مريم (صافۍ )/ د پښتو ورځ نه نمانځم ! – ولې يې ونمانځم ؟؟؟؟

0 941

هغه سمبوليکه ورځ چې يوازې په کلنۍ ( جنتري ) کې ورته نېټه ټاکل شوې ده او بس !!!
دا به د کوم درد درملنه وکړي ؟؟؟
نن زمونږ ماشومان په خپله مورنۍ ژبه زده کړې نشې کولۍ
ټول ښوونځي ، پوهنتونونه ، نور او نور ټول په يوه لسان دي .
دا خبره د تعصب له مخې نه کوم ؛ بلکه دا زما مُسلم حق گڼل کېږي .
حتىٰ په ښار او بازار کې که چاته پښتو ووايې نو اوږې به درته پورته واچوي چې ستا په خبرې نه پوهېږم !
ولې زما د وياړونو نه ډکه ژبه دومره سپکه شوله ؟؟؟
ولې دې ژبې ته څوک چوپړ نه کوي ؟؟؟
ولې په ښوونځيو کې ، په پوهنځيو کې ، په نورو عام المنفعه ادارو کې نه کارول کېږي ؟؟؟
زمونږ ماشومانو يا ځينې لويانو ته چې ووايې په پښتو ژبې يو څه وليکه وايې نه يې شم کولۍ !
له دې نه بله لويه بدبختي به څه وي ؟
د گوتو په شمېر څو تنه فرهنگيان په چوپړ لگيا دي ، خو دا کار د څو تنو ندۍ ، بايد ټول د کتابونو په چاپولو او خپرولو سره ، پښتنو ته د ښوونځيو په جوړولو سره او نورو فرهنگي کارونو سره خپله دنده تر سره کړۍ !
پښتون يو ويده قام دۍ چې تر څو يې په سر ونه خوري له دې مرگني خوب څخه نه راويښېږي !

چې مېړانه او پښتو ورسره نه وي !
لنگوټې خو د سکانو هم په سر وي

زمونږ ځېنې پښتانه په دې وياړي چې ښځې نه پرېږدي تر څو زده کړې وکړي ، او له خپل ځواک نه د ښځو د وهلو او ټکولو له پاره کار اخلي .
د خپل هغه اتل راشد خان چې دوى يې په نړۍ کې د سيالانو سيال کړل ، انځور يې په ناڅېزه توکو ولږاوه تر څو جېبونه يې ډک شي .
دا چې ديو چا حيثيت ته چې په نړيواله کچه اتل دۍ # څومره صدمه رسېږي دوى يې څه کوي !!!
يو ځل شاوخوا وگورۍ چې څلور لارې مو د حق او ناحقو اتلانو په انځورونو لړل شوۍ دۍ ، او تاسې څومره عزت ورکړ ؟
د شُکر ځاى دۍ چې ټول پښتانه داسې ندي # شته داسې روڼ انده کسان چې د وياړونو زېږنده دي .
لومړۍ بايد پښتون ځان ته خدمت وکړي ، وروسته دې پښتو ته خدمت وکړي .
پښتو د پروفايلونو په بدلولو را بدلولو او د پښتو په شعارونو سره نه جوړېږي ، پښتو ته د قلم په څوکې سره چوپړ وکړۍ !

مريم (صافۍ )

پښتو ملنګه!

خدايه پښتو شوه د کوڅو ملنګه
شوله خفه د پښتنو ملنګه

حيرانه ګرځي پښتانه لټوي
شوه د کوډيو او خېمو ملنګه

بې ننګ بچي يې هيڅ پوښتنه نکړي
زړه چاودې تللې د بچو ملنګه

په محلونو کې يې ځاۍ نشته دى
ده ورکه ورکه په شپو شپو ملنګه

چا دانشګاه راوړه پوهنتون يې خرڅ ګړل
راته خرڅيږي تر نقطو ملنګه

چاد کلتور پر ځاۍ فرهنګ راوړلو
پښتو يې کړله د څو شپو ملنګه

هادي تباه دې د پښتو دښمن شي
چې پرې خوشاله شي پښتو ملنګه

“هادي”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply