په ګډ ژوندانه کې د د خاوند د قِوامتْ سمه معنا

0 1,470

لیکنه: فضل الله ممتاز د فقهي علومو متخصص

ژباړه: محمد خالد ملکزی

په ګډ ژوندانه کې قِوامت ( د خاوند له لوري د کورنۍ سرپرستي او څارنه) څه مفهوم لري ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې غواړو څو مهمو مسئلو ته ستاسې د قدرمنو لوستونکو پام راواړوو.

په عامه توګه د کورنیو مسائلو څارنه او د شرعي ارشاداتو ( لارښودنو) په رڼا کې د هغې کنترول او اداره د خاوند د سترو مسؤلیتونو څخه یو مسؤلیت شمېرل کیږي او لکه څرنګه چې قرآن کریم د مسلمانانو د ژوندنیزو  پرېکړو او فیصلو کتاب دی؛ نو د کورنیو ستونزو د حل لپاره او په ځانګړې توګه د خپلې مېرمنې د تأدیب او د وقایوي علاج په لړ کې خاوند ته د یو لړ ګټورو مرحلو یادونه او سپارښتنه کوي چې دا خبره مونږ ته د سورت النساء 34 مبارک آیت  داسې بیانوی او الله تعالی فرمايي: (( الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيّاً كَبِيراً )).

 (( سړيان پر ښځو باندی واکمنان( حاکمان مقرر شوي دي) او دا له دې کبله چې لوی څښتن تعالی ځیني د دوي ته پر ځینو نورو باندی فضیلت وربخښلی دی او ( بل دا چې) دوي ( دا خاوندان) (پر خپلو ښځو) باندی  له خپلو مالونو څخه لګښت کوي ( نفقه ورکوي) ؛ نو هغه مېرمنې چې صالحه، امر منونکی( د خپلو خاوندانو) او ( د هغوي) په نه موجودیت کې( د خپلو ځانونو، مالونو او اولادونو) او د هغه څه ساتونکي دي چې  لوی څښتن تعالی ( جلت عظمته) ساتلي دي. او هغه مېرمنې چې تاسې د دوي له بغاوت ( خپلسرۍ) څخه وېرېږۍ؛ نو تاسې دوي ته نېکه موعِظه( نصیحت) وکړئ او( که چېری په نصیحت سره دوي سمې نشولی؛ نو بیا)  تاسې له دوي سره مه څملئ( خپلې شاوې ورته وروګرځوئ !) او تاسې دوي ووهئ ( که په بېلتون سره هم سمې نشولی)؛ نو که چېری ېې اطاعت وکړ( او ستاسې امر ته ېې غاړه کېښوده)؛ نو تاسې پر دوي باندی لاره مه لټوئ( د دوي ته د زیان رسولو، وهلو او اذیت لپاره بهانې مه لټوئ)، بېشکه چې الله تعالی ډېر اوچت او ستر ذات دی.

په پورته مبارک آیت کې د هغوي د وهلو موخه او هدف هیڅکله هم ددې معنا نلري چې  هغوي دې وځورول شي او یا دې ورته کوم ډول ضرر ورسول شي او نه هم ترېنه مراد دادی چې تر څو د هغوی اوچت شان ته په سپکه سره وکتل شي، بلکه مقصودي خبره داده چې تر څو ستاسې مېرمنې تنبیه( متوجه) شي او خپلو ورسپارل شوو مسؤلیتونو ته پام راواړوي او دا هم باید ووایو چې:

  مېرمن که د یو لوري ځینې نیمګړتیاوی لري؛ نو ددې  تر څنګ خورا  ښه صفتونه او حمېده اړخونه هم لري. دلته غواړو یو بل حقیقت هم ستاسې پام راواړوو او هغه دا چې: خاوند ته هیڅکله هم دا روا او جائز نه دي چې خپله مېرمن دې پر مخ ووهي او داسې ېې وډبوي چې هغې ته پرې زیان ورسیږي او د هغې لوړعزت،  انساني کرامت او وقار تر پښو لاندی کړي، په ځانګړې توګه د خپل اولاد ( خپلو خپلوانو، خواښې، ښينې، خسر او داسې نورو خپلو خپلوانو)  پر وړاندی ېې حیثیت تر خاورو لاندی کړي، سپکاوی ېې وکړي او د هغوي په حق کې له ظلم او استبداد څخه کار واخلي.

که تاسې یوه شېبه هم  په دې اړه په خپل ګریوان کې فکر وکړئ؛ نو تاسې به دا څرګنده شي چې دا کار ستاسې او ستاسې د مېرمنې تر منځ ژورو اړیکو او ټېنګې رابطې ته خورا زیان رسوي او ستاسې مشاعر او احساسات زخمي کوي.

امام بخاري او امام مسلم ( رحمهما الله) دواړو یو مبارک حدیث روایت کړیدی چې یو ځل  نبي کریم( علیه الصلاة والسلام) خطبه واوروله او په هغې کې ېې د مېرمنو ( د حقوقو) یادونه هم وکړه او هغوي( مېرمنو) ته ېې  داسې نصیحت وکړ: ((يعمِد أحدكم فيجلد امرأته جَلد العبد فلعله يُضاجِعُها مِنْ آخِرِ يَومه”. الحدیث.

ترجمه: له تاسو څخه یو تن د خپلې مېرمنې ( په لوري)  پرېکړه کوي او خپل شهوت پری مرفوع کوي( له هغې سره کوروالی کوي) او بیا هغه وهي( له ډېری کرکې څخه ېې سخته ډبوي او پخپل دې کار کې له افراط څخه کار اخلي) او بیا شاید د ورځې په پای کې ورسره کوروالی وکړي( یعنې له یو  لوري څخه ورسره کرکه لري او  له بل لوري له ډېری مینې او شوق څخه ورسره مینه کوي او په دې لاره کې تفریط کوي، یعنې دا د عقلمندۍ خبره نه ده چې هم  بې حده کرکه او هم بې حده مینه په یو وخت کې سره یو ځای کړاي شي).

دهوښیار او عقلمند خاوند له مهمو نښو نښانو څخه یوه داده چې:

خپله مېرمن نه وهي، بلکه د ستونزی د اساسي  حل لپاره د هغې د شخصیت او طبیعت سره سم نورې مناسبې لاری چاری لټوي او د هغې د قناعت لپاره هلی ځلی کوي. همدا راز عقلمند خاوند د حکمت څخه کار اخلي او لومړی د خپلې مېرمنې سره د خبرو او ( Dialog)) له لاری خپلې ستونزې هواروي، په دې لړ کې خاوند که له یو لړ  چالاکۍ او مُلاطفې( له نرمۍ) څخه کار واخلي؛ نو کېدلی شي خپل هدف ته ژر ورسیږي او دا ځکه چې ښځه یو عاطفي مخلوق دی؛ نو له شک پرته د هغې سره د خشونت او تاوتریخوالي پر ځای د هغې پر وړاندی د نرمښت او ګرانښت د پالیسۍ څخه استفاده کول د هغې پر  اروا او احساساتو باندی خورا ښې اغېزې شیندي.

 د مؤمن مسلمان لپاره تر ټولو غوره بېلګه او نمونه د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) اخلاق او سیرت دی، بلکه تر ټولو غوره اخلاق نبوي اخلاق دي. په دې اړه امام مسلم ( رحمه الله) یو مبارک حدیث را نقل کړیدی او په هغې کې أم المؤمنین حضرت عائشه( رضي الله عنها) وفرمایل: ((مَا ضَرَبَ رَسُولُ اللهِ (صلى الله عليه وسلم) خَادِمَاً وَلَا امْرَأةً قَط)).

نبي کریم( صلی الله علیه وسلم) هیڅکله هم نه خپل کوم خادم او نه هم کوم مېرمن وهلی ده.

او په یو بل مبارک حدیث کې چې امام ترمذي ( رحمه الله) روایت کړیدی نبی کریم( صلی الله علیه وسلم) خپل امت ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي: ((خَيرُكُم خَيرُكُم لِأَهْلِهِ وَأَنا خَيْرُكُم لِأَهْلِي)).

ترجمه: په تاسې کې تر ټولو بهتر او غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوونکی وي او زه په تاسو کې د خپلې کورنۍ سره تر ټولو د ښه چلند کوونکی یم.

                                                                  ستاسې د هوسا او سوکاله ژوند په هیله !

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply