مدینه منوره کې د بلواګرو بغاوت/مفتي عبدلولی

0 1,277

مدينې منورې ته له مختلفو سيمو نه راغليو نږدې زرو وسله والو بلواګرو بلوا او بغاوت وکړ، عثمان رضي الله عنه يې شهيد کړ، علي رضي الله عنه خليفه شو، بلواګر لاهماغسې په قوت کې وو، معاويه رضي الله عنه او نورو له علي رضي الله عنه د قصاص مطالبه کوله چې د عثمان رضي الله عنه قاتلين دې قصاص شي، د علي رضي الله عنه په حکومت کې دومره وس او طاقت نه و چې دغه بلواګر يې نيولي وای، هغوی ويل لږ صبر وکړئ، خبره خرابه شوه، جنګونه وشول، په زرګونو خلک ووژل شول، په دغه پنځه کلنه دوره کې د حربي کفارو په ضد يوه حمله هم ونشوه، بلکې ټول جنګونه او مرګونه خپلمنځي وو، امت په اختلاف کې پرېواته، وروسته امت په شیعه سني سره تقسیم شو او د دغه تقسیم بد نتايج تر اوسه مونږ وينو.
نن په هېواد کې دې ورته صورت حال روان دی، وايي دولت دې خارجيان وباسي، بيا مونږ سوله او خبرې کوو، نو نه به خارجيان وځي او نه به ته سوله کوې او وژنې به خپل هېوادوال، خپل مسلمانان، ايا دا معقوله لار نه ده چې له خپلو خلکو سره سوله وکړې او بيا په شريکه خارجيانو ته ووايئ چې زمونږ له هېواده ووځئ.
حکمت او دانايي هم د الله لويه عطا ده، له دې نه کار واخلئ.
که نه نو هېواد به مو تل د نورو د مفادو د جنګ ميدان وي. پخوا به په يو ملک کې داخلي جنګونه وو، ګاونډيانو به پرې غرض نه لاره، اوس خو ګاونډيان او لرې پراته هېوادونه ستا په هر جنګ کې خپل خير لټوي، هغوی ستا خاورې ته غله دي، ستا اوبو ته غله دي او ستا هر مادي او معنوي ارزښت ته غله دي.
نوره دې خوښه خپله خو په جنګ دې شل نه کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply