پنجابي ښکیلاکګر ته – د پښتون زلمي ویـنا/ عظم الدین علیمي

0 1,797

پنجابي ښکیلاکګر ته
د پښتون زلمي ویــنا

لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتــون کـور آزادوم
* * * * * * * * * *
تا نالوستی پریښی یمه ستونزې مې ګاللي دي
خلک مې تر شپيتو کلونو زیات تا ځورولي دي
تا مې انساني هیلې تر پښو لاندې مروړلي دي
تـل دې زمـا ژبې تـه پـه سپک نظـر کـتـلي دي
تـه یـو ښـکـیـلاکګـر یې نـړیـوال اوس خبروم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصـوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
سـتـا له شرارته اور اخیستی دی افغان هیواد
لروبر دې وسیـزه شـریـره اورې نـه فــریـاد؟
ستا په شانته نشته په نړۍ کې بل مکار شیاد
موخې دې پلیدې دي هر چیرې خپروې فساد
نـوره ساده ګي بـس ده دا خـپل ولس ژغورم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصبه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
زه مې خپل تاریخ لرم او خپل مې روایات دي
تا رانه پردي کړل ارزښتونه مې ډېر زیات دي
وژني آزادخیالي که وزیـر دي که د سوات دي
تا ترهګر روزلي اوس پوځي دې عملیات دي
ځه له پښتونخوا که نه، دوه سترګې دې باسم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبه پـښـتـون کـــور آزادوم
* * * * * * * * * *
وایمه په زغـرده چې پـښتون تــرهـګـر نــه دی
تــا راوړی دا سـاري مـرض له بـل کاله (۱) دی
پـاک له چـټـلۍ سـپـيـڅـلی کـور د پـښتـانــه دی
نـه کـړي د غلیم بې عزتي دا خوی یې ښـه دی
چـا لـوسـتـی تاریخ د عـجـب خان تـپوس کوم؟
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصــوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتــون کـــور آزادوم
* * * * * * * * * *
زه سوځنده شور یم راجګ شوی پښتونخوا کې
ګرځم په هـر کلي په هـر ښار بـاڼـډه بـیـدیـا کې
کړم د خپل لوټ شوي حق پوښتنه غږ رسا کې
نـه کـړم تـشـدد یـم سـولـه یـیـز خپله غوغا کې
سم د پـاچـا خـان او شـهـیـد خــان پـر لاره ځم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګـریـوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
دی د «عـلـیـمي» بـاور لـربـر افغان یـو کېږي
بـیـا د تـاریـخي هـیـواد پـرتـم راژونــدی کېږي
حـق تـه د افـغـان دا نـړیــوال هـم قــایـلـیـــږي
تـیـت پـاشـلـي خـلک لکه یـو مـوټـی راټولیږي
دا ویــــده ســاتــلــي خـلک ټـــــول راپـــاڅوم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بــس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــور آزادوم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) کـور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply