اکاډميک بحث: د سيمې جيوپوليټيک بدلونونه او پر افغانستان يې اغېزې

0 902

له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د جيوپوليټيکو بدلونونو شاهد يو. په ځانګړي ډول زموږ په سيمه کې داسې ښکاري چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د سړې جګړې د دوران په څېر، اوس يو ځل بيا دغه سيمه په دوو بلاکونو وېشل کېږي؛ خو دا ځل يې توپير دا دی چې د دغو بلاکونو ترشا د ايډيالوژۍ پر ځای د سيمې بدلېدونکی وضعيت او بدلېدونکې ګټې نغښتې دي. ظاهرا داسې ښکاري چې لومړی بلاک د امريکا او ملاتړو هېوادونو دی او دويم بلاک هم د روسيې او ورسره د ملاتړو هېوادونو له‌خوا جوړېږي.

دا چې افغانستان تل د سيمې له جيوپوليټيکو بدلونونو څخه په ژوره توګه اغېزمن شوی، بلکې يوه مهمه برخه يې افغانستان پاتې شوی، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) د دغې موضوع اهميت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډميک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمي سمينار جوړ کړی و. دغه سمينار د چارشنبې په ورځ (د مې۱۰مه ۲۰۱۷) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې د لسګونه علمي شخصيتونو په ګډون جوړ شوی و او د دريو تحقيقاتي مرکزونو مشرانو د موضوع پر بېلابېلو اړخونو څېړنيزې او هر اړخيزې ويناوې وکړې.

لومړي ويناوال او د شخړې او سولې د مطالعاتو مرکز (CAPS) مشر حليم الله کوثري د سيمې او نړۍ په کچه د جيوپوليټيکو بدلونونو پر شاليد او د جيوپوليټيک له نظره د سيمې او نړۍ پر اوسني وضعيت خبرې وکړې.

نوموړي د ځواک د وېش له مخې د نړۍ وضعيت د تاريخ په اوږدو کې په (يو قطبه، دوه قطبه، درې قطبه او څو قطبه) څلورو ډولونو ووېشه او د څو قطبه نظام يوه بېلګه يې له دويمې نړيوالې جګړې وړاندې دوران وباله، چې امريکا، جاپان، جرمني، اېټاليا او نور هېوادونه پکې وو. خو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په نړۍ کې سړه جګړه پيل شوه او نړۍ دوه‌قطبه شوه، چې يو پکې د امريکا تر مشرۍ لاندې غربي بلاک و او بل يې هم د روسيې تر مشرۍ لاندې شرقي بلاک و. که څه هم دريم بلاک د ناپېيلو هېوادونو هم و، خو مهم ځکه نه و، چې اقتصادي او نظامي ځواک يې نه درلود.

د ده په وينا، د سړې جګړې کلمه له دويم نړيوال جنګ وروسته د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۵ کال کې د برېتانوي ليکوال “جورج اورول” له‌خوا وکارول شوه او مهمه ځانګړنه يې دا ده چې په دې ډول جګړه کې هېوادونه مستقيم نه جنګېږي، بلکې د نورو هېوادونو په کارولو سره د خپل سيال د ماتولو هڅه کوي، چې ښه بېلګه يې هم د افغانستان جګړه ده او کله چې شوروي په افغانستان کې ماتې وخوړه، سړه جګړه هم پای ته ورسيده.

ښاغلي کوثري په سيمه کې د اوسني جيوپوليټيک وضعيت په اړه وويل: دا مهال يوه بله ځانګړې جګړه يا (hybrid war) پيلېدونکې ده او دا چې امريکا دا مهال په سيمه کې نظامي حضور لري، ښايي تر ټولو ستر لوبغاړی به يې هم امريکا وي. د ده په خبره، د دا ډول جګړې ځانګړنه دا ده چې ځواکمن هېوادونه د خپلو رقيبانو د ځپلو لپاره هره ممکنه لاره کاروي. د بېلګې په توګه د طالبانو او روسيې اهداف په ټکر کې دي، خو په اوسني وخت کې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره د اړيکو جوړولو په حال کې دي.

د ده په خبره، دا چې امريکا په عربي هېوادونو کې اډې لري، هلته نظامي حضور ته ډېره اړتيا نه ويني، خو زموږ په سيمه کې يې اډې نه درلودې او دلته نظامي حضور ورته مهم دی. که څه هم د سيمې هېوادونه په ۲۰۰۱ کال کې پر افغان خاوره د امريکا له بريد سره موافق وو؛ ځکه ايران، روسيې، چين او داسې نورو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه غوښت او هغه مهال تر ډېره په افغانستان کې فعال هم نه وو؛ خو له ۲۰۰۱ کال وروسته دغو هېوادونو خپل رول په افغانستان کې زيات کړ؛ مګر سره له دې هم اوس د دغو هېوادونو هڅه دا ده چې امريکا له دې سيمې ووځي.

د ده په وينا، په اوسني وخت کې په ځانګړي ډول په سيمه کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته د سيمې هېوادونه دې پايلې ته رسېدلي، چې دلته د امريکا حضور نه يوازې دا چې “ترهګري” ځپلې نه ده، بلکې مرسته يې هم ورسره کړې او زياته کړې يې ده. په سيمه کې يو مهم هېواد (چين) دا مهال د “يوه کمربند-يوه سړک” د پروژې پلي کېدو لپاره د افغانستان امنيت خورا مهم بولي او وېره لري چې په سيمه کې د امريکا حضور به د دوی د اقتصادي پلانونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د غونډې دويم ويناوال او د افغانستان د سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (RSCA) مشر رفيع الله نيازي بيا د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت د راغلو او راتلونکو جيوپوليټيکو بدلونونو پر اغېزو خبرې وکړې. د ده په خبره، له جيوپوليټيکي لحاظه زموږ سيمه ډېره اغېزمنه شوې ده او ګڼې پديدې له منځني ختيځ، منځنۍ اسيا او سوېلي اسيا څخه دلته راغلې دي؛ خو پر افغانستان د دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان اغېزې زياتې دي.

د ده په خبره، پاکستان په افغانستان کې څلور هدفونه لرل: ۱-په افغانستان کې د پاکستان طرفدار حکومت. ۲-د هند د نفوذ نشتون (د افغانستان پر بهرني سياست کنټرول). ۳-د پاکستان د تولیداتو لپاره مارکېټ جوړېدل. ۴-د افغان نشنلېزم له منځه وړل. خو په وينا يې چې دا مهال پاکستان هم خپلې ګټې په خطر کې ويني او د امريکا ترڅنګ د چين او روسيې په څنګ کې هم ولاړ دی، چې په مسکو کې وروستۍ درې اړخيزې ناستې يې ښه بېلګه ده. همدا راز دلته د ناامنۍ يوه زياته برخه د اوبو پر سر جګړه هم ده.

ښاغلي نيازي زياته کړه، چې په سيمه کې د (پاکستان، چين، روسيې+ايران) يوه بلاک او په بل پلو کې د (امريکا، هند او افغانستان) بلاک د هېواد لپاره ژورې اغېزې لرلی شي. له امنيتي پلوه دا ټول هېوادونه د افغانستان په قضيه کې دخيل دي او له اقتصادي پلوه هم د بېلګې په ډول افغانستان د ترانزيټ په برخه کې زيانونه ګالي. خو په عين وخت کې افغان حکومت امريکا ته اړ دی او د خپلو درنو لګښتونو لپاره بله لاره نه لري.

د رفيع الله نيازي په خبره، دا چې افغانستان نه په تېر کې او نه هم اوس د بهرني سياست لپاره مشخصې کرښې لرلې، ترڅنګ يې ملي ګټې هم نه دي تعريف شوې، د سيمې د هېوادونو (ايران-سعودي) او (پاکستان-هند) ترمنځ يې توازن نه دی ساتلی، چې له کبله به يې د دارنګه بدلونونو اغېزې ژورې وي.

دريم ويناوال او د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) مشر دکتور عبدالباقي امين بيا پر دې خبرې وکړې، چې د سيمې په جيوپوليټيکو بدلونونو کې افغانستان ته څه کول پکار دي. ښاغلي امين وويل، د سيمې او نړۍ له جيوپوليټيکو بدلونونو له منفي اغېزو نه يوازې دا چې ځان ژغورل کېدای شي، بلکې مثبته ګټه هم ترې اخېستل کېدای شي؛ خو اساسي شرط دا دی چې په افغانستان کې يوه همغږې اداره او قوي مرکزي حکومت موجود وي. د ده په خبره، حکومت په داسې وضعيت کې بايد د لابي جزيرې کمزورې بلکې ختمې کړې او له سيمه‌ييزو رقابتونو څخه مثبته ګټه واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې تحقيقاتي مراکز کولی شي په  ګډه حکومت ته په دارنګه مواردو کې د څېړنو او تحليلونو پر بنسټ ولاړې مشورې ورکړي او دا مرکزونه بايد د خپل ملي مکلفيت په توګه دې چارې ته پام وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو له‌خوا هم د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشول.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply