د مسکو راتلونکې غونډه؛/خوشال اصفي

0 961

د مسکو راتلونکې غونډه؛ د افغانستان د پرمختګ لپاره شين څراغ

ټاکل شوې چې د روان ميلادي کال په اپرېل مياشت کې به مسکو د افغانستان د سولې، بيا رغاونې او امنيت په برخه کې د جوړېدونکې غونډې کوربه وي. په دغه غونډه کې به د افغانستان په شمول د نړۍ د ۱۲ هېوادونو استازي ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د ګټې خبره دا ده چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته چې د افغانستان ستراتيژیک ملګری او د روسيې سياسي سيال دی؛ هم بلنه ورکړل شوې ده. امريکا په دغه غونډه کې د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ټینګار کوي چې په دې غونډه کې د دولتونو تر منځ خبرې کېږي او د طالبانو ګډون مطرح نهدی. نوموړي ويلي چې د روسیې حکومت طالبان د یوې ترورېستي ډلې په توګه پېژني او په دې غونډه کې د وسلهوالو طالبانو له ګډون سرهیې هېڅ موافقه نه ده کړې. تر دې وړاندې په مسکو کې د پاکستان، چین او روسیې درې اړخیزه غونډه د افغانستان، امريکا او نورو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوې وه ځکه چې د افغانستان په اړه غونډه د افغانستان له ګډون پرته جوړه شوې وه.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او روسيې ترمنځ اړيکې غښتلې شوې او راپورونه وايي چې روسيه له وسله والو طالبانو سره مالي او پوځي مرستې هم کوي. طالبانو او روسيې هم  د اړيکو لرلو راپورونه تاييد کړي دي. د کندوز پخواني والي انجنير عمر هم ويلي و چې د کندوز ښار په سقوط کې روسيې لاس درلود او د روسيې انجنيرانو په تاجکستان کې د طالبانو پوځي وسايل ترميم کړي دي.

هاخوا بيا ښاغلي اتمر مسکو ته په خپل وروستي سفر کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير په ګډون له يو شمېر روسي چارواکو سره له کتنې وروسته ډاډ ورکړی چې دې هېواد د افغانستان د سولې، ثبات او امنيت په اړه د خپلې هر ډول همکارۍ په اړه د مرستې ژمنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې له وسله والو طالبانو سره د روسيې اړيکو افغان حکومت قهرولی او ياده چاره يې د افغانستان په چارو کې د روسيې مداخله بللې وه.

داسې ښکاري چې ښاغلي اتمر مسکو ته په خپل ورستي سفر کې روسي چارواکي په دې قانع کړي چې په افغانستان کې بدمرغي او جګړې د روسيې تر لمنې هم رسيدلای شي. تر ډيره باور دا دی چې ښاغلي اتمر به مسکو دې ته قانع کړی وي چې که په افغانستان کې اور بليږي نو هرو مرو به يې څپې تر ګاونډيو او د سيمې تر هيوادونو رسيږي. اوس داسې ښکاري چې روسيه به له افغانستان سره په ګډه داسې اقدامات کوي چې دغه اور له خپلو پولو ليرې وساتي.

دلته اوس اساسي ټکی چې د افغانستان لپاره د مسکو د راتلونکې غونډې په ګټورتوب دلالت کوي، هغه په دغه غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته بلنه ورکول دي. که امريکا چې د افغانستان ستراتيژيک ملګری دی؛ په دغه غونډه کې ګډون وکړي نو پرته له شکه چې د افغانستان لپاره به ښه زيری ولري. په دې معنا چې په دغه غونډه کې د امريکا ګډون دا معنا ورکوي چې روسيه او امريکا چې سرسخته سيالان دي او دواړه په افغانستان کې د ښکېلتيا ليوالتيا لري؛ د افغانستان لپاره يې دريځ يو شوی دی. د افغانستان لپاره د امريکا او روسيې دريځ يو کيدل او هغوی په دې باوري کول چې دواړه هيوادونه (روسيه او امريکا) دې افغانستان د سياسي سيالۍ پر ځای د همکارۍ په مرکز بدل کړي؛ د افغانستان په ګټه دي.

مخکې مې هم اشاره کړې وه چې افغانستان له اوږدې مودې راهيسي د نړیوالو سترو قدرتونو تر منځ د لوبو ډګر ګرځيدلی دی. که دا روسيه او امریکا په دې قانع کيږي چې په افغانستان کې د دوی تر منځ له سياسي رقابته په سیاسي همکارۍ کې ګټه ډيره ده نو دا به د افغانستان د پرمختګ لپاره يو شين څراغ وي او نور به افغانستان پخوانۍ ترخې نه ويني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply