جمعیت اسلامي امتیاز غواړي /حلیم حیدری

0 729

ولسمشر ته پکار و چې د صلاح الدین ربانی له صلب صلاحیتیدو سره سم یې بهرنیو چارو وزارت ته یو وړ شخص ورپيژندلی وای په دې اړه ولسمشر ته چا ګوته هم نه شوه نیولی ځکه چې نوموړی د پارلمان لخوا صلب صلاحیت شوی و او د نوموړي څخه د صلاحیت يه اخیستو کې استاذ عطا هم له خپل نفوذ څخه کار اخیستی و چې تر څو وښیي چې هغه نفوذ نلري نو د جمعیت د رهبري وړتیا هم نلري خو له بده مرغه دا کار په خپل وخت ونشو راځو د خپل خبرې ته چې د جمعیت اسلامي ګوند نوې غوښتنې دي :

د حزب اسلامي سره سولې جمعیت ډېر اندیښمن کړی دی ځکه چې د حکمتیار صیب ته د ښه راغلاست په موخه چې کومه جلسه  حزب اسلامي ترتیب کړې وه پکې له ورایه ښکاریده چې حزب اسلامي د یو قوم رهبر نه دی بلکې یو افغان شموله ګوند دی نو له دې کبله دوی ورځ په ورځ په قدرت کې د پاتې کیدو په موخه نوې دسیسې جوړوي د استاذ عطامحمد نور او ورپسې د صلاح الدین رباني له خبرو ښکاره څرګندیږي چې هغوی نه د تظاهراتو د ورځې د شهیدانو قاتلان په کار دي  نه یې امنیتي سمون پکار دی ځکه چې اوسني وضعیت ټولو درک کړی دی چې د اوسني حکومت بدیل له چا سره نشته دی .

جمعیت اسلامي هم د وضعیت د سمون په خاطر کومه جامع طرحه نلري او اوسنی حکومت یې په پښتونپالنه تورن کړی دی چې همدا یې د زړه خبره ده ، دا نورې کومې خبرې چې کوي یې تش پلمي دې . کرزی صیب دې الله تر ډېره ژوندی لري دوی یې په داسې مړۍ عادت کړي چې له هغې نه په کمه مړۍ هېڅ نه راضي کیږي . عطامحمد نور د خپل په خبرو کې زیاته کړه چې هغوی د دولت سقوط نه غواړي او دولت نه تضعیفوي .

ځکه چې هغه پوهیږي که د قدرت تشه راځي نو دا تشه به د دولت مخالفین ډکوي نه جمعیت اسلامي چې ، دا هغه څه دي چې د جمعیت اسلامي مسؤولین یې هېڅ نشی زغملی ځکه چې بیا به د هېواد پرېښودو ته اړ شي او په میلیونونو دالرو په بیه ملکیتونه ترې پاتې شي . د پخوا په شان دوی د هېواد د تجزیې خبره هم نشي کولی ځکه چې شمال ته د طالبانو نفوذ د افغانستان د تجزیې د خطر احتمال صفر ته رسولی دی .

د طالبانو پلوي نه کووم ډېر د کار خلک یې راته شهیدان کړي دي خو دا یو حقیقت دی هدف مې له دې لیکنې څخه دا دی چې دولت باید پوه شي چې جمعیت نور هېڅ خطر نشي رامینځته کولی تش غواړي چې په قدرت کې پاتې شي او بس . بله خبره چې غواړم په ډاګه یې کړم په تاجک قوم کې له جمعیت پرته ښه وړ او وطنپال خلک شته چې د اختلاس او غلا سره مینه نلري که سبا له دندې لرې هم شي مني یې او دولت په قومپالنې نه تورنوي دولت کولی شي د جمعیت تشه په هغو پوره کړي .

حلیم حیدری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply