کریکټ او سیاست ، مشعل او زاخیلوال/ډاکتر هیواد جان همت

0 1,376

 ،
مونږه دا خبره بار بار کړي چې کریکټ که څه هم یو سپورت دی . یوه سیاسي لوبه هم ده . که داسې نه وه نو بیا زاخیلوال ، د بهرنیو چارو معین حشمت کرزی او مالیې وزیر اکلیل حکیمي په کریکټ‌ بورډ شورا کې څه کوي ؟
بل ځای زاخیلوال خپل بیان کې لیکلي دي چې کریکټ باید د حکومتي ادارو او منفي پالیسو ښکار نشي .دلته زاخیلوال د خپل حکومت پر سینه تور داغ لګولی . چې د پاکستان پر وړاندې یې پالیسی منفي ده . حال دا چې خپله د حکومت یو غټ مامور هم دی . ملامت یې نه بولم سیاسي بصیرت به يې همدومره اوسي . د خپل بیان اخیري برخه کې یې دا خبره هم کړي چې دا لوبه به زمونږ د لوبډلې په ګته پای ته رسیږي . اوس نو سوال دا دی چې ده ته څنګه دا معلومات شوي ؟ چې دا لوبه به زمونږ د لوبډلې په ګټه پای ته رسیږي . داسې خو نده چې د ای ایس ای په خوښه د پردې تر شاه د یوه لوی خیانت په ترڅ کې دا لوبه مصلحتآ زمونږ په ګټه پایته رسوي ؟
زاخیلوال دې دا خبره له یاده نه باسي چې زمونږ د کریکټ اتلان د همدې ولس حسه ده . حکومت مو هم همدا شان د ولس برخه ده . نو اوس که سپورت اوسي یا حکومت باید د ولس ارادې سره سم عمل وکړي‌. داسې نه چې له یوې خوا دا نارې وهو چې زمونږ د ټولو بدبختیو عامل پاکستان دی . خو بیا بله ورځ څو تنه د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ای ایس ای زامن کابل ته د لوبو کولو لپاره رادعوت کوي .
مشعل هم نن لوی دروغ وویل . مشعل صیب اوس هم سر وخت دی . ولس ته رښتیا ووایه . تا خپل پوست کې لیکلي چې هیڅ ډول تړون او هوکړه لا نده شوي . خو هلته دې بیا د امریکا غږ او زاخیلوال ته ویلي چې په څو مواردو کې مو هوکړې کړي . او زاخیلوال هم د هغه هوکړو څخه ملاتړ اعلان کړی .
زه پر ولسمشر هم غږ کوم . چې د ولس ارادې ملاتړ وکړي . ولس نه غواړي چې په یوه وخت هم جنازې وکړي او هم يې دوښمن کور دننه ورته د لوبو اتڼ کوي .
د پاکستان ای ایس ای کریکټ لوبډله کابل ته راوستل مو هم د کریکټ په نقص ده او هم مو د هغه سیاسي لوبې په نقص ده چې نن یې له وجهې پاکستان د ذوال او ذلت پر پوله ولاړ دی . زاخیلوال که نه پرې پوهیږي ملامت یې نه بولم . خو ولسمشره دا ستا مسولیت هم دی چې د ځینو تیروتنو عجولانه ډول مخنیوی وکړې.
که نور نه پرې پوهیږی له هندوستان یې زده کړی . هندوستان د ای پي ایل په لوبو کې یوه پاکستاني لوبغاړي‌ ته هم د لوبو کولو اجازه ورنکړله . حتا اوس خو هندي فلمونو کې هم پاکستانیو اداکارانو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي‌. ښه مې په یاد دي‌ . درې میاشتې د مخه د هندوستان مشهور فلم پروډیو سر کرن جوهر فلم ( اې دل هې مشکل ) چې میلیونونه ډالر مصرف پرې شوی وه ددې په وجهې يې خپرول وځنډیدل چې دې فواد خان په نوم یو پاکستاني ادا کار پکې کار کړی وه . حتا د مارکیټینګ په وخت کې هم فواد خان ته تلویزون پر پردو د ظاهریدلو اجازه ورنکړل شوله . هندوستان غواړي تر څو پاکستان پر هره برخه کې دومره ذلیله او منزوي کړي او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې پاکستان په یوه برخه کې هم د دوستی وړ ملک ندی .
او بله خبره دا چې دا به یوازې افغانستان نه وي‌ چې د پاکستان سره دا شان لوبه به لغوه کوي . د نړیوال کریکټ په تاریخ کې داسې ډيرې پیښې شوي چې ځینې ملکونه د بهرنیو لاسوهنو په احتجاج کې ځینې لوبې لغوه کړيدي . او بیا ددغه لوبو تړون داسې مهال مخې ته راځي چې کندهار کې په لسګونه امنیتي ځلمو جنازو کاروان روان دی همدا شان هغه بله ورځ خوست کې هم په لسګونه کورنئ د ویر په ټغر کیناستلی . دا ټول د چا د لاسه ؟ د پاکستان د لاسه . نو بیا مشعله ته په کومو سترګو ورځې او د پاکستان سره دا تړون راته کوې ؟
اخیر کې زه دا خبره کوم چې دغه لوبه به په هر قیمت چې اوسي مونږ به يې مخنیوی کوه . دا چې څوک مو تر مخې دریږي ولس ته به يې په ګوته کړو . بیا به وګورو چې دغه زور ته څوګ ټينګیږي .

#NoCricketwithPakistan

د امریکا متحده ایالات

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply