ښه مې وکړل/ ذکیه باران

0 1,173

قسمت بدي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل
خدای خدایي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

تا په تیاره کې غیږ کې ونیولم مچ دې کړمه
ما رسوایي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

ستا د واده په شپه مې زړه په چویدو و چې تا
بېوفایي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

ما په تیارو کې پټ ژړل تندر راپرېوتلو
چا رڼایي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

ډارنه! ته رانه منکر شوې خو ما ستا په نامه
ښه شاعري وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

ما بې له تانه په ژوند تیل وشیندل ومې سوله
تا زنده ګي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

باران چې واورېده شپه مونږ کره پاتې شولې
ما خوشالي وکړله چیغې مې کړې ښه مې وکړل

ذ. باران

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply