Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

ستړی منزل ! -لنډه کيسه / ليکوال: اسدالله غيرت

0 1,159

صابر يو څه شيبه د خپل پلار قبر ته په ځير ځير وکتل . يو سوړ اسويلی يې ويست او له سترګو يې اوښکې روانې شوې
خپل شليدلی او زوړ څادر يې د قبر تر څنګ د سپيرو خاورو پر سر هوار کړ , کيناست
خپل خيرن لاسونه يې الهي دربار ته پورته کړل له سترګو يې د رابهيدونکو اوښکو په بدرګه د پلار روح ته په دغا شو.
پلاره !
خدای ج دې جنتونه په نصيب کړه , خدای ج دې بښنه درته وکړي .
زما خواږه پلاره !
زه اوس په هغو تنکيو لاسونو چې تا به راته ويل : زويه ! پدغه لاسونو به قلم نيسې او ليکل به کوي , خواري او مزدوري کوم , د يوې ګوله ډوډۍ پيداکولو پسې سرګردانه يم.  پلارجانه !
بيا به يې په سينه کې د سلګيو سيند طوفاني شو او ښه شيبه يې د زړه نم له سترګو توی کړ.
بيا يې دواړه سترګې د پلار د قبر پر شناختو باندې خښې کړې , د خپل پلار سره يې د ژوند خوشاله شيبې يو پر بل پسې له سترګو تيرې راتيرې کړې
د پلار هغه خبرې يې وريادې شوې چې ورته ويل به يې : صابره بچو ! که د خدای ج خوښه وه چې لږ رالوی شوې نو په ښوونځي کې به دې شامل کړم
زه به درته کاروبار کوم , او تا به يو لوی سړی جوړ کړم ,   تعليم يافته سړی ..
بيا به نو ته زما د لاس امسا وې او هم به  خپلو درديدلو ته خدمت کوي خلک به درته د قدر په سترګه ګوري .
صابر د فکرونو په سمندر کې لا خپلې غوپې وهلې او له پلار سره د خيال په نيلۍ سپور وو.
خو د کلي هلکانو چې د ښوونځي په لور روان وو او په خپلو کې يې سره په لوړ غږ خبرې کولې د صابر د خيال د ټال پړی ورپرې کړ.
صابر سترګې وځمبلې , د هلکانو په لور يې وروکتل  له اوښکو په ډکو سترګو او له غريو ډک ستوني په ملتيا يې له ځانه سره وويل : هی کاش زما پلار هم ژوندای وای ! زه به هم له دغو هلکانو سره ښوونځي ته يو ځای تلم او راتلم
که پلار جان مې ژوندای وای اوس به مې ولې
په دغو تنکيو لاسونو درانه کارونه کول ?
ولې به په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهنده ګرځيدم ?
د سلګيو په څپو کې يې بيا تنکي لاسونه لپه کړل او الهي دربار ته يې وروغځول
او ويې ويل :
خدايه ته زما په خال رحم وکړه , خدايه ته زما مرستندوی شه !!

نپوهيږم چې زما راتلونکی به له څومره ستونزو او کړاونو څخه ډک وي ? خدايه ته راسره مل شې
هو !
په خيرن لستوڼې يې له سترګو راونې اوښکې وچې کړې
 
له ځايه پاڅيده , شليدلی څادر يې پر اوږه واچوه
 
په داسې خال کې چې څو څو واره يې د خپل پلار قبر ته په شاه وروکتل په ستړو ګامونو د کلي په لور د يوې ګوله ډوډۍ د پيداکولو په هيله روان شو.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply