Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

ژوند وژونکي – لنډه کيسه: رفيع الله روشن

0 1,164

د ستړي ژوند له ناخوالو مې زړه خوړ ،په غمونوکې ډوب خونې ته ننوتم ، پرته له سلام اوکلام په يوه کونج کې د توشکې پر څنډه کېناستم ،لاس مې په مخ راکاږه سوړ اسوېلی مې بهر ته وشاړه ، مخامخ مې وکتل، ګورم چې زما لوري ته غټې غټې راګوري اوله خندا شنه ده  ترڅو ما څه ويل هغه رامخکې شوه او ويې ويل:فکر کوم دومره سودايي شوی يې چې سترګې دې يواځې د کېناستېدو ځای وينی اويادې اوس هم په زړه کې پخوانۍ کرکه ځای لري؟

له هغې سره مې ډېر پخوا هغه وخت چې لا يې واده هم نه وو شوی سخته لفظي شخړه کړې وه ،خو اوس پوره درې کاله وروسته زموږ کورته راغلې وه ،خوزه ترې خبر نه وم کوچنيان هم ښوونځي ته تللي و ، مور يې هم په اشپز خونه کې مصروفه وه نو څوک نه و چې ددې له راتګه يې راته ويلي وای،په خورا له خجالته ډکه لهجه مې ځواب ورکړ:په دېرې بخښنې سره پخدايکه به مې هېڅ لېدلې يې او يابه مې درته فکر شوی وي.

نه لېونۍ!اوس هغه زړه نلرم چې کرکه پکې ځای شي هرڅه چې بد او خفه کوونکي وي نه مې خوښېږي، په شرمېدلې څهره مې روغبړ ورسره وکړ،له ځايه را پورته شوه په نازکو لاسونو کې يې زما دواړه لاسونه ونيول سره ويې مروړل ،خوله يې را نږدې کړه او په خفه اواز يې راته وويل دادې له ځانه څه جوړ کړي ،څه درباندې شوي،چې تا ځان په دې حال کړی دی.

مېرمن مې هم خونې ته را ننوته ،سترګې دې روښانه يې راته وويل،خوزما او دهغې خبرې يې اورېدلې وې ،دمېلمنې خور څنګ ته مې ورنږدې  شوه اودهغې دخبرو په تائيدسره يې زياته کړه:هو مدام ورته وايم چې ډېر سوچونه مه کوه ،هره لويه او وړه خبره زړه کې مه غوټه کوه خدای مکړه بل کوم مرض به در ولوېږي او څومره چې ما اورېدلي دي د شويش او فکر کولو څخه د معدې تکليف هم ډېر پيداکېږي،خو کاش ده د بل چا خبرې اورېدای،هروخت چې ورسره خبرې کوم تنها سر راته خوځوي اويا راته هو هو  او ښه ښه کوي خو کله چې خبرې خلاصي شي بيا راته وايي څه دې ويل؟

هغوی دواړو په دې خبره وخندل خوماته بيا په دفتر کې د ليدلې ويډيو هغه برخه په ذهن کې تصوير شوه چې فرخندې په له وينو ډکې خولې،څيرې ګرېوان،لوڅ سر،يبلو پښواو الوتې ويرجنه څهره  دخپل ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره لوڅې پوڅې کولې چې د پخې خښتې يوه ډکره له يوه وحشي لاس څخه ځان خوشې کړ او دهغې د چپ غوږ په څنګ کې عصبي رشتوباندې دومره مضبوطه ولګېده چې له ځمکې څخه د پورته کېدو مجال يې ورڅخه واخست او له دې سره څو پرلپسې لغتې او لويې تختې پرې وويشتل شوي چې په همدې يې ټوله دمه ورڅخه واخسته يوآځې هسک ته يې په ايشارې سره خپله بې وسي اظهار کړه مګر په ګټه يې ونه تمامېده، د همدې انځوريز خيال په ليدو مې اخخ او ويشش وکړل ،سرته مې څنډ ورکړ.

مېلمنې خور او مېرمن مې راته حيرانې شوې او ويې پوښتل چې دې هرڅه علت څه دی چې داسې له ځانسره بې مجاله او خشم ګين يم،نوره حوصله ماته هم نه وه راپاتې او د شهيدې فرخندې د بې رحمانه وژنې ټول حال مې ورته بيان کړ چې ديوې شومې او دروغجنې دسيسې ښکار شوه، دهغې په سينه کې  پروت قران  د يوه نه سوځول شوي قران د دفاع په خاطر ووژل شو، اودهغه جرم سزا ورکړل شوه چې هغې سرته نه ورسولی.

 www.dawatmedia.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply