صدام حسین په اړه د امریکايي مستنطق نوی اعتراف

0 2,244

د صدام  حسین په اړه  د امریکايي  مستنطق  نوی  اعتراف

د امریکا  د استخباراتو مستنطق  جان نکسون د عراق د پخواني ولسمشر صدام  حسین په اړه نوي راضونه  افشا کړل

د صدام  حسین په اړه  د امریکايي  مستنطق  نوی  اعتراف.

د امریکا  د استخباراتو مستنطق  جان نکسون د عراق د پخواني ولسمشر صدام  حسین په اړه له نوو رازونو پرده پورته کړې ده. جان نکسون  لومړنی امریکايي  وو چې  د عراق له پخواني ولسمشر صدام حسین نه يي تحقیقات کړي وو.

هغه  د (ولسمشر نه تحقیقات)  په نامه کتاب لیکوال هم دی.

جان نکسون په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې  د امریکا لخوا  په عراق د یرغل نه  ۸ میاشتې وروسته نوموړي هیواد ته لاړ  او د لومړني کس په توګه يي  د صدام حسین نه تحقیقات وکړل.

جان نکسون  ویلي دي چې  دوه میاشتې  صدام حسین  وڅیړه  او وروسته  دې  نتیجې ته ورسید  چې  په عراق کې  کیمیاوي  وسلې نشته.

جان نکسون

نکسون  دا ځل  د واشنګټن  په  بروکینګ  انیستیتیوت   کې  د (ولسمشر نه تحقیقات )  په نامه  د خپل کتاب په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  عراق ته  د صدام حسین  د څیړولو په موخه  د تګ نه  مخکې  د جورجټون په پوهنتون کې د اوږدې مودې لپاره د ملي امنیت په برخه کې  تحقیقات  او کار کړی دی. هغه زیاته کړه چې  د تحقیقاتو  اصلي  موضوع  صدام حسین په اړه وه.

هغه زیاته کړه کله چې  صدام  حسین ونیول شو  د هغه نه د تحقیقاتو په خاطر  په دنده وګمارل شوم. د صدام  حسین  د تصدیق په خاطر  چې ایا نیول شوی کس پخپله صدام  دی او که نه  په دنده وګمارل شوم.  عراق ته لاړم. کله چې اطاق ته ننوتم  او په صدام حسین  مې  سترګې ولګیدې  سمدلاسه  پوه  شوم  چې  دا پخپله  صدام  دی.

البته چې  د صدام حسین د وجود د فزیکي  نښو او نښانو په اړه مو کافي معلومات  په لاس کې  درلودل. د بیلګې په توګه دهغه په ملا  د هغوې د قبیلې  نښان  رسم  شوی وو. په خپه کې  د مرمۍ  د ټپ نښې شتون درلود. او داسې  نور  نښې او نښانې. دا ټول مو  کنټرول کړل. کله چې مې  د صدام  حسین  څیرې  وکتل  پوره مطمین  شوم  چې دا پخپله  دی.

هغه وویل پدې نه پوهیده  چې  امریکا به  د صدام حسین سره  څه ډول چلند وکړي. د څو اونیو لپاره  مې  یواځې له هغه د کیمیاوي وسلو، عراق او منځني ختیځ  په اړه  تحقیقات وکړل.

هغه وویل چې  دوه میاشتې  مې  د صدام حسین نه  د کیمیاوي وسلو په اړه تحقیقات وکړل  خو  په پای کې دې نتیجې ته ورسیدم  چې په عراق کې کیمیايي وسلې شتون نلري. صدام حسین هم  په هر ځل  ویل چې د عراق حکومت د کیمیاوي وسلو  پروګرام  یا د اټومي وسلو پلان  نه  درلود.

صدام  حسین  د دې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې مو  د ملګروملتونو  سازمان د اټومي وسلو د تفتیش  ادارې ته  د کنټرول او تفتیش  اجازه ورنکړه داسې وویل!  « زه پدې ښه پوهیدم  چې  پدې ډله کې خامخا  د امریکا د استخباراتو  جاسوسان  عراق ته راځي او د همدې امله مې اجازه نه ورکوله. »

هغه وویل: صدام  حسین  به ویل  که چیرې  ما  د تفتیش  ډلې ته اجازه ورکړي  وای او امریکايي جاسوسان عراق ته راغلي وای  هغوې به زمونږ د ضعف  نقطې تثبیت کړي وی.

هغه وویل کله چې صدام  حسین  پدې پوه شو چې  هغه  اعدامیږي  خو  بیا يي هم  خپل  استقرار د لاسه ورنکړ. خپل سکونت او میړانتیا يي د لاسه ورنکړه.

امریکايي  مستنطق  وویل، ډیرو داسې فکر کولو که چیرې صدام  حسین  ونیول شي  ځان وژنه به وکړي خو داسې نه وه. د امریکا  د استخباراتو  روحي او رواني  متخصصین پدې ښه پوهیدل چې  د صدام حسین په څیر  یو مشر  هیڅوخت پخپله ځان نه وژني.

هغه وویل « صدام  حسین  راته وویل ، که چیرې  د دې حکومت  له منځه لاړ شي  او په عراق کې  نوی حکومت جوړ شي  دا  د عراق لپاره  د انتحار نه پرته  بل څه ندي. ځکه چې په عراق کې د امریکا لخوا جوړیدونکي  حکومتونه هیڅوخت بریالي کیدی نشي. »

هغه وویل « صدام  راته وویل چې  تاسې  د عراق په اړه کافي معلومات نلرئ. که چیرې  زه  لاړ شم  زما  نه وروسته  دا هیواد  د ترهګرو په ځالې  بدلیږي. یو زیات شمیر  ترهګریزې ډلې به دا هیواد  په نړۍ کې د جګړې او ترهګرۍ په اصلي مرکز بدل کړي. هغه ته مې څه ونه ویل خو په زړه کې مې وویل چې ته رښتیا وايې. هغه په ټینګار ویل چې  ایران به  پدې هیواد کې  داسې لاس وهنې وکړي چې په ګوټ ګوټ کې به مذهبي نښتې پیل کړي. د عراق ستونزه به یواځې عراق نه بلکې  ټوله سیمه او عربي نړۍ لپاره په لوی سرخوږ  باندې بدل شي. »

امریکايي  مستنطق وویل  کله چې نن ورځ  حالاتو ته ګورم  د صدام حسین خبرې مې عقل ته راځي  او وایم  چې  تا رښتیا ویل.

هغه زیاته کړه  کله  چې  صدام  حسین د کمرو  پر وړانډې  اعدام  شو  او ما په تلویزیون کې دا صحنه ولیده  ډیر خواشینی شوم.

هغه وویل چې هو  صدام  حسین  ډیر بد بد  کارونه او ظلمونه کړي وو او د خپلو اعمالو په سزا ورسید. خو د هغه  خبرې چې را په زړه کوم  بل ډول احساس کوم.

TRT Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply