حساب : سترګو ليدلې صحنه / اسدالله غيرت

0 979

د لېسې مدير د شنو لښتو سره يو ځای ټولګي ته ننوت ، د ټولګي دروازه يې په زوره ټيل وهله ، زده کوونکو ته يې بعير له ستړې مشې خپلې خبرې پيل کړې ، لوړ اوز يې د ښوونځي په دهليز کې اوريدل کيده ، زده کوونکو ته يې تقريبآ لس مېلټه د ستغو سپورو په ويلو او د درس د نه زده کولو په خبرو تېر کړ ، د خپلو خبرو په پای کې يې پر يوه زده کوونکې غږ کړ .

د فلانکۍ زويه مضمون مو څه شی دی ؟

زده کوونکې ځواب ورکړ ، حساب

مدير بيا پرې غږ کړ ، ته راشه په تحته د حساب کليمه وليکه .

زده کوونکی تحتې ته راغی ، په ريږديدلو لاسونو يې د حساب کليمه په دې ډول وليکله 🙁 حساب )

مدير په کړکي کې ايښودل شويو لښتو ته لاس کړ ، د زده کوونکې په وهلو يې پيل وکړ ، تر دې چې د زده کوونکې بغارو ټول ښوونځی خبر کړ .

زه په منډه ټولګي ته ورغلم،

مدير ته مې وويل : څه خبره ده ، مدير په قهرجن غږ وويل ، دا د فلانکۍ زوی حساب نه شي ليکلی ، مدير تباشير راوخيست ، پر تحته يې وليکل ، ( حسوب)

وروسته يې ماته مخ راواړ‍وه ، راته يې وويل ( استاده ! په دې زده کوونکو زه نه يم ملامت ، درس نه زده کوي او چې بيا يې وواهم ، مور او پلار يې ګيلې هم راته کوي ، ته او خدای حساب داسې ليکل کيږي (حساب) او که داسې (حسوب)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply