بصیر بیدار ستوری : مزدور/ غریب

0 798

ویښ شي نیمه شپه کې ورته وژاړي
ژوند نه په ګیله کې ورته وژاړي

راشي خالي لاس بچي ورمنډي کړي
ټول په دروازه کې ورته وژاړي

سهار وچه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌‌ډۍ وخوري اوبو سره
وږی نس غرمه کې ورته وژاړي

دا هم غریو نیولي په سلګو کې وي
ښځه یې په وره کې ورته وژاړي

څوک چې ورته نذر یا خیرات ورکړي
دواړه لاس جوړه کې ورته وژاړي

وویل بیدار غریبي ورکه شه
زړه به دي روژه کې ورته وژاړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply