپلو سرمچارو ناموسونه ژغوري که نه؟ هغه کلتورپالې او غنمرنګې پېغلې، هغه چي پر شین، ابي، ژېړ او سور رنګه جامو یې تورې نرۍ نرۍ پټې پرتې دي، ایا همدا اوس زرګونه تنې ورکې نه دي؟ چا ورکې کړې او دا څوک دي چې په سپينه ورځ د ځيږو پښتنو او سرمچارو بلوڅانو په عزتونو او سرونو لوبي کوي؟ ولې او تر کله؟ په دې باید نور پوی یو چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د پښتنو او ترڅنګ یې د بلوڅو سرونه او عزتونه یواځې په دې خاطر ټارګېټ شوي چې ولې د خپلو حقونو خبره کوي او ولې پر خپلې خاورې د پاکستان د هغو ترهګریزو پلانونو پر وړاندې خنډ ګرځي چې پر اساس یې په سیمه او نړۍ کي د ”زرګري“ ترورېزم لوبه ګرمه او روانه ده. دا هر څه بدلول غواړي.

‏د پایلي په توګه باید ووایو چې پښتنو او بلوڅو ته له یووالي پرته، سخته ده چې خپل برخلیک بدل کړي.
‏بالاخره نور هغه وخت را رسېدلی چې د ځان د ژغورنې په پار نهایت قاطع پرېکړې وکړي او زړور ګامونه واخلي. په اوسني وخت کې د پښتون قام لمنځه تر بل هر چا پر منظور پښتون د ولس باور او اعتماد زیات دی.
‏نوموړی د خپلي پوهې، تجربې او فوق‌العاده محبوبیت په وسیله کولی شي چې په کم وخت کي پښتانه راټول، منسجم او د دې ستر ګام اخیستلو ته چمتو کړي.
‏دغه راز بلوڅ ولسونه په لومړي ځل د یوه بېساري سیاسي مزاحمت په شکل د ماهرنګ بلوچ په رهبرۍ را وتلي دي. ماهرنګ د یوې زړورې او ژبورې بلوڅۍ په توګه د خپل قام د ژغورنې توغ پورته کړی.
‏نوموړې په اوس وخت کې د بلوڅو په یوې سترې ولسي رهبرې بدله شوې او مېلیونونو بلوڅانو ته یې د بدلون او هوسا ژوند هیلې ورکړې.
‏لنډه دا چې منظور او ماهرنګ د پښتون او بلوڅ قامونو د یووالي او اتحاد جوړېدو تر ټولو غوره سمبولونه ګڼل کېدای شي. دوی کولی شي چې خپل ستر قومونه ډېر ژر پر یوې واحدې او مشترکې اجنډا راټول او د مخته تګ لپاره چمتو کړي.

‏د همدې لپاره ددې دوو ملتونو دغو سترو او منل شویو استازو ته پکار ده چې ژر تر ژره د خپلو وګړو د ژغورنې په پار د یوه مضبوط او پیاوړي اتحاد اعلان وکړي او یو مشخص او منظم سیاسي ادرس رامنځته کړي.
‏زه دلته د دغه ادرس د تګ او مبارزې د څرنګوالي په باب غواړم دا روښانه کړم چې موږ دا نه وایو چې دا دوه قومونه دې سمدستي له دې ادرسه د تشدد او وسله‌والې مبارزې پيل وکړي؛ خو بیا هم دا دوې خبرې اړینې ګڼو چې یادونه یې وکړو. یوه دا چې د یووالي په لومړۍ ورځ باید د عدم تشدد او سیاسي پر امنه مزاحمت د پای نېټه روښانه شي. نېلسن منډېلا به ویل چې موږ عدم تشدد د یوه سپېڅلي ارزښت په توګه نه دی منلی، بلکي تر هغو پر دې لارې ځو، تر څو چې زموږ پر ګټه وي. دا بېخي معقوله خبره ده. عدم تشدد داسې یوه لاره نه ده چې ځانګړی تقدس دې ولري یا هر وخت دې ګټمنه وي.

‏دا د مزاحمت او هدف ته د رسېدو له لارو یوه ده؛ خو دا یوازېنۍ ګټوره لار نه ده. د یوه حقیقي مزاحمت پر مهال تګلارې د وخت او مکان پر اساس غوره کیږي او بدلیږي. کوم وخت او ځای چې تشدد ته اړتیا وي او ته بیا هم د عدم تشدد پر لارې روانېږې، نو دوې خبرې دي؛ که سرلښکر وې، خاین یې او که لښکر وې، ناپوی یې. موږ که د تشدد یا عدم تشدد پر لارې ځو، نو تګ مو باید عقلاني او د خپلو ګټو پر اساس وي.

‏دویمه خبره دا چې دا هم باید نوره روښانه او په ډاګه شي چې که د سیاسي پر امنه مزاحمت له لارې هم مخته ځو، نو د کوم هدف لپاره؟ خپلواکاو که د پاکستان تر حاکمیت لاندې د هوسایني لټه؟ نور باید دا دوه رهبران خپل قومونه له اوږده کنفیوز حالته وباسي او دا ورته په ډاګه کړي چې په څه کې یې ګټه ده او څه باید ترلاسه کړي؟ د پاکستان او تر څنګ یې د نړۍوالو قوتونو سیاسي ګټو او موخو ته پام نور دا ډاډ نه شي وړاندې کېدلی چې د پاکستان تر حاکمیت لاندې دې پښتانه یا بلوڅ د هوسا او پرمختللي ژوند څېښتنان شي.

‏زما په اند نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې پر اوږدمهاله غوښتنو تم شو. نور باید له پاکستانه؛ د ورکو افرادو د موندلو، امن، فرصتونو یا نورو ټولنیزو خدماتو پر غوښتنو وخت ضایع نه کړو.

‏موږ هر یو تن باید په دې پوی او خبر یو چې پاکستان که پښتانه او بلوڅ وګړي ورک کړي او که یې د دوی پر خاوره نا امنۍ جوړې کړي او د زده‌کړو او کاروبار مخه یې نیولې، دا هیڅ چاره یې هم په غیرې ارادي توګه او پرته له پلانه، نه ده ترسره کړې. پر دې سربېره بیا هم دا تمه لرل چې پاکستانی ریاست به تا ته په لاریونونو او دوامداره جلسو د هوسا ژوند زمینه برابره کړي، پرته له ځان تېر ایستلو، بله هیڅ مانا نه لري.
‏پکار ده چې نور باید د اوږد مهال غوښتنې شاته او پر ځای یې لنډمهاله غوښتنې چې سیاسي بدلون او ازادي ده، رامخته او جدي تعقیب شي څو، د پاکستان د استعمار او استثمار پر ضد د مبارزې یو نوی باب پرانیستل شي.

‏پښتانه او بلوڅ فعلاً تر یوه داسې؛ جابر، ظالم او بې انصافه حاکمیت لاندي ژوند کوي چې هیڅکله د خپلو ځوانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره ان له خپلو وړتیاوو، امکاناتو او پوهې هم ګټه نه شي پورته کولی. یو کارینده پښتون یا بلوڅ ځوان که د پنجاب او سند ایالتونو د پرمختګ وسیله ګرځي، نو ملاتړ به یې کیږي؛ خو که د خپلو خلکو د ښه ژوند او روڼ سباوون هڅه کوي، نو نه یواځې دا چې له ملاتړه به یې لاس اخیستل کیږي، بلکي په یو ډول به یې مخنیوی هم کیږي. ځکه نو اړینه ده چې دا محکوم او محروم قومونه د سیاسي پٌر امنه مزاحمت له لارې هم نور یوازې د ازادۍ تر لاسه کولو ته لستوڼي راپورته کړي.

‏د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ هغه مفکوره چې د پاکستان له جوړېدو سره سمه رامنځته شوې. باید یوه نوي او منطقي پړاو ته داخله شي او د یو متحد سیاسي تحریک په جوړولو سره د خپل مشترک هدف ترلاسه کولو لپاره د خپل تاریخي دښمن پر وړاندې د وروستۍ پرېکړې او عمل ډګر ته را ووځي.
‏دوی باید په دې لارې کې له ازادۍ پرته، نور د هر ډول جوړجاړي څخه ډډه وکړي او تر هغو چي د سیاسي پٌر امنه مزاحمت لاره ګټوره وي، باید تعقیب او خپل هدف ترلاسه کړل شي.

‏”ما باغي ما فراري ما سرمچار بلوچان“

‏⁧‫حماسه‌میډیا‬⁩

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.