د بدلون وخت/عبدالتواب خپلواک

0 1,792

هيله مي لرل چي د را نوي سوي کال د پیل سره سم د ځینو مثبتو لیکنو خپرولو یوه لړۍ را پيل کړم خو بدبختانه را باندي سهار سو او دا کار مي و نه کړ، دا چي ولي؟ بېله خبره ده.

خبر یاست د نوي کال پيل دی راځئ دا نوی کال په ښو ارادو پیل کړو دا نوی کال ۱۳۹۶ لمریز لېږدیز کال دی، خداي (ج) دې را پسي د خیر کړي، او هیله ده چي دا کال به زموږ د هیلو د پوره کېدو کال وي.

عجب ښه وخت دی، راځۍ دې نوي کال کي ځان او شخصیت بدل کړو.

د ښه وخت خبره وسول، ښه وخت په دې دی چي د نوي کال پیل دی، نوی موسم دی د نوو پلانونو جوړېدو، عملي کېدو او شخصیت بدلېدو وخت دی.

د هر کاراو هري پرېکړي او پلان عملي کېدو لپاره هوډ او اراده مهمه ده، هر کار کېدونکی دی خو کله چي اراده قوي وي.

یوه مهمه نقطه له ځان سره یاد ولری کله چي مو کوم کار ته هوډ او اراده وکړه نو کوښښ وکړی او کوښښ وکړی چي د خپلي ارادې او هوډ څخه پر شاه نه سی(پلان مو عملي کړی) ځکه که څو واري پر شاه سی نو بیا مو د هر کار لپاره اراده کمزورې کېږي او بیا پر یو ساده کار هم نه سی بریالي کېدلی.

د ارادې د نه کمزوري کېدو لپاره یوه ښه خبره دا ده چي داسي یو کار ته اراده وکړو چي د کېدو امکان یې وي، یادونه باید وکړم چي ددې خبري څخه دا مطلب وا نه خلی چي لږ ناشونی کار ته هم باید اراده و نه کړو یا بلکل داسي نه، لکه چي مي وړاندي وویل هر کار کېدونکی دی، خو کله چي اراده کلکه او مظبوطه وي، دلته مي مطلب هغه پلانونه دي چي عملي کېدل یې سخت ګران وي یعني د عملي کېدو چانس یې (۰٪) او یا صفر ته نژدې وي.

عبدالتواب خپلواک

نو

(اراده مو قوي کړی تر څوبریالیتوبونه خپل کړی)

دا چي د نوي کال پیل دي، نو ښه به وي چي ځان سره قوي اراده وکړو چي سر له ننه به خپلو ارادو کړو وړو، اخلاقو . . .  او شخصیت ته بدلون ورکوو!!!

بدلون څنګه؟

بدلون داسي (که کوم ناوړه عادت ولرو، اراده به وکړو چي سر له ننه: (زه دا ناوړه عادت پرېږدم او بیا به ورګورم لانه) بس همدا جمله ((زه دا ناوړه عادت پرېږدم او بیا ورګورم لانه)) د بدلون شروع ده او دوام یې ستاسو قوي اراده ده اود هغه ناوړه کار پرېښودل همدا بدلون دی چي تاسو یې غواړی.

نو ددې مثبت بدلون لپاره ډېر ښه وخت دی، راسئ ارده وکړو چي سر له ننه به:

خپلو ټولي ناوړه او منفي  چاري به پرېږدو او پر مثبت لوري به ورکاټېږو (ور ګرځو)

نوي پلانونه به جوړوو او د عملي کېدو پوره هوډ به یې کوو.‍‍

خپلو ټولو ښو عادتونو ته به وده ورکوو، بد عادتونه به په ښو بدلوو.

او . . .

(همدا د بدلون وخت دی، شخصیت مو بدل کړئ!!!)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply