د ماتې پر بریا بدلولو ۷ لارې / ژ: احمدضيأ فضلي

0 780

۱ــ تېروتنې کوم ارزښت نه لري، خو درس ترې زده کول اړین دي؛
خپلې تېروتنې مو وپېژنی او له ځنډ پرته ترې درس واخلئ، ډېریو بریالیو وګړو ماتې ازمویلې یا یې تجربه کړې او له هغو څخه یې درس اخستی. ماتې تاسو ته د دې فرصت درکوي ترڅو د هغو لاملونه تحلیل کړئ او په راتلونکي کې همدا شان نورې تېروتنې ترسره نه کړئ. هره تېروتنه کولای شي زموږ په وده او پرمختګ کې مرسته وکړي.
۲ــ له خپل ځان سره مو د خبرو کولو خیال ساتئ، ځکه تاسې خپل ځان ته غوږ نیسی؛
له ځان سره غږېدل کولای شي په چټکۍ د زیان لامل وګرځي، په ځانګړې توګه له یوې ماتې وروسته. له ځان سره غږېدل مو کابو کړئ او دا اجازه مه ورکوئ تر څو د بې ارزښتۍ حس پر تاسې لاس بری شي.
۳ــ دا ښه ده، چې یو کار نیمکړی تر سره کړی د دې پر ځای، چې هېڅ کار په بشپړ ډول ترسره نه کړئ؛
یوازینۍ ماته دغه ده، چې هېڅ کار ترسره نه کړئ. بې فعالیتي هر څه له خطر سره مخ کوي. کله، مو چې هېڅ ډول کار او کړنه ترسره نه کړه دا مانا، چې په هېڅ لوري یون نه کوئ او دا تضمینوي، چې موږ ماتیالي پاتې شو. د کار او کړنې نه ترسره کول وېره زموږ پر ژوند خپروي.
۴ــ موږ د خپلو تېرو نیول شویو پرېکړو پایله یو، خو مه پرېږدئ، چې تېروتنې مو تعریف کړي؛
که تېر مهال مو د خوښې وړ تېر شوی نه وي، خو راتلونکی مو کولای شي له هغه څه څخه ښه وي، چې موږ یې په اړه سوچ کوو. ډېری وخت موږ د خپل تېر وخت او تېروتنو له غږېږدو څخه وېرېږو او دا تشویش لرو، چې زموږ پېژند او شخصیت له خطر سره مخ نه کړي. هېڅ ډول خبره په خپل زړه کې مه ساتئ او د هغه څه په اړه فکر او سوچ وکړئ، چې په راتلونکي کې ورسره مخ کېږی.
۵ــ د بریا دښمن وېره ده، خپله ماته دومره خطرناکه نه ده، خو له هغو څخه وېره زموږ د بریا او پرمختګ مخ نیسي. لکه د ټولو وېرو په څېر کولای شی پرې لاس بري شی او له وېرې خلاص شی.
۶ــ یو لړ کړنې له ځانه یو لړ پایلې لري. زغم او پایښت له هغو کړنو او کارونو څخه په لاس نه راځي او ښکارندويي یې نه کوي، چې د ترسره کولو وړتیا یې لرو، بلکې د هغو کړنو او کارونو لپاره د تکړتوبونو په لاس راوړل، چې پخوا مو یې د ترسره کولو وړتیا نه درلوده د زغم او پایښت ښکارندویي کوي.
هر ځل پر ځمکه لوېدل کومه ستونزه نه لري، خو دا زده کړئ، چې له هر ځل لوېدو څخه بېرته پر پښو ودرېږئ او ولاړ شی، د پياوړي زغم او استقامت سره مخ په وړاندې یون وکړی، یو لاسی د بریا او پرمختګ کلۍ ده.
۷ــ که نشئ کولای د خپلې خوښې کړنه یا کار په یوازيتوب ترسره کړی، نو اړ نه یاست، چې یوازې و اوسی؛
زموږ ماتې ځنې وخت د دې لامل کېږي، چې په شا روان شو او خپل پخوانی بد چلند بیا تکرار کړو، په دغسې حالاتو کې د یو چا ملاتړ ته اړتیا لرو، چې له موږ سره مرسته وکړي تر څو خپل بد عادتونه پرېږدو. که دا فکر وکړو، چې په یوازیتوب کولای شو له دغه ستونزمن حالت څخه ځان خلاص کړو، نو په تېروتنه کې یو. یو مربي، لارښوود یا یو ملګری پيدا کړی، چې له تاسو ملاتړ وکړي او د دې تجربه ولري، چې تاسو د

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply