Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (۳ برخه)/ عبدالغفار جُبیر

0 1,094

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کي کوم اثمد رانجه استعمالېدل؟
علامه ابن قیم جوزی رحمة الله علیه پخپلو کتابو (الطب النبوی او زاد المعاد في هدي خير العباد) کي لیکي:
کوم اثمد رانجه چي راتلل هغه توره ډبره وه او له اصفهانه راتلل، دا هغه اثمد دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم استعمالول.
بل سره اثمد (الاثمد الاحمر) دي، چي په عربو کي پیدا کېدل.
مرتضى الزبيدي رحمه الله علیه لیکي:
اثمد له دې څخه علاوه د اصفهان، مغرب ، حجاز بلکې په ځینو نورو هیوادونو کي هم موندل کیږي. دا یوه توره ډبره ده چي رنګ یې و سره ته مایل دﺉ.
(تاج العروس: ۴/ ۴۶۸)
علامه مبارکپوري رحمة الله علیه لیکي:
کوم اثمد چي و حجاز ته راتلل هغه له اصفهانه څخه وارد ېدل.
(تحفة الاحوذی ۵/ ۳۶۵)
علامه ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه لیکي:
اثمد یوه توره ډبره ده چي  سور بخنه ده او په حجاز کي پیدا کیږي.
د پورتنیو علماء په اقوالو کي هیڅ ټکر نشته ، داځکه یو وخت به د اصفهان اثمد زیات راتلل، بل وخت به د حجاز اثمد زیات راتلل او بل وخت به د مغرب اثمد زیات راتلل، د وخت په تېرېدو سره یې تجارت هم مختلف رنګونه خپلول، نو ځکه اصفهان، حجاز او مغرب دا ټول صحیح دي، چي له دغو ځایونو څخه دغه د اثمد ډبره راتلل او استعمالېدل.
علامه ابن قیم جوزی رحمة الله علیه د اثمد د ګټو په هکله لیکي:
و سترګو ته ګټه رسوي، د سترګو دید زیاتوي، د سترګو اعصاب قوي کوي، سترګي په بشپړ ډول سره صحتمندي ساتي، که په سترګو کي غوښه یا پرده وي هغه له منځه وړي، او که چیري پیدا کیږي د هغه مخه نیسي، سترګي تل صفا او ستره ساتي، و سترګو ته ښکلا او ځلا ورکوي، که چیري سترګي درد کوي نو بیا دي لږ رقیق عسل د اثمد سره ګډ کړل شي ښه درملنه یې ده، که چیري سترګي سُوی کوي هغه سوخت یې ختموي، اثمد د هغو خلکو لپاره چي معمره وي ښکلې تحفه ده دا ځکه ددوی د سترګو ټوله درملنه کوي، خو ددوی لپاره یو شی مهم دی چي اثمد او مشک سره ګډ کړي.
(زاد المعاد فی هدي خیر العباد ۴/ ۲۸۳)
موږ څنګه اصلي اثمد له غیر اصلي اثمد څخه بېل کړو؟
۱:اصلي اثمد رانجه خپل ځانته رنګ لري،چي هغه تور دي و سره ته مایل دي، خو هغه اثمد چي تک تور وي دغه په دې اصلي نه دي چي نور رنګ ورسره ګډ شویدﺉ.
۲: اصلي اثمد رانجه و خپل ځانته ښکلی خوند او بوی لري، خو هغه اثمد چي ښکلی خوند په سترګه کي او بوی و نلري هغه اصلي اثمد نه دي .
۳: د اصلي اثمد په استعمال سره سترګي هوسا وي، او هغه اثمد چي اصلي نه وي د هغو د استعمال سره سترګي په تکلیف وي.
۴: د اصلي اثمد په استعمال سره ډېر ژر څوک پوهیږي چي د سترګو دید زیاتوي او غیر اصلي اثمد دا ځانګړتیا نلري.
۵: کله چي په اصلي اثمد باندي سترګي توري کړل شي اغیزي یې و پزي ته نه راځي، او غیر اصلي اثمد چي کله سترګي په توري کړل شي و پزي ته یې اثر او رنګ رارسیږي.
نور بیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply