مخدره مواد /عاشق الله اخلاص يار

0 1,024

مخدره مواد د فکري سلامتيا لپاره لوی ګواښ

دا مهال افغانستان په ټوله نړۍ کې د نشه يې توکو ستر توليدونکی هيواد دی ، خو د دې ترڅنګ يې د نشه يي توکو په مصرف کې هملومړی مقام خپل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدېدنې کچه تر ټولو هيوادونو لوړه ده ، چې په هرو دېرشو تنوکې يو کس په نشه يې توکو روږدی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان دا يوه ناروغي ګڼي، دوی په نشه يي توکو د روږدېدنې عوامل کورنۍ او شخصي ستونزې، ژورخفګان، د جګړو له امله روحي او رواني فشارونه، بې کاري او د بې اسرې کېدنې په څېر ګڼو لاملونو ته ګوته نيسي.

د ځينو معلوماتو له مخې په هيواد کې د روږدو کسانو شمېر دوه نيم مليونو ته رسيږي خو دا کره نه ده مګر په باور سره چې دغه شمېرهله يو ميليون څخه هم ډېر دی .

د نشه يې توکو استعمال يوه داسې ستونزه ده چې له امله يې زمونږ د هيوادوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي.

مناسب چاپيريال ، زه کړه ، کار اود روغتيا په څېر اساسي مسايل چې هر انسان حق لري له هغې برخمن واوسي تر اغېزې لاندې راولي.

دغه خطرناکه پديده زمونږ له خلکو هره ورځ دغومره قرباني اخلي لکه څومره يې چې جګړه اخلي.

مادي او معنوي خطرات يې هم د جګړې د خطراتو برابر دي ، که روغتونونو ته ځو وينو چې د زياتره ناروغانو ناروغي د مخدره توکو داستعمال له اغېزو څخه ده.

که په کورنۍ کې يو تن په مخدره توکو روږدی وي ، د ټولنې کورنی ژوند يې ورخراب کړی او فکري سلامتيا يې خرابه کړي وي ، پخپلهپه مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره هېڅ ډول فکري سلامتيا وجود نه لري، هغوی د حلالو او حرامو توپير نشي کولی، کار او روزګار نهلري ، د ځان نظافت او  روغتيا ساتلو په کار کې بې پروا دی، د خپلې کورنۍ په وړاندې کوم د مسؤليت احساس هم نه لري، دوی دمخدره توکو د رانيولو  لپاره د ټولو هغو اعمالو په ترسره کولو اقدام کوي چې د اسلامي، ملي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دي ، لکهغلا، قتل، قطاع الطريقي او نور غير اخلاقي مفاسد چې ټوله افغاني ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي او تر ټولو د تشويش وړ خبره دا ده چېورځ تر بلې د دغو روږدو کسانو شمېر زياتيږي او د مخنيوي لپاره يې ترسره شوي اقدامات ډېر لږ حسابيږي.

د چارو کارپوهان په دې نظر دي که چېرې قانون پلی شي، د بديل ژوند اسانتياوې چمتو شي، او د روږدو کسانو د درملنې بهير چټکشي اود نشه يې توکو بازارونه کنټرول او بند شي ، دا به د روغتيا د ناوړې پديدې په مخنيوي کې د مختلفو اشخاصو خپل رول وي، لکه:ديني علما، قضايي او حقوقي کارکوونکي، استادان، د ټولنې مشران، والدين، ډاکټران، او  داسې نور.

ولې کوم رول چې ديني علماء سر ته رسولی شي، هغه ډېر مهم او اغېزمن دی، ځکه د علماوو اثر او رسوخ په ټولنه کې د هر چا څخهډېر او د ډېر درناوي وړ دی.

نو که چېرې د علماوو سره قضايي او حقيقي کارکوونکي خپله پاملرنه دې ته راوګرځوي نو په باور سره چې د نشه يي توکو د ناوړه استعمالپه مخنيوي کې به ډېر ګټور ثابت شي او ټولنه به د ډېرو لويو مصيبتونو څخه په امان کې پاتې شي.

ارامه او سوکاله ټولنه به رامنځته شي او هر فرد به د فکري سلامتيا له حق څخه برخمن شي، په دې اړه محترم ديني علماء خپل رولداسې ادا کولی شي چې د اسلام مقدس دين د احکامو په رڼا کې د امر باالمعروف اونهي عن المنکر د وجېبې په اساس په جوماتونو کېوعظ وکړي او د مخنيوي لارې چارې يې ولټوي.

دويم: علماء کرام دي چې ټولنې د نور با رسوخه مشرانو او نيکو خلکو په راخپلولو سره د دغه منکر په وړاندې خلک مقابلې ته وهڅوي.

دريم: ديني علماء بايد والدين دې ته متوجه کړي چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې اولادونه يېد داسې خلکو سره ناسته ولاړه پيل کړي چې په نشو او منکراتو اخته وي.

همدا شان ښوونکي په مدارسو او مکاتبو کې شاګردانو ته د مخدره توکو د بدو عواقبو په اړه معلومات ورکړي او ورته ووايي چې همدغهمعلومات د ټولنې نور افرادو ته هم نتقال کړي .

د مدني ټولنو، ټولنيزو سازمانونو، علمي مرکزونوو رسنيو، روغتيايي ښوونکو او ټولو بنسټونو لخوا بايد د پوهاوي خپرونې ډېرې شي.

له بده مرغه چې د دغه پوهاوي په برخه کې لږوالی د پوره انتقاد او نيوکې سره مخ دی.

که د دې ترڅنګ د دولت لخوا په ولايتونو او ولسواليو کې د درملنې مرکزونه ډير شي ډېره مثبته اغېزه به ولري .

د مخدره توکو سره د مبارزې د ارګانونو څخه د مسؤليت ادا کونې او لاسته راوړنو حساب واخيستل شي، چې څنګه د دوی په موجوديتکې په بازارونو کې په ښکاره ډول د مخدره توکو پلور او پير کيږي يا يې کشت او قاچاق کيږي هغه هم په ښکاره ډول او پرته له وېرې.

يو وړانديز بل دادی چې :

د مخدره توکو پرضد د مبارزو ادارې بايد دلاندې ټکو دعملي کيدا دپاره اوچت ګامونه واخلي :

  • د مخدره توکو د قاچاق پرضد کړنې ترسره کول .
  • د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راوستل .
  • د مخدره توکو تقاضا کمول او پر مخدره توکو د روږدو کسانو تداوي کول .
  • د ولاياتو او ولسواليو پر کچه د دولتي ادارو وړتياوې لوړول .
  • عامه پوهاوی، سيمهييزه او نړيواله همکاري .
  • دکوکناروترکښتلاندېسيمېخرابول، .
  • د قانون عملي کول .
  • دمخدرهتوکوالترناتيف (متبادل) توکي رايجول.

د مخدره توکو د استعمالونکو ځايونه معلوم دي ، معتادين پکې هره ورځ مخدره توکي استعمالوي، دوی پرې سترګې پټوي او خلک واييچې د مخدره توکو د خرڅوونکو سره معاملې روانې دي چې له هغوی سره په ګټو کې شراکت لري او يا دا چې د مخدره توکو پلورونکي اوقاچاقبران نيول کيږي او بېرته ازاديږي ، دوسيې تر محکمې پورې نه رسيږي ، ورځ تر بلې د معتادينو  شمېر ډېريږي او خطرناکه خبرهدا ده چې د مخدره توکو د همدغو روږدو کسانو څخه د دولت د مخالفينو لخوا په مسلحانه او ځانمرګي بريدونو کې کار اخيستل کيږياو په ډېره اسانۍ د څو پيسو په مقابل کې د جګړو ليکو ته جلبيږي.

د ټولنې له ځوانانو څخه هيله ده چې په خپلو سيمو کې د مخدره توکو پر ضد مدني ټولنې جوړې کړي او د علماوو په لارښوونه دې ددغه منفوزې پدېدې په وړاندې مبارزه وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply