شهيد سردار داود خان زمانه کې د مولايانو فسبوک …/ قاضي باران

0 2,886

شهيد سردار داود خان زمانه کې د مولايانو فسبوک د مسجد منبر وو او ځينو به يې د داود خان د تکفير او ردت فتواګانې ورکولې..
اروښاد استاذ مولوي صاحب امان الله لوګري کيسه کوله چې موږ به د داود خان پر ضد فتواګانې ورکولې مسجدونو کې..
يوه ورځ زه او درې مولوي صاحبان ملګري مو وغوښتل شولو او موږ ته وويل شو چې داود خان تاسو سره کتل غواړي، موږ هم خوشحاله چې زموږ فعاليت نتيجه ورکړه او داود خان به موږ مسکينانو سره اوس جوړه کوي..
کله چې ورغلو نو داود خان پرته له سلام څخه پوښتنه وکړه چې تاسو زما په اند څه واياست؟
موږ ورته خپله خبره او غوښتنه عاجزۍ سره له ډاره په ډېره نرمه ژبه بيان کړه..
د هال يو اړخ ته متوجه شولو چې لښتې چمتو شوي دي..
داود خان له يوې اشارې سره خپلو عساکرو ته بس موږ هم پوه نه شولو خو د لښتو او وهلو باران شو، داود خان هم په دې چربه مېلمستیا کې خپله برخه واخيسته چې خداى شاهد دى سخت يې وډبولو..
ښه مو چې وهل وخوړل بيا يې وشړلو او زما هماغه تېښته وه له وطن څخه ايران ته بيا مصر ته تر نن ورځ..
کاشکې زموږ ننني دولت کې همداسې د داود خان په څېر يو انسان پيدا شي چې دغه فسبوکي تکفيريان داعشيانو سره ملحدان راغونډ کړي او ښه وهل ورکړي چې تکفير او الحاد ورڅخه هېر شي وطن ارام شي د دې دوه ډلو له شر و فساد څخه مومنان په امان شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply