سمسونګ یو ځل بیا نوټ ۷ بازار ته وړاندي کوي خو په ارزانه بیه

0 2,526

د جنوبي کوریا اقتصادي ورځپاڼي خبر ورکړی چې د سمسونګ شرکت غواړي یو ځل بیا خپل سمسونګ نوټ ۷ تلیفونونه بازار ته وړاندي کړي تر څو شرکت ته رسیدلی تاوان تر یو حده را وګرځوي.

سمسونګ شرکت مجبور شو چې د نړیوال مارکیټ څخه خپل نوټ ۷ تلیفونونه ټول کړي ځکه چې د بیټریو د چاودنې ویره یې وه.

دغه شرکت وروسته وویل چې د بیټریو د چاودني وجه یې معمولي تخنیکي ستونزه وه چې له امله یې پر بیټرۍ زور راتلی او تر ډېر چارجېدو وروسته چاودېدله.

د ورځپاڼي په وینا سمسونګ دا ځل په هغه پخوانیو امکاناتو خپل نوټ ۷ تلیفونونه لکه د هندوستان او ویتنام غوندي په ارزانه بازارونو کې عرضه کوي، او په ارزانه بیه یې خرڅوي تر څو تر یوه حده شرکت ته رسیدلی تاوان کنټرول سي او همداسي راټول شوي تلیفونونه په مصرف ورسیږي.

د سرچیني په وینا په تلیفون کې به ټول پخواني امکانات وي خو یوازي بیټرۍ به یې د ۳۵۰۰ امپېره پر ځای ۳۲۰۰ او یا ۳۰۰۰ وي، ځکه چې سمسونګ زړې بیټرۍ د ټولو تلیفونونو څخه باسي او نوي ور اچوي او همداسي د خرڅ سره سم به مشتریانو ته د سمسونګ شرکت وارنټي ورکوي.

باید وویل شي چې سمسونګ شرکت په ملیونونو نوټ ۷ تلیفونونه جوړ کړي وه او د نړۍ مختلفو هیوادونو ته یې صادر کړي وه او په ملیونونو یې خرڅ شوي هم وه، خو ټوله یې بیرته را ټول کړه او خپل مشتریانو ته یې د قیمت بیا تر لاسه کولو او یا په بدل کې د بل تلیفون اخیستلو اختیار ورکاوه.

ګمان کیږي چې سمسونګ به بیا رغول شوي نوټ ۷ تلیفونونه په نیمی قیمت او یا اقلا تر پخواني قیمت څلویښت سلنه ارزانه خرڅ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply