بریا ته د رسېدو لس لارې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

0 833

۱- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې د موخو د نړۍ پر لور مې ګام اخیستی، لومړی ګام؛ یعنې هوډ.

۳- زه ګټونکی یم؛ ځکه داسې لوی رب لرم، څه چې وغواړم راته راکوي یې.

۳- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې خدای پاک مسلمان پیدا کړی یم او مسلمانان تل بریالي دي.

۴- زه ګټونکی یم؛ ځکه د ژوند نقشه مې داسې رسم کړې چې یوازې یو شی غواړي «عملي کول».

۵- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې په لومړي سر کې هر لوی کار ناممکن ښکاري، نو ټوله هڅه کوم چې ناممکن پر ممکن بدل کړم.

۶- زه ګټونکی یم؛ ځکه هم ناهیلي پېژنم او هم صبر او حوصله، پر دې هم پوه یم چې صبر او حوصله د ناهیلۍ یوه بېلګه ده، چې انسان کولای شي په اسانۍ سره یې وزغمي.

۷- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې ژوند ته د یوه ښکلي شي په سترګو ګورم، کله دې چې ژوند ته ښکلي وکتل، خپله ښکلی کېږي.

۸- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې د ورځې په اوږدو کې یو ساعت د خپل زړه خبرو ته غوږ نیسم.

۹- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې ذهن مې داسې جوړ کړی چې دوزخ راته جنت جوړ کړي، نه داسې چې جنت پر دوزخ بدل کړي.

۱۰- زه ګټونکی یم؛ ځکه پوهېږم چې ستونزې هغو لویو کاڼو ته ورته دي چې د اوبو مخه نیسي، که دغه کاڼي نه وای اوبو به غږ نه درلود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply