درې جنازې/عزیزالله وفا

0 1,563

اجمل کاکاچې له پلاره ورته ډېر جايداد او ځمکه پاتې وه، نو ځکه د پلار له وفات کېدو وروسته ښکوروازي بزګري دده پر غاړه شوه، هر وخت به په خپلو ځمکوکې په کار بوخت و. بس نو ژوند و. د خیټی ډکولو لپاره يې بايد يو څه کړي واي، د چا به چې مزدور په کار و، لومړى به يې د اجمل کاکا دروازه ټکوله.

وخت په منډه راون و اجمل کاکا درې زامن او يوه لور درلوده کله يې چې زامن هم را لوى شول، نو له اجمل کاکا سره به يې د پټيو په کارونو کې مرسته کوله، خو چې کله يې مشر زوى فواد ۱۵ کلنۍ ته ورسيد، د يو کليوال په مشوره يې په ښار کې د موټر جوړولو له يو استاذ سره شاګرد کړ. فواد د ښه استعداد په درلودلو سره په يو کال کې له خپل استاذ نه ډېر څه زده کړل، استاذ يې چې کله په فواد کې د هر ډول موټر د ترميمولو وړتيا وليده، نو ورته ويې ويل:

فواد جانه! ښه به دا وي چې نوره خپل ځان ته دوکان پرانيزې، ترڅو ځان لپاره ډېرې پيسې سپما کړې، ولې چې د کور ټوله سرپرستي ستا پر غاړه ده پلار دې هم اوس ډېر کمزوري شوي دى.

فواد هم همداسې وکړل، هر سهار وختي به خپل دوکان ته په ډېر شوق تلو، مازديګر مهال به په داسې حال کې چې لاسونه به يې د موټرو په موبلايلو تور موښل شوي وو ، راتلو. اوس نو ګوزاره له پخوا نه ډېره ښه وه، د فواد وړو  وروڼو هېواد او عابد به مکتب ويلو، د فواد کار هم ‌ډېر ښه مخ پر وړاندې روان و، اوس يې نو ‌ډېر مشتريان پيدا کړي وو، چې په يوازې توګه يې نه شول کولي، چې ورته رسيده ګې وکړي، نو ځکه يې دوه شاګردان هم ځان سره نيولي وو.

اجمل کاکا چې کله د فواد په مخ تورې ګڼې ږيرې او نريو برېتونو ته پام شو، نو تصميم يې ونيو، چې فواد ته واده وکړي او د زړه له ارمانونه يې يو ارمان پوره شي. فواد ته يې په خپل کلې کې واده وکړ، بس نو د غريب سړي واده به نو څه واده وي، نه ساز نه کوم بل څه د غريب سړي واده د مالدار سړي له مېلمستيا نه هم کم وي.

د اجمل کاکا دوهم زوى هېواد هم له دوولسم ټولګي نه فارغ شو، سمدستي يې په دولت کې وظيفه واخېسته، اوس يې خداى پاک ژوند له يوې نه بلې ته ښه کاوه، يوه ورځ  اجمل کاکا ته خپلو ترو زامنو جرګه راوليږله، چې مونږ سره دې دوستي وکړي، يعنې د اجمل کاکا لور یی غوښته او په بدل کی به خپله لور ورکړی ، (بدل به سره وکړو)، دا خبره د اجمل کاکا هم خوښه شوه، همداسې وشول د کلي د څو سپين ږيرو په شتون دوعا وشوه ابتدايي دوديز مراسم هم وشول، مياشت وروسته د اجمل کاکا د تره زامنو له دوى د واده غوښتنه وکړه اجمل کاکا هم ورسره ومنله، خو د خپل زوى لپاره د پيسو نه شتون له امله يې ونه شول کړاى، چې اوس واده وکړي، وخت هم د روانو اوبو په شان تېرېده، يوه ورځ د اجمل کاکا دتره زامن په خپلو کې سره په جنګ شول، جنګ ډېر خونړی شو ، وروسته خبره ټوپک او تبر ته لاړه، د اجمل کاکا لور د خپلو ليورونو  په بېلولو کې سخته ټپي شوه، چې دوه ورځې ورسته په حق ورسيده، د اجمل کاکا زامن هم ډېر په غوسه شول، چې ولې يې د دوى بې ګناه خور د مرګ کومی ته ورکړه؟

د اجمل کاکا دترو زامنو هم په دې خپل ځانونه ګرم ګڼل، نو ځکه يې د کلي ملا او نور مخور مشران په ننواتي د اجمل کاکا کور ته ور وليږل، د جرګې خلکو اجمل کاکا ته وويل ستا لور يې قصداً نه ده وژلي، په سهوه او غلطۍ کې دا کار شوى دى، دوى خپل ځانونه ګرم ګڼي او وايي چې هر ډول ناغه چې په مونږ ږدي، ورته تيار يو.  اجمل کاکا چې ډېر زړه سواند او مهربانه سړى و بې له دې چې له جرګې نه کومه ناغه وغواړي، خبره يې همداسې ورسره ومنله، وخت هم د راونو اوبو په شان مخ پر وړاندې راوان و.

په کلي او چم کې به خلکو داسې ګنګوسې کولې، چې د اجمل کاکا زامنو د خپلې خور قاتلان نه دي بخښلي چې موقع ورته پيدا شي، په همغه ورځ به يې د قبر خواته وليږي، چې دغه خبرې د اجمل کاکا د تره زامنو ته ور ورسيدې، دوى هم په خپلو کې داسې ناوړه پرېکړه وکړه، مخکې لدې چې د اجمل کاکا زامن مونږ ته کوم مشکل جوړ کړي، بايد دوى ټول له منځه يوسو، بل خوا اجمل کاکا او زامن يې په هيڅ هم خبر ندي، نن سهار چې اجمل کاکا له خپل کوچني زوى عابد سره په خپلو پټيو کې په کار بوخت و، فواد او هېواد هم د کلي عمومي سړک ته په لاره وو، ترڅو فواد خپل دوکان او هېواد خپلې وظيفې ته ځانونه ورسوی.

ناببره پرې د دوو ترو زامنو له لوري ډزې وشوې، اجمل کاکا او عابد چې دغه سختې ډزې واوريدې، نو د ډزو لوري ته په منډه شول، ها خوا د اجمل کاکا د تره زامنو دوى ته هم لار نيولي وه، په دوى باندې يې هم ‌ډزې کول پيل کړل، شيبه وروسته کليوالو درې جنازې د اجمل کاکا په کور وردننه کړې، يو زوى هېواد يې چې ډېر سخت ټپي شوي وو له مرګ څخه پاتې و.

څو مياشتې وروسته چې هېواد له روغتون څخه رخصت کړاى شو، نو د خپلې خور، پلار او دوو وړونو قاتلانو له ويرې يې لرې ښارته کډه وکړه، له خپلې غمځپلې مور او کونډې ورېندار سره، دا چې په هغه نوي ښار کې به هېواد په زخمي وجود څنګه خپلې مور او ورېندار ته نفقه پيدا کوي، والله اعلم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply