پاکستان او له اسلامه سياسي ګټه/ شازیه شېرزاد

0 1,437

راپورونه وايي، د پاکستان حکومت د دغه هېواد په مشهور ښار لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ «پي ايس ايل» ۲ د پایلوبو په مناسبت په سیمه کې ټول جوماتونه تر دريو ورځو پورې بند کړل. د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې د قذافي سټیډیم چې دا لوبې پکې کېږي، شا و خوا ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته امر شوی دی چې تر درې ورځو پورې دې رخصت وکړي. سرچينه زياتوي، حکومتي چارواکيو په سټیډیم کې دننه جومات په شمول د شا و خوا سیمو ټولو جوماتونو او د ودونو تالارونو ته کولپونه ورواچول.

که څه هم تر وړاندې دا حقيقت په ډاګه شوی چې پاکستان اسلام د يوې سياسي وسيلې په توګه کارولی او د اسلام په نوم يې ترهګرې ډلې روزلې دي، خو د پاکستاني چارواکيو وروستي اقدام دا په اثبات ورسوله چې دغه هېواد ته خپل اهداف تر اسلام ډېر ارزښت لري. تل په پاکستان کې مېشتو عالمانو چې ډېريو ته يې د طالبانو پلرونه هم ويل کېږي، په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړې او دلته يې هر ډول افغان وژنه روا بللې، خو که همدغه ډول بريدونه بيا په پاکستان کې وشي، دغه تش په نوم عالمان يې بیا ناروا او ترهګريز بريدونه بولي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هيڅکله ديني ارزښتونه د پاکستان په پرتله ډېر تر پښو لاندې شوي نه دي. افغانستان تل ديني ارزښتونو ته درناوی کړی او د خپلو ټولو اهدافو لومړيتوب يې اسلام ته ورکړی دی. خو دغه د ای‌ايس‌ای روزل شويو تش په نامه ديني عالمانو بيا پر افغان مسلمان ولس د جهاد فتوا ورکړې ده.

په دې حقيقت هيڅوک سترګې نه‌شي پټولای چې په پاکستان کې ډېری ديني مدرسې د ترهګرو د روزنې فعال مرکزونه او ځالې دي، هلته ترهګر روزل کېږي او بيا دغه ترهګر د افغانستان په شمول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو لکه هندوستان، عربستان او نورو اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د ترهګريزو بريدونو په موخه صادرېږي. پاکستانی پوځ او استخبارات د ځانګړو اشخاصو په مټ د ديني عالمانو او اسلام له نامه په ګټې اخيستنې دغو ترهګرو ته داسې ذهنيت ورکوي چې ګويا له پاکستانه پرته نور ټول هېوادونه کفري دي او جهاد «دلته د مطلق د قتال په مانا» پکې روا دی.

په داسې حال کې چې که سروې وشي، د نړۍ په بدو او فاحشو هېوادونو کې به پاکستان په سر کې راشي. په دغه هېواد کې ښکاره فاحشه‌خانې شته دي چې حکومت پرې ټيکس اخلي، د دغه هېواد قانون عيسوي دی، محکمې يې په عيسوي قانون چلېږي او ان د رخصتيو ورځې يې هم د عيسوي قانون له مخې ټاکلې دي.

اوس په تازه اقدام کې يې هېواد يو ځل بيا د خپلو اهدافو په خاطر په لاهور ښار کې مدرسې او جوماتونه تړلي دي. پاکستاني حکومت د دې له‌پاره چې له دغو سياليو ډېره اقتصادي ګټه جېب ته کړي او همدا شان په دې هېواد کې د نړيوالو لوبغاړيو د نه لوبېدو وېره ختمه کړي او په راتلونکي کې په پاکستان کې د کريکټ لوبو د کولو له‌پاره لاره هواره کړي، د پي‌اس‌ايل لوبو پايلوبه يې له دوبۍ، لاهور ښار ته انتقال کړه.

د همدې لوبو دامنيت د نيولو په خاطر يې هلته موجود مسجدونه ورته وتړل. په دغه کرغېړن اقدام پاکستان يو ځل بيا ځان ثابت کړ چې دوی د خپلو سياسي اهدافو په خاطر حتا تر اسلام هم تېر دي.

اوس دې د پاکستان په ټوک روزل شوي طالبان تکړه شي او قضاوت دې وکړي چې په پاکستان کې قتال ښه روايت پيدا کولای شي، که په افغانستان کې؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply