دوه رنګي/ عظم الدین علیمی

0 772

خولو کې يې تش مينې د جانان دي
زړونو کې يې ګټې د خپل ځان دي
عشق د ګلبڼونو د بلبل کار وي
تور کارغان مين په غټ ډيران دي
وخت د مکاريو فريبونو شو
دلته ډېر لوړپوړي مکاران دي
ژمنې همېش کړي د ولسي خدمت
وايي خادمان يو تور ماران دي
تل يې جهاد ” في سبيل الله ” ګڼه
غواړي امتياز اوس مفسدان دي
ګډوډ کړي ثبات د ټولنيز نظام
يو نه دی څو تنه پاچاهان دي
شوم نيتونه شومې ارادې لري
څنګ کې يې ملاتړي بهرنيان دي
خلکو د وطن سره يو موټی شئ
سترګې ډيرې بدې د زمان دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply