چې ولوېږي، ټيټ سي، لاس ونیسي او

احمد شاه ساحل

148

چي ولوېږي، ټيټ سي، لاس ونیسي او هویت ورته بې مانا سي، نوم یې ”ماموت خان“ سي.
زموږ ددې سړي سره جنجال پر دې خبره نه دی چي ولي يې په دې عمر کي هم د پاکستان چوپړ ته ملا تړلې، یا ولي یې د ځانه سیاسي ارایشګره جوړه کړې او د استبداد توره پنجابۍ ناوې پښتنو ته سینګاروي او ورته ښيي چي بدرنګه نه ده. اصلاً موږ جنجال او غم ددې کوو چي ده پخپلي دغې لوېدلي او مړ سترګي نظریې د پښتونخوا وطن یو لوی شمېر پښتانه ځوانان بې لاري او په ځان پسې کړي، هغوی یې بې برخلیکه کړي، ارزانه او ان مفت یې پلوري او پر دوهم لاس یې د پنجاب او سند د شهزادګانو مریم نواز او بلاول بوټو خدمت ته درولي دي.

دا سړی او ترڅنګ یې ځيني نور زاړه ملتپالان د پښتنو د یووالي، ويښېدلو او شعوري کېدلو په مخ کي ستر خنډونه دي. دوی هر یو ددې کار لپاره بېلابیلي لاري او نظریې استفاده کوي او د پښتنو اذهان په خورا ماهرانه توګه مدیریت کوي.
نن چي د پاکستان د مسلسلو او دومره ښکاره ظلمونو سربېره هم ځیږ پښتانه دومره ارام، مهار او بې تفاوته دي، ددې ترشا د همدې خلکو لاس دی.
شخصاً ”ماموت خان“ د حجرې او جومات د یووالي په نوم پښتانه د مولانا فضل الرحمان چي یوه استخباراتي – مذهبي مهره ده، په خدمت کي دروي، اما همدا پښتانه د اسفندیار ولي سره نه یوازي دا چي یووالي او کښېنستلو ته نه پريږدي، بلکي ددې کار مخنیوی هم کوي. ولي؟ که واقعاً هم د یووالي خبره وي، نو منطقي او اسانه خو دا ده چي لومړی د اسفندیار ولي سره چي هغه هم ستا په څېر ملتپاله او د حجرې خاوند دی، پښتانه یو کړې. ولي ملتپاله پښتانه پر پارټيو، ډلو ټپلو وېشې او کمزوري کوې؟ دا ځکه چي دی پوهیږي که دی، په ده پسي روان پښتانه او اسفندیار ولي سره کښيني او هغه اختلافات چي په قصدي او سیستماتیک ډول رامنځته سوي، بیرته لمنځه لاړ سي، نو په دې سره به بلاخره په پښتون وطن کي ملتپالنه پر بنسټپالني واوړي او قوي سي، چي په پایله کي به نه یوازي د مذهب په نوم سوداګري، ولس غولونه او افراطیت پای ومومي، بلکي هیڅوک به بیا ونه غولیږي چي د نیابتي ډلو سپاهي سي او پردۍ جګړې پر مخ یوسي.

او دا کار پاکستان او متحدینو ته یې په ستر زیان تمامیږي او داسي مانا لري لکه د جي ایچ کیو پر ژرنده چي اوبه بندوې.
ماموت خان د سردار داود او ډاکتر نجیب سره خپلي او د پلار هغه ژمني چي له پاکستانه د بېلېدو او پښتونستان د جوړېدو په اړه یې کولې، هیروي او وايي چي که یوازي د دوی برخه ور معلومه سي، نو ان تر قیامته به هم د پاکستان ژرنده چلوي. دا داسي مثال لري لکه یو څوک چي دې په کور در ننوځي او ته ورته وايې که په دې کور کي زما حق ومنل سي، نو زه تل ستاسي خدمتګار یم. یعني پخپل کور کي یو چاته زارۍ کوې چي ستا حق پکښي ومني.
ماموت خان دا هیروي چي دلته یوازي د وسایلو خبره نه ده، دلته د عزتونو او سرونو خبره ده، دلته د تاریخ او فصلونه خبره ده، دلته د ارزښتونو او ژبي خبره ده، او دلته د ازادۍ او خپلواکۍ خبره ده.
سړیه چي لویې داعیې پر مخ نه سې وړلی، خلک په وړو او جزوي غوښتنو مه بوختوه. پنجابي ”اقا“ که تاته ستا په وسایلو کي برخه درکولی، نو په تېرو اویاوو کلونو کي به یې درکړې وای. ته او ستا د همدې نظریې پلویان باید پوه سي چي له وسایلو او د پښتون وطن له ټولو نعمتونو څخه ستاسي/پښتنو محرومیت او لیري ساتنه اصلاً د پاکستاني اسټبليشمنټ د پلان برخه ده. دا د هغوی لپاره ظلم نه دی، تصادف هم نه دی، دا د هغوی د ګټو او موخو سیاست دی.
ته تکړه سه، ځان د محافظه کاره سیاست له دایرې، قومي تربګنیو او د ګلستان له بدیو را وباسه. پښتانه د ورځي په نرخ مه پلوره، بس دي ایمان تازه کړه، د پښتنو خیر وغواړه، د اسفندیار ولي او نورو زړو ملتپالانو سره خو دې په پلان شده مخالفتونو او جنجالونو عمر وخوړ، حداقل د منظور پښتون پر وړاندي چي د پښتنو د یووالي هڅي یې پيل کړي، د لومړي او دوهم لاس خنډونو جوړولو څخه خو ډډه وکړه. دا هم ویاړ دی، او ستا لپاره بس دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.