انتقالي عدالت دې په ټولو پلي شي. لومړی په امرالله صالح/ نجیب ننګیال

0 1,336

“پښتانه د افغانستان په شمال کې” د ډاکټر نبي مصداق کتاب دی. په دغه کتاب کې د طالبانو له فرارېدو وروسته په شمال کې په پښتنو د جمعيت اسلامي او د ټلوالې د لنډه غرو د ظلم او بربريت ډېرې کيسې شته. نسل وژنه، په ناموسونو تېری او چور وتالان هر څه يې وکړل. همدا اوس هم د قومندان عطا تر واک لاندې سيمو کې پښتانه وژل کېږي، په خپلو کې په جنګ اچول کېږي او له سياسي صحنې بهر ساتل کېږي. په پښتنو تر ټولو ډېر ظلم د امرالله صالح په وخت کې وشو، کله چې دی د ملي امنيت عمومي رئيس و. دا سړی خورا مکار، له باطنه زهرجن او په ظاهر کې سخت لشم دی. د ده په رياست کې پښتانه په کابل کې د طالب په نامه نېول کېدل او شکنجه کېدل. هر پښتون ژبی، شډل بډل وطنوال به طالب ورته ښکارېده.
زما ملګري پوهېږي چې زه د حکمتيار سرسخته مخالف يم او تر وروستۍ ورځې مې مخالفت او د هغه خيانتونو په اړه ليکل کړي. خو که انتقالي عدالت پلي کېږي، بايد په ټولو پلي شي. ما ته يو دی رباني او حکمتيار.
ملګري دې مرسته وکړي مونږ به يوناما ته نه يواځې د حکمتيار بلکې لومړی د امرالله صالح د شکنجو، بيا محقق او خليلي د رقص مرده، ورپسې د سياف، بيا د زرداد، د کندوز د قومندان ميرعلم، په جنګي کلا کې د دوستم د ظلمونو، په ليليې دښته کې د قومندان مالک د وحشت……. او نورو جنګي جنايتکارانو په اړه عريضه جمع کړو. انتقالي عدالت دې په ټولو پلي شي. لومړی په امرالله صالح!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply