د نوې ټېکنالوژۍ په وسیله خپل قیمتي توکي وژغورئ!/ ژ: سمیع الله دُرانی

0 1,405

د کالیفورنیا بنسټیزې پیلوونکې کمپنۍ داسې یوه وسیله اختراع کړې، چې په واسطه یې مونږ کولی شو، د خپلو نادرکه شوو شیانوځای ځایګی په نښه او د نقشې له لارې یې پېداکړو.
ایا کله مو موټر په پارکېنګ کې در څخه ورک شوی دی؟ تاسو معلومات نه لرئ، چې ستاسو موټر چېرته دی.
دا ستونزه مو د ټرېکر په نوم یوه کوچنۍ اله حل کولای شي.
ټرېکر یا پلټونکې وسیله، چې د پېسو سِکې ته ورته ده، په موټر، موټرسایکل، بایسیکل، موبایل، بکسونو، وسایلو، کمپیوټر او حتی د حېواناتو په غاړه کې پټولی شئ او بیا پرې د خپلو توکو موقیعت د جي پي ایس سیستم له لارې معلومولای شئ.
ټرېکروسیله په توکي پورې ونښلوئ، او بیا د همدغې وسیلې اپلېکېشن په خپل ځیرک ټیلیفون کې نصب یا انسټال کړئ.
کله چې درڅخه توکی نادرکه شي، ژر د خپل ټیلیفون همدغه اپلېکېشن ته مراجعه وکړئ؛ نو تاسوته به د لسګونو، سلګونو او ان زرګونو موټرو په منځ کې د خپل موټرموقیعت او همدا شان د نورو توکوموقیعت درمعلوم کړئ؛ خو شرط دا دی، چې دا وسیله به مو په خپل توکي یا وسیله کې ځای پرځای کړې وي.
نور تاسو اړ نه یاست چې خپلو نادرکه شوو توکو پسې د اوړي په سره ګرمۍ کې نا ارامه او غوسه وګرځئ، بلکه ټرېکر وسیلې مو دا ستونزه درحل کړه.
تاسو هره میاشت کولی شئ، چې په انلاین ډول د ټرېکر لپاره بیل تحویل کړئ او خپل توکي وژغورئ.
ټرېکر د پېسو سِکې ته ورته دی او په هرځای کې نصبېدای شي.
د دې وسیلې سره خپل ذهنونه ارام کړئ او پوه شئ، چې خپل نادرکه شوي توکي په چټکۍ سره ومومئ.
په اسانۍ سره د ټرېکر وړیا اپلېکېشن په خپل موبایل کې انسټال کړئ او بیا یې له ټرېکر سره ، چې ستاسو په موټر او یا هم بل توکي کې نصب دی، ونښلوئ یا یې اټېچ کړئ.
ټرېکرداسې یوه وسیله ده، چې تاسو کولی شئ نوموړې وسیله د موټر په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کړئ لکه د موټرفرش، ټانکۍ او یا هم کوم بل ځای.
کله چې مو خپل موټر یا بل مهم توکی ورک شي، سملاسي خپل مبایل راوباسئ ، ټرېکراپلېکېشن خلاص کړئ، د ورک شوي توکي نوم په مبایل کې ولیکئ؛ نو سملاسي به درته د ورک شوي توکي کوردینات درکړي او د نقشې له لارې به یې درته موقیعت معلوم کړي.
تاسو به اوس لېوال یاست چې ټرېکر په څو روپیو وپېرو؟ د دې قېمت یواځې ۲۹ ډالره دی، او د ډېش ټي وي په څېر میاشتینی انلاین فیس غواړي.
ټرېکرنامحدود نور امکانات هم لري، کولی شئ دغه وسیله په خپلو مختلفو توکو کې ځای پر ځای کړئ او دغه توکي بیا د خپل موبایل لارې پېداکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply