ورک یې که څوک خوږوي !؟/محمودنظری

0 1,081

طنز

ورک یې که څوک خوږوي !؟

د جمعې په  لمانځه کې ویل  مولوي

لوڼې ورکړئ وخت دی ډیر د خرنجاوي

ساده کاکو چې یوه  لس کلنه لور لرله

په لټه کې سو هرېخواته د خپلوي

هغه يې په شنو لوټو په یو چا وپلورله

ور یې کړه یو پوخ سړي ته  شناوي

د واده لپاره يې تیاري ونیوله

د خاله لور یې ووتله په نویلي

د واده  په شپه یې هغه سینګار کړه

په هغې یې واغوستله زرزري کالي

دشپې چې کاکا هغه کورته بوتله

له هغې سره يې پيل کړه بې روي

سهار وختي هغه بیرته کورته راغله

پلار ته  یې وکړه  د شپې د ظلم غاوي

پلاریې وپوښتله ولي راغلې بیرته؟

ولي سوې يې دومره اسکېلوي؟

ول پلار ! هغه بابا دی زموږ مدعي

ورک يې که په ځای کې څوک خوږوي

***

یوله  بې روزګاري سو سپاهي

دوې میاشتي یې وکړه ارچ مرچي

بیا  یې واستوی هغه  پوستې ته

دشپې یې ولید زور د عسکري

سبا وتښتید  خپل کورته بېډوي

پلار یې ویل ولي راغلې  الوي تلوي

ول تنخواه  یې ډبله  ده ګرانه  پلار!

هلته ټکان سړی خوب ته نه پرېږدي

خرنجاوي ( خللي)، غا وي(فریادکول)،بېډوي( بې فکر)،شناوي( ماش اوبرنج ږیره)، الوی تلوي ( په بیړه)، اسکېلوي (اسویلی)،نویلي ( هغه ښځه چې واده ته  ښځې خبروي ).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply