ستونزې پړاو په پړاو حل کړئ

0 1,346

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ستونزو او مسئلو د حل لپاره سازمان شوې تګلارې د نورو په پرتله مهمې او اړینې دي.

د ستونزو د حل لپاره لاندې اووه مرحلې وړاندې شوې دي:

ستونزه مو په وضاحت سره ولیکئ

د مسئلې د لیکلو بڼې ته رواني عصبي محرک هم ویل کېږي؛ کله چې تاسو ستونزه یا مسئله پر کاغذ او یا هم سپینه تخته لیکئ، د لیدلو، اورېدلو او د بدن له ټولو غړو کار اخلی. په زړه پورې خو دا ده چې کله مو ستونزه درک کړه، په اصل کې مو ۵۰ سلنه ستونزه حل کړې ده. کله چې ستونزه د ډېر وخت لپاره دوام کوي، اصل خبره دا ده چې تاسو ستونزه نه ده درک کړې، تر څو پوه شئ اصلي سرچینه یې څه ده. د مبهمو افکارو درلودل د بریا پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه بلل کېږي.

مطالعه او څېړنه وکړئ

حقایق په پام کې ونیسئ؛ «مګنزي او شرکا» په نړۍ کې د مشورې ورکولو تر ټولو بریالي شرکتونه دي؛ د دوی د بریا راز په دې کې دی چې لومړی ستونزه څېړي، په اړه یې معلومات را ټولوي او بیا یې پر بدلونونو فکر کوي. په کومه کچه چې د یوې مسئلې په اړه ډېر معلومات را ټول کړئ، په هماغه کچه یې درته حلول اسانه کېږي، د ستونزو حل داسې درته مخې ته راځي لکه د شیدو پر سر پېروی. له ستونزو سره د مخ کېدو پر وخت وړتیاوې له لاسه مه ورکوئ، بلکې د حل لپاره یې ترې ګټه واخلئ، په پوره دقت سره لومړی ستونزه وپېژنئ، په اړه یې معلومات را ټول کړئ او وروسته یې د حل لپاره مټې بډ وهئ.

کار د دویم ځل لپاره مه ترسره کوئ

یو څه ته مو باید پام وي، کله چې ستونزه پیدا کېږي د بل چا په وسیله، په بل ځای کې او یا هم په لوړ قيمت حل شوې ده، په کار نه ده چې پر هماغه غلته لار بیا پل کېږدئ، هڅه وکړئ له پوه او متخصصو کسانو سره یې شریکه کړئ. د داسې کسانو په لټه کې شئ چې ستاسو په شان له ستونزو سره مخ شوي او حل کړې یې دي. پوښتنه ترې وکړئ چې دوی څه ډول د ستونزو پر حل توانېدلي دي. د دې لپاره چې ستونزې مو پر وخت او په کمه بیه حل شي، ښه ده چې د ځان لپاره یو سلاکار وټاکئ. تاسو کولی شئ په ډېرو کمو پیسو د ځان لپاره سلا کار وټاکئ او خپله راتلونکې خوندي او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړئ. په سوداګرۍ کې چې تر اوسه پورې کومې تېروتنې شوې دي او یا هم سوداګرو لوړه بیه پرې کړې ده او وخت یې بې ځایه تېر کړی، اصلي لامل یې د یوه ښه او پوه سلاکار نه شتون ښودل شوی دی.

پرېږدئ چې خپل نا خود اګاه ضمیر مو فعال شي

کله چې تاسو د یوې مسئلې او ستونزې په اړه معلومات راټول کړل او یا یې ستاسو سلاکار په اړه خبرې کوي، په دې وخت کې ستاسو نا خود اګاه ضمیر پر فعالیت پیل کوي او هڅه کوي ستونزه حل کړي. څه مو چې ذهن ته درځي پر کاغذ یې ولیکئ، خو که مو ذهن سم فعالیت نه درلود، ښه ده چې د اوس لپاره له دغه کار څخه لاس پر سر شئ او د یو وخت لپاره یې پرېږدئ.

د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او دې موضوع ته هم په کې ځانکړی وخت وټاکئ او په پوره ارام ذهن پرې بل وخت فکر وکړئ، څو وکولی شئ مسئله حل کړئ.

د مشاورې کتابونه لیکي، کله مو چې د یوې موضوع د حل په موخه له ټولو لاره څخه ګټه واخیسته، خو اصلي لاره مو پیدا نه کړه، ښه ده چې پر هماغه ځای یې پرېږدئ او د یو څه وخت لپاره یې پر ځای بل کار وکړئ؛ ځکه ډېری مسایل داسې دي چې وخت ته اړتیا لري. د ستونزې حل پرېښودل د بل وخت لپاره د دې لامل کېږي چې ستاسو نا خود اګاه او هوښیار ذهن دواړه، شپه او ورځ د هغې موضوع په اړه فکر کوي، هغه ده چې بیا به یې حل کول درته اسانه شي.

له خوب څخه ګټه واخلئ

له خوب څخه مخکې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې ستونزه په کې لرئ او له خپلو دواړو ذهنونو څخه د حل مرسته وغواړئ، دغه تګ لاره د سبا ورځې په کارونو کې درسره مرسته کوي. کله چې له خوب څخه پورته کېږئ هرو مرو به مو ذهن توانېدلی وي چې د ستونزو د حل لپاره درته حل لارې په ګوته کړي او په اسانۍ سره کولی شئ ستونزه حل کړئ. کېدای شي نیمه شپه له خوبه پورته شئ او یا هم سهار وختي؛ ځکه د ستونزو لپاره به مو حل لاره پیدا کړې وي. کټ مټ داسې لکه ټولې نېکبختۍ چې ستاسو پر اوږو ناستې وي.

ځوابونه او نظرونه مو ولیکئ

د ځوابونو او نظرونو لیکل یو ښه سیاست دی؛ ځکه مخکې له دې چې هېر یې کړئ، هغه به مو له ځان سره لیکلي وي او د اړتیا په صورت کې به ګټه ترې اخلئ. هر کله مو چې ذهن ته نظر درځي له ځنډ پرته یې ولیکئ. یوه ښه نظریه کولی شي کلونه وروسته تاسو له سخت کار څخه وژغوري. ښه نظریه یوازې د ښې راتلونکې لپاره اړتیا ده.

لاس په کار شئ

وروستۍ مرحله دا ده چې نظريه؛ هغه که هر څه وي، له ځنډ پرته یې عملي کړئ. پر هېڅ شي شک مه کوئ. ډېر کله په یوه ځانګړي وخت کې ستاسو ذهن ته یوه نظریه راځي چې کېدای شي بل وخت داسې څه ذهن ته در نه شي، نو هیله ده له لاسه یې ورنه کړئ. که تاسو ژر تر ژره خپله نظریه پر عمل بدله کړئ، کېدای شي له ښې پایلې سره مخ شئ، خو که مو نظریه بل وخت او یا بلې ورځې ته پرېښوده، نو وخت به مو له لاسه ورکړی وي. هېڅکله هم مه پرېږدئ چې داسې یو څه ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply