پروفیسر ګندا سینګ د(درانی احمدشاه) د تاریخ لیکوال / ډاکټر لطیف یاد

0 2,022

ډاکټر ګنداسینګ دجوالا سینګ زوی دی چې د ۱۹۰۰ زیږدیزکال دنوامبر دمیاشتې په ۱۵۵ نیټه دهند دپنجاب دهوشیار پور په سیمه کې زیږیدلی دی.
ګنذاسینګ لا وړوکی ماشوم و چې دخپلې سیمې دمسلمان ملا نه یې دسبق په ویلو پیل وکړاووروسته بیا دخپلې سیمې په لومړني ښوونځي ( پرائمري سکول ) کې شامل شو. دښوونځي تر بشپړولو وروسته دهوشیارپور په ( ډي .ای .وي ) کالج کې یې داخله وکړه او بیا دلاهور دفورمان په کریسچن کالج کې شامل شو ، خو ډیر ژرچې لا نولس کلن ځوان و دانګریزانو له خوا په پوځ کې برتهي شواو په راولپینډۍ او پيښور کې یې دانګریزانو لپاره پوځي دندې تر سره کړلې. ده وروسته په ۱۹۲۰ او ۱۹۲۱ زیږدیزو کلونو کې دعراق دبصرې په ښار کې دانګریزانو په پوځ کې کار کاوه ، خو وروسته هلته دټوپک په ګولۍ ولګید او ټپي شو او په روغتون کې و. تر جوړیدو وروسته هندوستان ته ولیږل شو ، خو په اشتباه سره دده کورنۍ ته ویل شوی و چې دی مړشوی دی او کله یې چې دخپل کور دروازه وټکوله نو دکورنۍ غړي یې وویریدل چې ګواکې دا دده روح دی نو ځکه یې کورته دننوتلواجازه ورنکړه.
تر هغه وروسته ګنداسینګ تر ډیرې مودې پورې په خپل کور کې پاتې نه شو او له هغه ځایه بیرته عراق ته ستون شو او له عراقه داینګلو –پرشین دتیلو په کمپنۍ کې چې دایران دآبادان په ښار کې و د اکو نټینټ( محاسب ) په توګه وګومارل شو.په دغه وخت کې مشهور انګریزي سکالر سر ارنالډ ویلسن ددغه کمپنۍ منیجرو.
ګنداسینګ په ۱۹۳۰۰ زیږدیز کال پنجاب ته ستون شو اوهلته د پهولواري دمیاشتنۍ مجلې دتحریر دهیئات( ایډیټور یل بورډ ) غړی و.بیا وروسته په ۱۹۴۹ زیږدیز کال دپنجاب دپټیالې دښار دمیوزیم دآرشیف ( ارکایو) ډایر کټرو. ډاکټر ګندا سینګ په ۱۹۵۰ کال کې دهند دپنجاب دپوهنتون د چاندیګړ په ښار کې په تاریخ کې دخپلې ډکټوریټ لپاره داخله وکړه او په ۱۹۵۴ زیږدیز کال کې یې پر ( دراني احمدشاه ) دخپلې دډکټوریټ تیزس ولیکه . دي دهند دنورو مورخینواو له هغو نه دمولانا ابو الکلام له خوا تل هڅول کیده.
وروسته دی دهند دپنجاب دپټیالې په خالصه کالج کې دتاریخ د څانګې دمشر په توګه وټاکل شواو په ۱۹۵۶ زیږدیز کال کې یې د پنجاب دتاریخ کنفرانس جوړ کړ. نوموړی د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۶ زیږدیزو کلونو تر مینځ دپنجاب دتاریخ دسروې دریکارډ دکومیټې غړی و.په ۱۹۶۴ زیږدیزکال دعلیګر مسلم
یونیورسیټۍ ده ته د ډیلیټ افتخاري ډیګري
Degree of D. Litt
ورکړه چې دغه ډیګري تر ډکټوریټ لوړه ډیګري ده . په ۱۹۸۷۷ زیږدیز کال دهند حکومت دی دهند د پنځو مشهورو تاریخپوهانو په توګه وپیژاند. همداراز دهند حکومت ده ته په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې دپدما بوشن علمي ایوارډ یا جایزه هم ورکړه .
ډاکټر ګندا سینګ ډیر تاریخي کتابونه لیکلي دي ، خو لکه چې دمخه وویل شول دده مشهور کتاب (درانی احمدشاه) دی چې له نن نه دیرش کلونه وړاندې دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ دپښتو څیړنو په نړیوال مرکز کې دسر محقق ښاغلي نصرالله سوبمن په زیار دانګریزي نه پښتو ته وژباړل شو او وروسته بیا چاپ شو.دغه کتاب داحمدشاه بابا او په هند کې دده دبریدونو او سوبوپه اړوند یو معتبر تاریخي کتاب ګڼل کیږي چې ګندا سینګ پرته له کومه تعصبه لیکلی دی .
پروفیسر ګندا سینګ د۱۹۸۷ زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې په ۲۷۷ نیټه دپنجاب دپتيالې په ښار کې مړشو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply