ملیتونه او که قومونه/ خوشال خلیل

0 1,549

زموږ یو شمېر ورونه په ناپوهیدلي ډول په افغانستان کې میشتو قومونو ته د ملیتونو اصطلاح کاروي. د ملت حقوقي او سیاسي تعريف ټولو ته معلوم دی، چې د خلکو هغې مجموعې ته ويل کېږي چې په يوې جغرافیایی محدوده کې ګډ ژوند لري. له لغوي پلوه ملت اسم دی او ملیت یې صفت دی، چې په انګريزۍ کې ملت ته نیشن وايې او صفت ته یې نشنلټي ويل کېږي.
ددغه ټکي ناسم کارول له هغه وخته پيل شول چې زموږ شوروي پلوه رژیم د پخواني شوروي نه په تقلید دلته د ميشتو قومونو له پاره هر یو ته جلا جلا د ملیت ټکی وکاروو او د ملیتونو د چارو وزارت یې ورته جوړ کړ. زموږ تاريخ لیکوونکی او اګاه خلک په اتفاق سره په دې باور دي چې افغانستان کې د قومونو ترمنځ اختلاف له همدې ځایه راولاړ شو، لوی شو او بالاخره د ډاکټر نجيب رژیم په رانسکورلو کې یې مهم نقش ولوبوو.
پخوانی شوروي اتحاد له پنځلسو جمهوریتونو جوړ وو، يانې شوروي کې پنځلس ملتونه راټاله شوي و، او دهغه وخت شوروي رژیم هر يو د جلا ملت په توګه منل، هر جمهوریت یو سیمبولیک جمهور رییس درلود او په خدماتي چارو کې يې څه ناڅه خپلواکي درلوده، چې د پنځلسو جمهوریتونو دغه اتحاد د انټرنالسیونالیستي اهدافو د پرمخ بیولو په خاطر توجیه کېده.
کله چې په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت پر ضد مقاومت زیات او شورویان یې په کنټرول کې پاتې راغلل، د يو پروګرام له لارې یې په افغانستان کې وغوښتل هر قوم ته د جلا ملیت نوم وکاروي. څو په دې توګه لږ ترلږه غير پښتنو قومونو ته دا احساس ورکړی چې اوس نو له هغه پخواني ستم خلاص شوی او هر یو مستقل هویت پيدا کړ. دا طرحه هم ناکامه په دې شوه چې اوبه له ورخه تیرې وې.
له هماغه راهيسې تراوسه لا هم په غلطه زموږ سیاسي ادبیاتو ته دا ټکی راننوتی دی، ډير هوښيار او اګاه ورونه يې په ناپوهيدلي ډول کاروي، له همدغې نيمګړتیا ته په پام له نیکه مرغه د اوسني اساسي قانون د جوړولو پر مهال د مقنن دغه مسالې ته پام شوی او دغه ټکی د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې نه دی راوړل شوی. هیله ده دوستان دې دغه ټکی نور نه استعمالوي د افغانستان خلک ټول د یو ملت په نوم یاديږي یعنې د ټولو نشنلټي یا ملیت افغان دی. موږ ملیتونه نه لرو او نه ممکنه ده چې یو هیواد دې ملیتونه ولري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply