د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون خوب که حقیقت؟

0 2,334

 د

لوی افغانستان

 نړۍ وال پښتو ټلویزیون

خوب که حقیقت

؟

پښتو ټلويزيون ولې او د چا له پاره!؟

غواړﺉ چې پخپله ژبه ټلويزيون ولرۍ

؟

 د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون یو خوب که حقیقت!؟

د لوی افغانستان د ټلویزیون سره تر اوسه شوې مالي مرستې د همدې لیکنې په پای کې وګورۍ – مننه

د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون یو خوب که حقیقت!؟

پښتانه، کلونه کلونه کېږي چې  د خپل  پلرني هیواد دننه او بهر، له یوې وژونکې خاموشۍ سره مخ  دي؛  لا هم کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی؛

پښتانه د سیمې او نړۍ د نورو قومونو په پرتله،  د نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونځو په څنګ کې،  د رادیو، ټلویزیون ، ورځپاڼو او مجلو د غټې کولتوري ستونځې سره هم مخامخ دي .  پښتانه، په دې برخه کې، د سیمې د غیر پښتنو په پرتله لا ډېر پاتې دي؛

پښتانه په تبلیغاتي ډګر کې ورځ په ورځ لا پسې وروسته پاتې کیږي؛

پښتانه د رسنیو له پیاوړي ځواکه بې برخې دی؛ راځۍ چې له خپلو خلکو سره په خپله ژبه خبرې وکړو؛

راځۍ چې نړیوال  له خپلو دردونو او د خپل هېواد له رښتینو پیښو نه خبر کړو؛

راځې چې خوږه ژبه، پښتو، د رسنیو په نړیوال ډګر کې د لیکلو، ویلو، لیدلو او اوریدلو جوګه کړو؛

راځۍ چې خپلو بچیانو ته په هسکه غړۍ ووایو چې دا ټلویزیون ستا د مور، ستاد پلار  او ستا د ولس په ژبه دی؛

د پښتنو غږ په ملی او نړیوال کچ نه اوریدل کیږي؛ لږ فکر په کار دی، آخر ولې!

یواځې دا موږ پښتانه د وروستیو درې لسیزو د جګړو قرباني یو؛ لږ  سوچ په کار دي، دا ولې!؟

سړه جګړه وګټله موږ پښتنو،  خو برخه شوه د نورو!

په دې خپل ګرېوان کې سر ښکته کړﺉ!

د دعوت اداره د خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو، څیړنو او پلټنو په پای کې په دې وتوانېده چې له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره، د انترنت له لارې او هغه هم په ارزانه بیه د یوه ژوندي تلویزیون د جوړېدوخبره پخه کړي!  چې باید د قرارداد د لیکلو سره جوخت ورته ۱۰۰۰۰ لس زره یورو ورکړل شي تر څو د درې میاشتو په موده کې دا پروژه بشپړه کړي.

د ټلویزون پروګرامونه به په ډیرې اسانۍ د نړۍ له هر هیواد او  هر ځای نه چلیدای، خپریدای شي او لیدل کیدای شي؛ له  روسیي نه نیولې تر نوي زیلاند او استرالیا پورې، له کاناډا نه نیولې تر  چيلي او ارجانتین پورې او له ناروې نه نیولې تر جنوبي افریقا  اول چین او جاپان تر امریکې پورې په ژوندۍ بڼه لیدل کېږي؛

د لوی افغانستان ټلویزیون، چېرته چې انترنت شته، هلته ستاسو ملګری دی؛

مینه وال له کمپیوټر پرته د ځانګړو سامان آلاتو، د ساري په توګه جادو  باکس، نه په ګټې آخیستو سره ټلویزیون په ډېرې آسانۍ لیدلی شی!

د ټلویزیون مرکز  اوس اوس په ناروې  کې دی، له جوړیدو وروسته شونې ده بل هېواد ته یوړل شي؛

د ټلویزیون د مشرۍ جرګه :

د تلویزیون د مشریزې پینځه کسیزه جرګه ګۍ په ناروې کې ده؛

نړیواله مشورتي جرګه:

تلویزیون، د چارو د لا ښه سمون له پاره، یوه نړیواله  لس کسیزه مشوره تي جرګه ګئ هم لری؛

چې د هېواد وتلي، منلې ملي او پاک هېوادول چې د هر افغان او پښتون له پاره سره لوړي ده پکې راغونډ دي.

د ټلویزیون ژبه :

د دې ټلویزیوني چینل رسمي ژبه پښتو ده .

د لوی افغانستان ټلویزیون بې پرې او د هېواد له هیڅ یوې سیاسي  ډلې سره تړاو نلري؛

 د لوی افغانستان ټلویزیون یوازې  د خپل پښتون ولس له پاره او یوازې د همدې میړني اولس استازیتوب کوي؛

د خپل پښتون ولس مرستې او چوپړ ته راودانګۍ، د خپلې خوږې او بې وسه پښتو ژبې پرمختګ ته ملاوتړﺉ؛

په خبرو نه کیږي، عمل په کار دی؛  هر څوک چې خپلې ژبې او خپل ولس ته کار کوي، ورسره شۍ، ملا یې وتړﺉ!

د لوی افغانستان ټلویزیون یوه ګډه ملي هڅه ده : د هیچا نه دي، د هر چا دی؛ د واک  دعوه یې نه کوو، موږ یې د چلولو درانه ملي مسؤلیت ته غاړه ایښې!

که د جګړې اور مړ نکړای شو، د پښتنو د درد او مظلومیت غږ خو به ، لږ تر لږه، نورو ته  ورسوو!

که داسې فکر وګڼو:

که هر پښتون او پښتنه تر خپله وسه مالي مرسته وکړي

 ایا بیا به دا پښتنو ته ممکنه نه وي چې خپل یو ټلویزیوني چینل نه بلکه چینلونه ولري خو که ځان وخوځوي او لږ حرکت وکړي

زموږ سره ستاسو مرستې او تاسو څه کولای شۍ!؟

هر افغان ، هر پښتون، هره پښتنه تر خپله وسه کولای شي په دې ملي رسالت کې له بېلابېلو لارو مرسته وکړي :

په لومړي قدم کې او تر هر څه مخکې ستاسو مالي مرستې ته اړتیا ده

عاجله مالي مرسته، د خپل وس او توان په اندازه؛

په خپلو پښو باندې د ټلویزیون تر درېدو پورې پرله پسې مرسته

تخنیکي مرسته ؛د پروګرامونو د جوړولو مرسته؛

د پروګرامونو د چلولو او لا ښه کولو او نوم غوره کولو مرسته؛  هر اړخیزې )ټلویزیوني( مرستې؛

ویدیوي، ډیزاین او ګرافیکې مرستې؛

د ملي سوداګرو اعلانونه، له ټلویزیون سره د هغوی د مالي مرستو په بدل کې، له همدا اوسه، کېدای شي د یوه کال لپاره په وړیا ډول خپاره شي!

په خپل ښار او هیواد کې د لوی افغانستان  ټلویزیون د استازیتوب  له پاره ملا وتړﺉ، دوستان، ملګري او خپلوان راغونډ او د ټلویزیون سره د مرستې هڅه وکړۍ

د ټلویزیون ادارې ته خپله لنډه سوانح او یو انځور  را واستوﺉ!

ملا وتړﺉ؛ د دې ملي ارمان په تر سره کولو کې مو یوازې مه پریږدي!

پوستي پته:

Dawat,

P.O.Box 289,

2001 Lillestrom,

Norway.

 

د تلیفون شمیرې او بریښنالیک :

Tel. +47.63844384

Mobil. +47-90856195,

www.dawat.no

 dawatmedia@gmail.com

بانکي پته:

د ناروې میشتو مرسته کوونکو له پاره بانکې پته:

Postbanken, AC# 0530 2294668

:له ناروې نه بهر میشتو مرسته کوونکو له پاره بانکې پته

BIC (SWIFT-adresse): DNBANOKKXXX

A/C for international payments:

NO15 0530 2294 668

خپلې مرستې د بانک په څنګ کې د راجستر پوست او ویسټرن یونین له لارې هم رالیږلای شۍ

Western Union

Mohammed Tariq Bazger

د مرستو له رارسیدو سره سم به د مننې سند درواستول شي

په دې اړه خپل نظرونه او وړانديزونه  له موږ سره شريک کړﺉ او دا پيغام هر پښتون او پښتنې ته ورسوئ . مننه

 لاندې لینک ته ټک ورکړۍ او خپله یی وګورۍ

اکثریت پښتانه په خپله ژبه دنړۍ وال ټلویزیون غوښتونکي دي!

لاندې  د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز د ټولپوښتنې نتیجه ګورﺉ چې د انتـرنت له لارې تر سره شوې ده

ستاسو په نظر د رسنیو (مطبوعاتو) په ډګر کې پښتواو پښتانه کومو رسنیو ته ډیره اړتیا لري؟

پښتو ټلویزیوني چینلونه:

 83.5% [955]

پښتو انترنتي ودیوګانې:

 1.6% [18]

پښتو ویبپاڼې:

 5.1% [58]

ورځپاڼې:

 8% [92]

مجلې:

 1.8% [21]

***************************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply