د لوی افغانستان نړیوال پښتو تلویزیون خوب که حقیقت ؟- د دوکتور م ، ع ، تره کی سره مرکه

0 2,234

د لوی افغانستان نړیوال پښتو تلویزیون

خوب که حقیقت ؟

 

د دوکتور م ، ع ، تره کی سره مرکه

 

 

دعوت :

  د دعوت د رسنیو مرکز د پښتو ژبی د یو ټلویزیون د جوړیدو په درشل کی قرار لری. پدی اړوند مو نظر څه دی؟

 

ځواب :

  د یوه ټلویزیونی  خپرونی  چاری برابرول یوه لویه پروژه ده چه زښتی زیاتی پولی، تخنیکی او مسلکي امکانات غواړی. هیله لرم چه د پروژی اومه مواد تر یوې اندازی پورې ترلاسه شوي وي.

  21  پیړۍ د رسنیو (میډیا) د انقلاب په واسطه ځانګړې کیږی. په عربی نړۍ کی اوسنی انقلابونه د میډیا د ودی زیږنده ده.  پدغه برخه کی انترنتی او تلویزیونی خپرونی د پام وړ رول لوبولی دی.

  په افغانی ټولنه کی ځانګړی پښتو ټلویزیونی خپرونی په دوه استقامتونو باندی ټاکلی نقش لوبولی شی :

  ــ  د پښتو د ژبی او کولتور د ودی په ساحه  کی  د افغانی  بډآیه فرهنګ  د یوې برخی په توګه .

  ــ  د ذهنیتونو او سیاسی تفکر د جوړښت په برخه کی .

  په دواړو حالاتو کی ، بریالیتوپ د امکاناتو شته والی پوری اړه لری . خو د یو ښه منجمنت په واسطه  کولی شو چه د لږو امکاناتو نه زیاتی لاس ته راوړنی تر لاسه کړو .

 

دعوت :

  یوه  بریالی ټلویزیونی پروګرام څه ځانګړیتوب درلودلای شی ؟

ځواب :

دلته څو تکی د پام وړ دی :

  ــ  د پولی او مالی سرچینی استقلالیت او شفافیت .

  ــ  د مشورتی او اداری بورد مسلکی صلاحیت .

  ــ  د خپرونی د کړنلارې ناپییلتوب .

  ــ  د خپرونی جغرافیایی پراختیآ .

  په باندنی مواردو کی زیاتره پولی او مالی لګښت بنسټیز رول لرلی شی .

  نو د با احساسو افغانانو نه دا غوښتنه کیږی چه پدغه برخه کی خپلی مرستی د دعوت نه  ونه سپموي او په لومړي قدم کې یی مالي لاسنیوي او مالي مرسته ورسره ډیره ضرورۍ او د ټلویزیون لومړنۍ اړتیا ده .

  ښاغلی بزګر پدغسی حال او احوال کی چه د پښتو ژبی او فرهنګ د فارسی پنجابی او اردو تر یرغل لاندی قرار لری،  په یوه کولتوری جهاد پیل کړیدی . دی باید د ټولو هغه افغانانو چه د ملي فرهنګ او په ځانګړی ډول د پښتو ژبی د ودی لیوالتیا لری بدرګه شی .

 

دعوت :

د افغانستان په جګړه ایز حالت کی یو خپلواک ټلویزیون خپل سیاسی رول  څنګه ادآ کولی شی ؟

ځواب :

  کوم چه مخکی اشاره وشول ، مطبوعات او میډیا د ولسونو په ذهنی او فکری جوړښت باندی اغیزمن نقش لوبولی شی .

  په تآسف سره چه په دری لسیزه کی د افغانانو په ذهنی جوړښت کی نړیواله میډیا له یوی خوآ او د سیمی هیوادونو او په ځانګړی توګه د ګاوندیانو میډیا له بلی خوآ په کافی اندازه لنګر اچولی ده : نوی نسل د بهرنیو تبلیغاتو تر اغیز لاندی د ځان نه پردی ( الیئیناسیون ) او د ملی هویت نه بی برخه شویدی .

 د یوه ملی او خپلواک تبلیغاتی وسیلی په نشتوالی سره ،  بهرنیان د خپل تبلیغاتی ماشین په واسطه ځانته سیاسی شخصیتونه جوړکړی                       تر څو چه د دوی په غیابت زموږ په برخه لیک باندی واکمن شی .

  په وروستی لسیزه کی د افغانستان د باندی میښته افغانانو پدی باندی بریالی شول چه رادیویی، انترنتی او تلویزیونی خپرونی ولری. خو د نښی نښانی نه څرګندیږی چه افغانی میډیا پدی باندی ندی بریالی شوی چه د بهرنیو استخباراتی کړیو د لږ یا زیات نفوذ نه ځان لری وساتی . واقعیت  دا دی چه بهرنیان ټینګه اراده لری چه د میډیاتیک او مطبوعاتی تبلیغاتو د لاری  د افغانستان د راتلونکی سیاسی ودی استقامت زموږ د ملی ګتو په خلاف تر خپل کنترول لاندی ونیسی .

  پدغسی شرایطو کی یو خپلواک تلویزیون ، چه د ملی ګتی د ساتنی ذمه واری لری د بهرنی مطبوعاتو په وړاندی د سیالی په دریز کی قرار نیسی . که د هغه سره یوه پیاوړی کولتوری ، سیاسی او ملی  ملاتړ نه وی د نوموړی چلند نه بریالی وتلی نشی .

دلته  تلویزیون چلونکو ته د افغانانو پولی ، اخلاقی ، مسلکی او سیاسی مرستی حیاتی اړتیا مطرح کیږی .

  هیله لرو چه افغانانو د دغه کولتوری جهاد په وړاندی خپلی اخلاقی دین ادآ کړی .

   د مرکی په پای کی دعوت رسنیو مرکز ته د دغه نوښت په اړه مبارکی وایم .      « پای »

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply