د سرتیري پر قبر کښلی لیک / ګرجستاني شاعر خوتابرولاوا

0 4,222

د سرتیري پر قبر کښلی لیک

ګرجستاني شاعر خوتابرولاوا

د خپل هېواد وم زه سرتیری

سپېڅلې دنده پرې ویاړیدم

دښنه لتاړ وه زما په وړاندې

هوډ مې وه ټینګ نه ماتېدم

ای لارویه! قبر زما ته !

په ځیر وګوره ضرور دي تا ته!

نیټه د مړینې مې کښلې په شناخته

ویې لوله پام کړه دیخوا ته !

سر مې شیندلی په هسکه غاړه

هېواد په مینه هستې مې ولاړه

سر مې ټیټ نه کړ د خپل هېواد

ټولو دښنو ته -، غلیمان واړه

پر دښمنانو د غږ بريښنا مې

لکه وه ټکه تالنده دواړه

ما په خپل عمر، لنډه ځوانۍ کې

نه مې سر ټیټ کړ

نه شوم په ګونډو چاته

یوازې د وطن پښو ته

کښته کېدل، یو غوره دود وه ماته

زما نشتوالی تاته شتوالی درکړ

یه هېوادواله! زما ارمان ښه ساته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply