دېرش مهمې سپارښتنې په غور سره ولولئ!/ ژباړه: شفیع اعظم

0 1,010

 1. هره ورځ نږدې لس یا دېرش دقیقې پیاده تګ وکړه او د تګ پر محال خوشاله او مسک و اوسئ. همدا کار د خفګان لپاره تر ټوله غوره درمل دی.

2. هره ورځ کم له کمه نږدې لس دقیقې په یوه آرامه او بې غږه فضا کې کښېنئ.

3. هېڅکله د خوب وخت فلمونو او خپرونو ته مه ورکوئ. د ثبت (ریکارډنګ) یوه دستګاه واخلئ او د شپې ناوخته خپرېدونکې خپرونې یې په مرسته ثبت او د ورځې په مناسب وخت کې یې وګورئ/واورئ.

4. هر سهار چې له خوبه پاڅېدئ نو لاندې جمله تکرار کړئ: زما ننۍ موخه………. ده.

5. له دغو دریو ټکو سره ژوند وکړه: “انرژي، لېوالتیا، پر ځان باور.”

6. نظر تېر کال ته ډېر کتابونه ولوله او ډېرې لوبې وکړه.

7. د هري ورځې کاري پلان کې دعا او سپورټ ته وخت ځانګړی کړه.

8. له شپږ کلنو نه کم او اویا کلنو نه زیات عمره کسانو سره د ملاقات او لوبو لپاره وخت ځانګړی کړه.

9. په ویښه د ژوند لپاره پر نویو هیلو او غوښتنو فکر وکړه.

10. له سابو او میو ډېره ګټه واخله.

11. شین چای، ډېرې اوبه، کرم، بادام او نورو مغزیاتو ته دې په ورځني خوراکي ریژیم کې ځای ورکړه.

12. هره ورځ هڅه وکړه کم له کمه د درې تنو په شونډو مسکا راولې.

13. جنجال، اندېښنې، وارخطایي، بېځایه بیړه او نورې اندېښنو نه دې کور او د دفتر کاري ساحه پاکه کړه.

14. خپله انرژي او وخت دې په پروپاګند، تیرو موضوعاتو، منفي فکرونو او یا هغه څه چې ستا له وسه وتلې وي مه ضایع کوه. په بدله کې خپل ټول وخت او انرژي په مثبتو اړخونو (حاضر وخت) باندې ولګوه.

15. په دې پوه شئ چې ژوند لکه ښونځی او تاسې یواځې د زده کړې لپاره راغلي یاست. موضعات د درسي پلان یوه برخه ده چې ښکاره کېږي او بیا له منځه ځي. دقیقا لکه د ریاضي مضمون درسي موضوعات، خو درسونه چې ترې زده کوې یې هغه د ټول عمر لپاره پاته کېږي.

16. سهار ډېر، ماسپښېن متوسط او د شپې لږه ډوډۍ خوره.

17. ځان ډېر جدي مه نیسه. نور خلک او دا نړئ هم دا کار نکوي.

18. اړتیا یې نه لیدل کېږي چې د هر بحث ګټونکی دې ته یې، د نظر او فکر اختلاف باید ومنې.

19. له تېر وخت او پېښو سره سوله وکړه او په مسکا یې وزغمه، ترڅو دې راتلونکی خراب نشي.

20. خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوه.

21. هېڅ څوک د دې مسؤلیت نه لري چې تا خوښ او خوشاله کړي، دا کار به ته په خپله کوې.

22. کله چې له هرې پېښې یا ضایعې سره مخ کېدې نو له ځان نه و پوښته: آیا پنځه کاله وروسته به دا پېښه ماته کوم ارزښت او اهمیت ولري؟

23. ټول خلک د هرې تېروتنې له امله وبخښه. 24. دا چې نور ستا په اړه څه ډول فکر کوي دا په تا پورې اړه نلري. نو اهمیت هم مه ورکوه.

25. هر وضعیت، که ښه وي که بد هغه بدلېږي او تېرېږي.

26. د بېمارئ پر وخت کار له تاسو ساتنه نکوي، خو د ملګرو او یارانو تل په تاسې پام وي. له هغوي سره اړیکه مه پرېکوه.

27. تر ټوله ښه او اعلی پېښه ستا په ژوند کې نده پېښه شوې. هغې ته په تمه اوسه.

28. ځیني وخت د خپلې کورنۍ غړو ته په نا څاپي ډول ټلفون وکړه. له حاله یې ځان خبر کړه او په مینه ورته و وایه چې زما په یاد یې او ستا په اړه فکر کوم.

29. هره شپه مخکې له ویده کېدو لاندې جمله تکرار کړه. “نن ورځ د دې…… له امله خوښ او له خدایه شکر ګزاره یم.”

30. دا لیکنه له خپلو خوږو ملګرو او هغو سره چې مینه ورسره لرې شریکه کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply