Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

زما بيغېرتي او که بي وسي/ ډاکټر نجیب زاخیلوال

0 1,088

کنړه زه کوښښ کوم چې تا هېر کړم خو ته مې نشې هېرولې. ځکه زه ستا زوی يم او د مور سترگې تل زوی ته وي. نن ستا له بدنه ويني څاڅې او ستا سترگې ما ته اړوي چې زه به دې له دغه حالته نور وژغورم!؟
kunar 15 bستا په دنگو غيرتي غرونو مې دې قسم .
ستا په نښترو مې دې قسم وي. زه پوهېږم چې ته به وايي چې زه څومره بېغرته يم.
نه نه زه بېغيرته نه يم .
کنړه!
پرون کندهار کې مذهبي ساديستانو ميندې بورې کړې. تا وليدل چې ما څومره په کلکو ټکو وغندل بيا چوپ شوم.
بيا يې په خوست کې د ښوونځي ماشومان د شهواني هوس د سړولو لپاره ووژل شول. نو بيا مې خپله چوپتيا ماته کړه او ښه په کلکه ټکو مې وغندل.
بيا يې ننگرهار په وينو سور کړ او شينواري يې په بمونو والوزول نو ما خپل ټکې اوسپنيز کړل او پر اوسپنيزو ټکو مې وغندل.
همدې مذهبي ساډيستانو چې دا څلويښته کاله يې زموږ په خاوره کې جنگ روان کړی او د خپل هوس د سړولو لپاره يې نن کابل او کنړ دواړه په وينو سره کړل.
نن زه يې په پولادي ټکو غندم.
کنړه! پوه شه چې زه بېغيرته نه يم، همدا کلک ټکې، اوسپنيز ټکې او پولادي ټکې زما د وسه پوره دی. نور نوڅه وکړم؟؟؟
هو زه بې غيرته يم!
دا ريښتيا ده چې زه بې غيرته يم.
ما تش په همدې غندلو ځان ته تسلي ورکړې ده او فکر کوم ….
اهان! له ما څخه گيله مه کوه.
تر څو چې زه د مذهبي سوداگرو د خپسې د سيورې لاندې ژوند کوم ستا د ازادۍ فکر لا هم نشم کولای.
ته به هره ورځ په وينو سور يې او زه به يې هره ورځ په کلکو ټکو غندنه کوم. دا غندنه به تر هغې روانه وي چې تر څو يوه ورځ زه هم ووژل شم او کوم مذهبي ساديست زما په وژنه د خپل شهواني هوس د سړولو لپاره جنت ته لاړ شي.
زه همدومره غيرت لرم له دې پورته له ما طمعه مه کوه.
زه هغه چرگ ته ورته يم چې د ورور وژنه وينم يوازې په هماغه شېبه کې کړت كړت او کوټ کوټاک وکړم بيا نور ارت ارت گرځم…
زه هم پوهېږم چې زما په کلکو ټکو، په پستو ټکو او نرمو ټکو غندل راته پيغور دی. موږ هم خولي لرو چې چيغې ووهو خو نه يې وهو!
kunar 11 zkunar 15 nهم لاسونه لرو چې پرې ازادي واخلو، خو نه يې اخلو.

kunar z 1

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply