ایمان او برهان/ ل: مهاتما گاندي- ژباړه: حیات‌الله ژوند

0 1,343

د خدای لیدنه په زړه کې د هغه د عظمت او لویوالي د حس کولو په مانا ده. کټ مټ داسې لکه ماشوم چې د خپلې مور مینه له دلیل پرته احساسوي. ماشوم خلکو ته د مور مينه  ثابتوی شي؟ ماشوم په ځغرده وايي، چې مینه اړینه ده. د خدای وجود هم باید همداسې وپېژنو. د خدای د وجود ثابتول د استدلال له ګوتو وځي.

ایمان مو د توپاني څپو له منځه خوندي ساحل ته بیايي. دا ایمان دی، چې غرونه له خپل ځایه بېځایه کوي، دا ایمان دی، چې سمندر دوه ټوټې کوي. ایمان په پرانیستو سترګو د خدای_چې زموږ په زړونو کې دی، پېژندل دي. هغه څوک چې د داسې ایمان درجې رسېدلی وي، بل هېڅ شی نه غواړي. که سترګه يې ناروغه شي، روح یې روغ دی. که لاس یې تش وي، زړه يې غني دی.

عقلپال د ستاینې وړ دي؛ خو هغه عقلپال چې ځان مطلق قدرت ګڼي، داسې ډارونکې بلا ته ورته دی، چې وېره ترې پکار ده. د منطق او استدلال مطلق قدرت ګڼل داسې ده، لکه له تيږې یا لرګي نه چې يو څوک د خدای تصور ولري. زه استدلال نه ځپم او دا هم نه وایم، چې استدالال هسې کار دی، زه دا وایم، هغه څه چې زموږ په زړونو کې دی او استدلال ته تقدس بښي، باید په رسميت وپېژندل شي.

ځينې کسان د غرور له مخې د استدلال په مټ وايي، چې له مذهب سره يې څه؟ دا خبره داسې ده، لکه يو څوک چې ووايي، تنفس کولای شي، که پوزه هم ونه لري. انسان یا د استدلال یا د منطق یا هم د خرافاتو له لارې یو مقدس او قادر ذات مني.  تر ټولو سخت‌دريځي بې‌خدایان هم اخلاقي اصولو ته ژمن دي، دوی وايي، نېک کار باید ترسره او له بدو کارونو باید ځان  وساتل شي.

که ایمان نه وی، دا نړۍ به د سترګو په رپ کې ورانه شوې وی. حقیقي ایمان د هغه کسانو د تحربو زېږنده ده، چې هغوی خپل ژوند د دعا او توبې له لارې پاک ساتلی دی. پر پيغمبرانو او ولیانو چې پېړۍ مخکې يې ژوند کړی، باور کول هسې او بېځایه کار نه دی، بلکې د انسان د روح اړتیا ده.

ټول انسانان پر خدای ایمان لري، که څه هم ټول پرې نه پوهېږي. ټول انسان پر ځان ایمان لري. موږ ښايي ونه ويلی شو، چې خدای يو؛ خو دا په ځغرده ویلی شو، چې موږ د خدای یو، داسې لکه یو کوچنی څاڅکی چې د سمندر حصه ده. که دا څاڅکی له سمندره لرې يوسو، پر يو بېوسي څاڅکي اوړي او د سمندر د عظمت او قدرت پر پېژندنی برلاسی نه وي؛ خو که همدغه څاڅکي ته ووایو، چې دی د سمندر حصه ده، خپل ایمان بیا مومي، خوشالېږي او د سمندر عظمت او قدرت يې په وجود کې څرګندېري.

زما شخصي تجربې راښيي، چې له ایمان «ژوندي قانون» پرته_چې ټول کاینات ورته لاس په نامه ولاړ دي، نېکمرغه یا بشپړ ژوند کولی نه شو. هغه انسان چې داسې ایمان ونه لري، د داسې څاڅکي په شان ده، چې له سمندره جلا شوی  او برخلیک يې نابودي ده. د سمندر په عظمت او لویوالي کې هر څاځکی شریک دی او موږ هر يوه ته د ژوند پاکه هوا رابښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply