دا حالات راته بې خوند ه غوندې ښکاري
کلی، چم راته بې ژونده غوندې ښکاري
دښمن مات به دې پښتونه وي، خو ستا هم
ژوند ویجاړ راته څوچنده غوندې ښکاري
هیر کړه خوب د پرون، غم د نن، سبا خوره
دا اوبه تیرې له ونده غوندې ښکاري
ډیوه نلرو په لاس، پرې ور روان یو
مخکې لار راته یوه کنده غوندې ښکاري
تل د بل په ژوند کې لاس وهو، شوو روږدي
اوس دا خپله راته دنده غوندې ښکاري
لټوه خپله خوښي دبل خوښي کې
دا کیسه ډکه له پنده غوندې ښکاري
چې یې پرخه د خولو پر سپین مخ رغړي
هره ساه مې راته تنده غوندې ښکاري
ته ترخه، خو دا خولګۍ دې خوږه لګي
خوند اخیستی یې له قنده غوندې ښکاري
د ټکري پیڅکه نیولې یې وه خوله کې
دا ادا یې هنرمنده غوندې ښکاري
17/3/2017
جلال اباد
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320