د ټرمپ ستراتیژیو ځنډ او د غني لازمو کړنو اړتیا! /لیکوال : حبیب پکتین

0 680

د بن له لومړنۍ غونډې چې په ترڅ کې یې حامدکرزی د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو بیا تر نن پورې د امریکا او افغانستان اړیکې او د امریکا پاملرنې د پام وړ بدلون موندلی او یو ډول نه دی پاتې شوې، چې په لومړیو کې پر افغانستان د تپل شوې جګړې د پیل ، په افغانستان کې د نوي نظام پیل ، د امریکا د ډیموکراټ او جمهوریت غوښتوونکو ګوندونو د دریځونو بدلون او دغه راز د ولسمشرانو بدلون. په افغانستان کې د امریکا په خپل سرو کړنو د افغانانو نیوکې او له دې لارې نړیوال فشارونه ، په سیمه کې د افغانستان له نورو هیوادونو سره ستراتیژیک او اقتصادي تړونونه او تر ټولو لوی لامل یې د سوریې ، عراق ، لبنان او … جګړې وې، چې افغانستان ته یې د امریکا پاملرنې کچه راټیټه کړه.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له ټاکل کیدو سره د افغانستان ، پاکستان ، چین ، روسیې ته د ستراتیژیو په ټاکلو کې کوم جديت نه تر سترګو کیږي. په داسې حال کې چې باید د امریکا نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې په دې تړاو په خپلې وینا کې ګڼ موضوعات روښانه کړي وای، خو هغه مهال هم د ټرمپ ډیره پاملرنه خپلو داخلي مسایلو ته وه او بس، ځکه دی د کورنیو مخالفتونو څخه ډیر په ویره کې ؤ، نو ځکه یې ټوله پاملرنه کورنیو مسایلو ته وه.

خو تر ټولو مهم ټکی چې د ټرمپ له کړنو څرګندیږي؛ هغه دا دی چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د پوخ سیاسي شعور نه درلودلو په خاطر مناسب نه دی او ډيری لویدیځوال هم په همدې نظر دي او دده واکمنۍ پر مهال ګڼې داسې پیښې وشوې، چې د امریکا سیالان یې زړور کړل، چې د شمالي کوریا هستوي هڅو ګړندیتوب او آزمایښتونه ، د سوریې په چارو کې د روسیې او ایران د پوځي لاسوهنو اوج. نو له دې ټولو دا څرګندیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یو لوی سوداګر دی او یوازې په خپله سوداګرۍ او د هغې په چارو ښه پوهیږي، نه په سیاسي کورنیو او نړیوالو چارو.

تر ټولو لومړۍ یې دا چې د پاکستان لومړي وزیر سره د امریکا د ولسمشر بریالتوب د مبارکۍ په ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ د یو نابلده په څیر چلند وکړ او پرته له دې چې پر پاکستان له همدې پیله غږ وکړي چې د ټروریزم پر وړاندې مبارزې برخه کې دې ریښتینيتوب ښکاره کړي له پاکستان سره د کلکې همکارۍ او دوستۍ خبره یې وکړه، چې هیچا هم داسې ګمان نه شو کولای.

بل لور ته اوس امریکا وايي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلان په وروستيو پړاوونو کې ده او په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لږ شمېر ځواکونو پر زياتولو د ګډ توافق، د پاکستان په وړاندې د سخت سياست غوره کول او دا حتمال چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته د حملو نوى کمپاين پيل شي او پاکستان د ټرورېزم د ملاتړي هېواد په توګه پیژندل او اعلانول ، په افغانستان کې د ايران د نفوذي هڅو زیاتیدو په تړاو اندیښنې هغه ټکي دي چې دوي ترینه د بسوګۍ واده جوړ کړی او وايي چې دې ستراتیژۍ باندې غور روان دی.

نو له دې ټولو ښکاري چې په سیاسي چارو د ټرمپ نابلدتیا ددې سبب شوې، چې د امریکا کانګریسمینانو ، د ټرمپ مشاورینو او… په ګډون سره لومړۍ ستراتیژۍ جوړې او بیا یې ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړي، چې له ګڼو چنو وهلو او ادلون بدلون وروسته به یې اعلانوي، نو له همدې امله په ټولو چارو کې ځنډ راځي، چې دا د امریکا لپاره په نړیواله کچه ددوي لاسته راوړنو او ګټو لپاره لوی زیان اړوي او لرې نه ده چې د امریکا سیالان له دې موقع څخه په ګټه اخیستنه خپلو موخو ته ځانونه ورسوي او د سیالۍ په ډګر کې ترینه مخته شي.

خو دلته افغان دولت او حاکم ستر سالار ته په کار ده چې د امریکا په مرستو پورې ځان محدود نه کړي او د نړۍ او سیمې سترو قدرتونو سره د اړیکو غښتلي کولو هڅه وکړي او دا به یو طلايي فرصت وي ، چې بل وخت به یې تر لاسه نه کړي. بل لور ته دې د خودکفايۍ پر لور د هیواد اقتصادي بنسټونو رغولو ته جدي پاملرنه وکړي. د کورنیو ستونزو حل لپاره دې د سولې هڅې کړندۍ کړي او د اعتبار او وړتیا وړ کسانو ته دې په نظام کې ځای ورکړي. استخباراتي ادارې غښتلتیا او پاکولو لپاره دې په خپله مټې را بډ وهي او په نورو نظامي ارګانونو کې دې هم د بدلونونو په راوستلو سره د پام وړ کارونه تر سره کړي او د کورنیو مخربو کړیو په سیستماتیک ګوښه توب او لمنځه وړلو لپاره دې ځانګړی پروګرام جوړ کړي او د اداري فساد پر وړاندې دې د استخباراتي ادارې په چوکاټ کې یوه ځانګړې اداره ور زیاته کړي او د سترو غلو د شتمنیو په کنګل کولو او د دولتي خزانې ته یې رالیږدولو سره د اداري فساد د پرمختګ مخه ډب کړي تر څو له دې لارې نړیوال اعتبار تر لاسه کړي او د مرستندویه هیوادونو مرستې را جذب کړي او تر ټولو مهمه دا چې امریکا دې په دې قانع کړي چې د اضافي سرتیرو پر ځای دې د افغانستان ملي پوځ په تجهیز په تیره د هوايي ځواک مجهز او غښتلي کولو کې مرسته وکړي او د رادار سیستم دې افغانانو ته په خپل لاس کې ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply