پښتو ژبې ته دښاغلي استاد عبدالله خدمتګار بختانی نه هیریدونکي خدمتونه/ ډاکتر لطیف یاد

0 3,040

پښتو ژبې ته دښاغلي استاد عبدالله خدمتګار بختانی نه هیریدونکي خدمتونه

پښتانه به هیڅکله هم ددغه ستر علمي او فرهنګي شخصیت او دده علمي کارونه چې پښتوژبې او ادب ته یې کړي دي له یاده ونه باسي .ښاغلی عبدالله خدمتګار بختانی دننګرهار ولایت دسره رود دولسوالۍ دچارباغ سیمې ته څېرمه دبختان په کلي کې زیږیدلی دی نوځکه یې دخپل کلي دنامه له کبله یې تخلص بختانی دی.
ښاغلي استاد عبدالله بختاني خدمتگار خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا د نورو استادانونه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، دفقهې اصول، دحدیثو اصول ، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړي. په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست اوسیکا لوجۍ کې يې پراخه مطالعه کړې ده .
د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويودیني عالمانو او استادانو نه زده کړې ترلاسه کړي . انگريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده. په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا دى.
هغه په روسي ژبې سره پوره آشنا یي لري. له ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴۴۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.
ښاغلی استاد بختانی دننګرهار ، هیواد ، انیس ، زیری ، پکتیا ،ورځپاڼو او مجلو مشر هم پاتې شوی دی او دکابل په پښتو ټولنې او دافغانستان دعلو په اکاډمۍ کې هم علمي غړی و.استاد بختانی ته دافغانستان دعلو اکیډیمۍ د سر څیړاند ( سر محقق ) یاپوهاند علمي رتبه هم ورکړې ده .
داستاد بختاني ځینې چاپ شوي او ناچاپ آثار دادی :
چاپ شوي آثار:
۱۱- په اسلام کښې د ښځو حقوق – د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه – د ١٣٢٧ هـ ش چاپ .
۲۲۲-مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) – د مصر د (الازهر) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه – د ١٣٤٨ هـ ش چاپ .
۳۳۳-اراده – (روحيات) – د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ .
۴-شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ١٣٣٣٣ هـ ش چاپ .
۵-د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ١٣٣٥ هـ ش چاپ .
۶-پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې – ١٣٣٥ هـ ش .
۷-ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى – ١٣٣٥٥٥ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها _ ١٣٨٠ هـ ش .
۸-پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه _ ١٣٣٥ هـ ش .
۹-د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ١٣٣٥٥٥ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره _ ١٣٤٨ هـ ش .
۱۰-خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه _ د ١٣٣٦ هـ ش چاپ .
۱۱۱۱-سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _ په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ١٣٣٨ هـ ش _ په کابل کښې چاپ ١٣٤١ هـ ش .
۱۲۲۲-علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو – ساينسى درسي مرستيال – د موريس پارکر ليکنه – د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی – ١٣٤١ هـ ش .
۱۳-راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ١٣٤٢ هـ ش .
۱۴-پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ١٣٤٥ هـ ش .
۱۵-شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ١٣٤٦ هـ ش .
۱۶-معاصر اديبان _ تذکره _ ١٣٤٧ هـ ش .
۱۷-توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ١٣٤٧٧٧ هـ ش . دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .
۱۸- پښتو لنډې کيسې _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٤٧ هـ ش .
۱۹-د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ١٣٤٩ هـ ش .
۲۰- د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره ) _ ١٣٤٦ هـ ش .
۲۱- ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .
۲۲-مرغلرې _ د ادبي نثرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .
۲۳- دپښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٥٢ هـ ش .
۲۴-د يونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام _ ١٣٥٦_ هـ ش .
۲۵-د پادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ١٣٥٦_ هـ ش .
۲۶-پښتانه شعرا ء څلورم ټوک – تذکره _ ١٣٥٧ هـ ش .
۲۷- افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ١٣٥٧ هـ ش .
۲۸-پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٥٧هـ ش .
۲۹-ذ گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ١٣٥٩ هـ ش .
۳۰-څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ١٣٥٩ هـ ش .
۳۱- د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش .
۳۲-شفق _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٦٣هـ ش .
۳۳-تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .
