د افغانستان او پاکستان بنسټیزې ستونزې/امېد کمالزی سهاک

0 979

د انګرېزانو د واکمنیو د پراخېدو سره سم د احمد شاه بابا د تر مشرۍ لاندې د افغانانو د تورې او مټ په زور  د لوی افغانستان بنسټ اېښودل او د هند لویې وچې مهار د افغانستان تر واک لاندې راوستل ورو ورو له ستونزو سره مخ شو، چې اوس یې ورځ تر بلې افغانان ستونزې ګالې او ورسره لاس او ګریوان دي، چې دوه ستر او لوی قومونه یې سره په خپل منځ کې جلا کړي دي خو  ددغو ستونزو حل به ډېرې سرښندنو او ناخوالو سره مخ شي چې دا ستونزې او لانجې په پنځو مادو کې یادولای شو، همداراز د ستونزو اولانجو له منځه وړل په دې لاندې توګه د یادولای شو.

۱ د ډیورنډ کرښه:

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرغېړنه کرښه تر ټولو ستونزمنه لانجه ده، که چېرې د ډیورنډ د کرښې لانجه روغه شوه کېدای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ یو څه ستونزه له منځه لاړه شي او افغانستان ته د پرمختګ، زده کړې، ابادۍ، امن، سوکالۍ ساه به واخلي او یو بسنټیز، ناپیلی او خپلواک په خپلو پښو ولاړ حکومت رامنځ ته کېدای شي.

په ١٨٩۳ کال کې د ډيورنډ کرښه د برتانوي هند یا ننی هند او پاکستان او لویه برتانیه (Great British)

چارواکو له خوا راوکښل شوه، چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ لنډ مهاله پوله ونومول شوه، چې تر نن ورځ پورې د افغان چارواکو له خوا نه د نړيوالې پولې په توگه په رسمیت  ونه پېژندل شوه.

په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې افغانستان بيا هم دغه پوله ونه منله، د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د لانجو اصلي سرچینه ډیورنډ کرښه ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله جوړوی.
په ۱۹۴۷ م کال کې انګریزانو د لوی هندوستان تجزیه داسي ومنله چه یو خوا ته هندوستان اوبل خواته  پاکستان رامنځ ته شو، چې د ډیورند د کرښې ستونزه او لانجه په همغهه ډول بیا د افغانستان پاتې شوه، دا ستونزه لاهم پرخپل ځای پاتې شوه، چې له دې سره نورې ستونزې هم څرګندې شوې چې د افغانستان کورني او بهرني چار یې نور هم له ستونزو او کړاونو سره مخ کړی ده، همدارنګه د بلوچستان شتمنې زېرمې دي چې خپله خېټه پرې اچولې ده،  پنجاپ یې هېڅکله هم له لاسه ورکول نه غواړي ځکه چې پاکستان نورې سیمې دومره شتمنې نه دي چې خپلې ګڼې ستونزې پرې هوارې کړي، د افغانستان لپاره  ددغو ستونزو حل  ډېرس هوښیاري او ځیرکي غواړي.

۲ د کنړ په اوبو لانجه:

که چېرې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ لانچه او ستونزه د یوه  هېواد پاکستان یا افغاانستان په ګټه پای ته ورسېږي، بیا هم لویې ستونزې او لانجې نه ختمېږي، ځکه چې د پښتونخوا په ډېری سیمو کې د اوبو نشتون بیا هم د پاکستان او افغانستان ستونزې لا ډېرويې، افغانستان د کونړ په پرېمانه  د برېښنا بند جوړوي او د اوبو یوه لویه زېرمه ورسره جوړیږي، په پېښور باندې د اوبو بندول بله لویه ستونزې جوړوي، چې د دواړو پښتنو وروڼو ترمنځ به هم اړیکې سره ورانې شي.

۳ د هند او افغانستان ملګري:

زما په اند که چېرې دواړو هېوادونو تر منځ د یادو دو مهمې لانجې حل شي، بیا هم د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزه نه شي پای موندلای، ځکه چې هند او پاکستان دواړه د افغانستان ملګرتیا او یا هم د افغانستان د بې لوري د خپل هېواد په ګټه بولي.

نه هند او نه پاکستان غواړي، چې له افغانستان سره کمزورې اړیکې ولري. ځکه چې د افغانستان جغرافیایي جوړښت د دې دواړو هېوادونو په ګټه پرېوځې،س پاکستان هېڅکله د هند پراخ نفوس په افغانستان کې نه غواړي، چې دې ډول سیاسي سیالو سره افغانستان له ډېرو نورو ستونزو سره مخ شوی ده، افغانستان د ګټې پرځای ګڼ شمېر زیانونه ګاللي او لا د ګاللو په بهیر کې ده.

۴ د افغانستان کمزوری اقتصاد:

بله ډېره مهمه خبره د افغانستان او پاکستان تر منځ د کمزوری اقتصاد او کمزوري سوداګري ده، چې پاکستان داسې بې کیفیته مواد جوړوي، چې د نړیوال میعار او شکل سره سم مواد نه جوړوي چې بل هېواد یې وپلوري او یا یې کوم بل هېواد ته ولېږي، چې د پاکستان هر ګاونډ هېواد له یو ځواکمن اقتصاد څخه برخمن ده که چين، هند، بګله دېش ده، هر یو یې د ځواکمن اقتصاد څخه برخمن دي، دپاکستان سره د بګله دیش او هند سیاسي او اقتصادي اړیکې ترېنګلي دي په هېڅ ډول سره نه غواړي چې له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه ښه کړي ، بل لوری د چین هېواد خپله یو ستر صادر روونکی هېواد ده، چې د پاکستان جوړ شویو توکو ته هېڅ اړتیا نه لري بلاخره یواځینی هېواد افغانستان شو چې د پاکستان جوړو شویو توکو لپاره ښه ځای یواځې او یوځې افغانستان ده، پاکستان هېڅکله نه غواړي چې افغانستان په اقتصادي ډګر کې په پښو ولاړ او یو پیاوړی هېواد وي، بله مهمه خبره دا ده چې پاکستان د افغانستان او هند سره سواداګري راکړه ورکړه نشي زغملای، پاکستان نه غواړي چې د هند توکې دې په افغانستان کې ښه مارکېټ وي او نه د افغانستان توکي پرېږدي چې په هند بازار کې ښه مارکېټ ولري او په ښه بیه وپلورل شي ځکه چې د افغانستان توکي پاکستان ته په ګرانه بیه پرېوځي او افغانستان به یو په پښو ولاړ او خپلواک هېواد وي،پاکستان هېڅکله افغانستان دداسې هېواد نشي زغملای.

۵ د افغانستان کمزوری او لاس پوڅی حکومت:

ددې ستونزو حل هم د یو پیاوړي او ځواکمن دولت پر مټ کېږي، د نني افغانستان له وس نه وتلې خبره ده، چې ګاګې افغانستان دې د پاکستان هېواد یو سیال هېواد شي او په زغرده توګه خپل حق نه ساتنه وکړي، پاکستان هېڅکله نه غواړي، چې په افغانستان کې په پښو ولاړ هېواد جوړ شي، داسې هېواد چې خپلې هر ډول چارې خپله په مخ بوځې.

پهکوردننهسیاستاوبهرنیسیاستخپلهمهارکړیشي،دخپلوکرښوڅخهساتنهوکړي،  پاکستان تل په افغانستان کې یو کمزوری  او لاس بوڅی دولت غواړي چې هر ډول چارې ددوی په خوښه سمبال کړي، دافغانستان په کور دننه او  باندنۍ سیاست ورت سبمال کړي لکه د مجاهدینو پر مهال لنډ مهاله او ګډوډ نا څرګند دولت چې هېڅ یې څرګند نه وي او هر څه ددوی په خوښه سمبال کړي.

۶ پاکستان د ګاونډ هېوادونو له نفوذ څخه په افغانستان ګې تل وېره لري:

د پاکستان بله ستره اندېښنه په افغانستان کې شییعه پلوه دولت نه خوښوي او تل یې دا هڅه کړې، چې د سونیانو څخه ملاتړ وکړي، ښه ساری یې د روسانو او کورني تاوتریخوالي پر مهال یادولای شو، چې پاکستان د شییعه سخت دریځو ملاتړ ونه کړ، ځکه چې شییعه ګان د ایران او ځینو نورو عرب مېشتو شییعه ګانو ته ژمن دي.

دارنګه پاکستان د سعودي نږدې ملګری ده، چې سعودي هم د شییعه ګانو پر ضد ډېر هڅې کوی، ترڅو چې د شییعه ګانو د پرمختګ او نفوس په عربۍ نړۍ کې همدارنګه  په افغانستان کې نشي زغملای.

دغه لویې ستونزې د پاکستان او افغانستان تر منځ تل د لویو لانجو لامېل ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply