د لوى افغانستان پښتو تلويزيون که پېل شوى وي-قدرت الله حداد

2 2,702

 د ارواښاد حداد صاحب دا لیکنه لومړي ځل د ۲۰۱۱ کال د جون په اومه نیټه دعوت ویبپاڼه کې خپره شوې چې اوس یو ځل بیا په داسې وخت کې چې ارواښاد حداد صاحب زموږ په منځ کې نشته خپریږي. روح دې ښاد وي

د دعوت اداره

له حامد کرزي لاره ورکه وه او ده د لوى افغانستان تاريخي فلسفه

پاکتيسيا Poctycia لوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه:

١٣٩٠هـ ل د ١٣غبرگولى د ٢٠١١م د جون٣

ستا جفا تر حده پورته ده صمنه

تل مې اوښکې موج وهي د زړه له نمه

څو به پټه دا قصه اوسي پنهمه

هسې ډوب په فکر پروت يمه بې دمه

نه پوهېږم چې په غر يم که په سمه

رحمان بابا

په افغانستان کې فرانسويان، ايټالويان، جرمنيان، استرليايان، کاناډايان ٤٩ هيوادونوسرتيري  وژل شوي، ډېرو ځانونه وژلي، ډېر ليوني دي د څه دپاره نوم بدى هم شوى،تر اوسه دا څرګنده نه ده ولې؟ که القاعده ومنل شي هغه هم افغانستان کې نشته .

يو امريکايي جنرال وايي طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، طالبان خپله لاره  لري په هغه به جګړه کوي، امريکا اسامه بن لادن پسې راغلى وه، هغه دلته نه ؤ بيا ووژل شو، نور څه غواړي؟ دا دافغانستان د خلکو خوښه ده کوم ډول حکومت غواړي؟ اسلامي امارت په نورونه لګي نور دى،هم په اسلامي امارت نه لګي، که بياهم لګيږي دوى به هم وژل کيږي، اقتصاد به يې لويږي اقليمي آفتونه هم پرې راځي دوى خداى تعالى نه پيژني، افغانان هم نه پيژني .

په افغانستان کې يې داسې خلک په لاس کې نيولي او ساتلي چې عسکر يې عسکراو سياستوال يې سياستوال نه دي، د خپل هيواد غليمان، فاسد، درغل د دوى هم دا مني.

حامد کرزي او شاه شجاع:

حامد کرزى دې هغه کتاب ولولي چې شاه شجاع ليکلى چې پوه شي څومره توپيردى د هغه او د ده تر مينځه دى، که هغه نه لولي د جان ور کتاب دې وګوري، د دې حال چې اوس دى دا به نړۍ په مخ واړوي، يوه نوې لاره  په دې حال کې په کار ده، نواى معارک يو بل کتاب ده چې ليکوال يې د شاه شجاع په مهال ژوندى ؤ هر څه يې پخپله ليدلي ؤ، هغه کې يو لړحقايق ليکلي دي، د کرزي ټول غړي له هغه ناخبره دي، له هغه د دوى تاريخ ناوړه،ناولى او ککړ دى، دغه خلک چې له دولت سره غاړه غړۍ دي پخپله يې ګوري،دا شپې ورځې ورباندې تريخې دي، د حامد کرزي تکيه په امريکا ده، امريکا په خپله ستونزې لري له دوى سره مرسته نه شي کولاى څوک چې خداى باندې تکيه ولري خداى به يې وساتي. نو حامد کرزى شاه شجاع ته نه شي رسيداى هغه ترې وگاټله  ځکه هغه د جهاد لپاره ودريد او په دې لار ه کې ووژل شو. کيداى شي شهيد وويل شي.

د لوى افغانستان پښتو تلويزيون که پېل شوى وي : نورې خبرې به هغه  ورباندې وشي. نور دوستان دې وگوري ځکه بنده په خپل وس پړ دى.

پياوړى ورور دکتور طارق بزگر

 د ٢٠١١م کال چې  د جون دويمه وه د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا مرکزپه  ويبپاڼې کې (scprd) مې  يو زيرى  ولوست چې د لوى افغانستان نړۍ وال پښتو ټلويزيون خوب که حقيقت. ان شاء الله حقيقت به شي.

د هغو چې و بله مهر و محبت وي

په هستۍ او په نيستۍ کې فراغت وي

رحمان بابا

١٣٤٠هـ،ل زما يوه مقاله د کابل په مجلې کې  پر  دغه سرليک راغلې وه.

لوى افغانستان د احمد شاه بابا ميراث

يوه ورځ دفتر ته ننوتم ارواښاد استاد قيام الدين خادم ناست و، څه يې ليکل. مخامخ ورته کښېناستم د ده سره له کاغذ ليکاڼى  نه پورته کېده نو غږ مې پرې وکړ، خادم صاحب څه ليکئ؟

صاحب ستا مقاله افغان ملت ته رااخلم د کابل له مجلې! ورته کتل مې زړه کې مې تېرېدل يوسناتور او استاد ناست دى زما مقاله د افغان ملت لپاره نکلوي ولې؟ دا له پښتو او لوى افغانستان سره مينه ده.

د هغو چې و بله مهر و محبت وي

هېواد او پښتو سره مينه کيږي، معامله او تجارت نه کيږي، مقاله د افغان په جريدې کې چاپ شوه د ځوانو افغانانو شعار غوندې شوه همدغه يوه روحيه شوه. کله، چې پېښور ته مهاجر شوم هلته مې له دواړو خواوو پښتنو واوريدل چې خپل هېواد کې يو. په دې مهال پښتون  ستر سياستپوه مشر ارواښاد خان عبدالولي خان وويل : دا مهاجر نه دي خپلې خاورې ته راغلي. د ولي خان له دې خبرې سره پېښور( اور) نه شو کور شو؟ مهاجر نور مهاجر نه و ډاډه گرځيدل يوې خبرې سره حال بدل شو. پښتو مينه ده، معامله نه ده.

بزگر صاحب! زمانې خوړلى يم هره ورځ د لوى افغانستان لپاره څو کرښې ليکم. زما مشرانو لکه خادم صاحب، ولي خان ا و نورو دا کړي وو نورڅه  نه شم کولاى. ليکلي همدا به وي د هر هغه لپاره چې دا مينه لري زه فکر کوم د رحمان بابا د دوهي يو ملنگ يم.

له خوشحال بابا به يې هم وليکم :

نه حيا شته، نه وفا شته، نه خپلوي شته

خلک واړه په معنى لکه مرتد شو

يخ د لمر و تاو ته نه دري خوشحاله

په دا څه چې يو څو ورځې منجمد شو

د لوى افغانستان خوځښت د باختر، باکتريانا په نوم اوس هر ځاى ليدل کيږي. په تېره بيا کله چې ١٩٥٠م کې د بغلان په سرخ کوتل کې د کنشکا کتيبه ولوستل  شوه.

بيا تاريخ پوه  هتينگ د لومړي ځل لپاره د پښتو نوم ياد کړ ١٨٠٠ کاله وروسته “به قول هتنگ زبان اين کتيبه در موقعيت ميانى بين پشتو ويدق – مونجى از يک سو و سغد خوارزمى و پارتى از ديگر سوبوده است.”

30.12.2011

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

2 Comments
  1. karim.afghan says

    په زړه پورى ليکنه وه مننه

  2. karim.afghan says

    په زړه پورى ليکنه وه مننه

Leave A Reply