۳۴- د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .
۳۵-زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ١٣٦٤هـ ش .
۳۶-د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .
۳۷-د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب ، ټولونه او سريزه ١٣٦٦ هـ ش .
۳۸۸-د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٦٦ هـ ش .
۳۹-د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .
۴۰-پښتانه شعرا ء پنځم ټوک _ تذکره _ ١٣٦٧ هـ ش .
۴۱-سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې _ ديني څيړنه _ ١٣٦٧هـ ش .
۴۲-د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٨ هـ ش .
۴۳- د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ١٣٦٨هـ ش .
۴۴- د ملي ادب اوژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ١٣٦٨٨٨ هـ ش ._ دوهم چاپ _ ١٣٨٦ هـ ش ._ درېيم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .
۴۵-فراقنامه _ منظومه _ ١٣٧٨هـ ش .
۴۶-زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش .
۴۷-خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠ هـ ش .
۴۸-گلنامه _ بولـله _ ١٣٨١هـ ش .
۴۹- ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش .
۵۰-ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش .
۵۱-ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش .
۵۲-خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ١٣٨٢ هـ ش .
۵۳-د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ١٣٨٣هـ ش .
۵۴-د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش .
۵۵-زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش .
۵۶-د باچا خان ليکونه _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ١٣٨٤٤٤هـ ش . _ د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .
۵۷-بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ١٣٨٤ هـ ش .
۵۸-پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ١٣٨٤ هـ ش .
۵۹-حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ١٣٨٤هـ ش .
۶۰-د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ١٣٨٥ هـ ش .
۶۱-د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ١٣٨٦هـ ش .
۶۲-ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده _ ١٣٨٦٦٦هـ ش . _ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده _ ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل _ ١٣٨٧ هـ ش .
۶۳-د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ _ هـ ش .
۶۴-شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابى _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام_ ١٣٨٦٦ هـ ش .
۶۵- گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ١٣٨٧هـ ش .
۶۶-پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ١٣٨٧.
۶۷-بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ١٣٨٧هـ ش .
۶۸-دوه ادبي ليکونه _ ١٣٨٧ هـ ش .
۶۹-د کوشانى دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي ، لرغون پوهنه . ١٣٨٧ هـ ش .
۷۰-د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ١٣٨٧ هـ ش .
۷۱-فخر افغان او افغانستان _ ١٣٨٧ هـ ش .
۷۲-ابن سينا اديب طبيب _ ١٣٨٨ هـ ش .
۷۳-د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ١٣٨٨٨ هـ ش .
چاپ لاندې کتابونه :
۱۱–تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام _
۲– افغان ، افغانستان او اقبال .
۳۳۳–رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار
۴–يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکاتبې .
۵۵- خدمتگار د اشعارو کليات .
ناچاپه آثار:
۱-د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _
۲-دستور وانجمن _ ادبي څيرې او څيړنې .
۳-د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .
۴-پښتانه شعرا، شپږم ټوک _ تذکره
۵-پښتانه شعرا ، اووم ټوک _ تذکره .
۶-تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان .
۷-ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى _ نقل ، تنقيح ، مقدمه و تعليقات .
۸-در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .
۹-د ملي شاعر ژوند او هنر ( د ملنگ جان په باره کښې )
۱۰-رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند اوفن .
۱۱-د خدمتگار طبي ليکنې .
۱۲-د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .
۱۳-د احمد گل شاعري .
۱۴-د ملک نعيم سندري .
۱۵-د بينا د وړو لوبې .
۱۶-د خاطراتو دفتر .
۱۷- افغانستان _ د شعرونو مجموعه .
۱۸-تشد د او نفرت _ څلوريزې .
۱۹-د زړه زخمونه _ بوللـه .
۲۰-د ميراث ضابطه – فقهي
۲۱-ويښ زلميان – (کار لاندې)
۲۲-د شوروي اتحاد سفر
۲۳-يوه هفته په اوزبکستان کښې
۲۴-د چکوسلواکيا او پو لینډ سفر
۲۵-د عراق سفر .
۲۶-د بن سفر .
۲۷-چکچکستان زنده باد – (خاطرې)
۲۸۸۸-د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې _ بېبليو گرافي د کار لاندې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply