روژه او کرکټ، افغانستان ولې ویسټ انډیز ته لوبې وبایلې

0 1,360
په ویسټ انډیز کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای و، وايي چې تقریبآ ټولو لوبغاړو روژه نیوله

افغانستان په تېرې شاوخوا یوې اونۍ کې پر ویسټ انډیز درې پرلپسې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ وبایللې، یو علت یې هم روژه وبلل شوه.

ویسټ انډیز او افغانستان په کرکټ کې ډېر فرق لري، ویسټ انډیز همدا اوس د ۲۰ اورونو نړیوال اتل دی او افغانستان په لسم مقام کې دی.

که له دې توپیره او د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې له ځینو تخنیکي ستونزو تېرو شو، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو د افغانستان د ماتې یو علت دا باله چې افغان لوبغاړو د ورځې روژه نیوله چې د شپې به یې لوبو ته پوره انرژي نه لرله.

د امریکا غږ خبریال هاشم حبیبزاده چې په ویسټ انډیز کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای و، وايي چې تقریبآ ټولو لوبغاړو روژه نیوله.

ایا په داسې حالت کې روژه فرض ده؟

په شرعي او طبي لحاظ په مسافرت او مرضتیا کې مسلمان ته د روژې خوړلو حکم شوی دی، خو بیا به یې وروسته نیسي، او دا یوه فقهې مسئله هم ده. افغانستان کې ډېر خلک د ابو حنیفه د مذهب پیروان دي. دیني عالم جمال کاکړ وايي د ابوحنیفه مذهب په اساس”که څوک د دریو او ۱۵ ورځو ترمنځ مسافر وي، بیا دې روژه وخوري، خو د نورو مذاهبو مشران بیا مطلقآ په دې باور دي چې مسافر باندې روژه فرض نه ده”.

ښاغلي کاکړ امریکا غږ اشنا ته وویل ” اسلام افغان لوبغاړو ته د روژې خوړلو مطلق اجازه ورکړې، باید هغوی دا حکم پر ځای کړي. په تېره بیا داسې یو حال کې چې هم مسافر دي او هم د خپل هېواد د نوم او بیرغ د لوړولو لپاره هلې ځلې کوي”.

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران وايي سره له دې چې روژه پر مسلمانانو فرض ده، خو په طبي لحاظ د انسان وجود هم کمزوری کوي.

له ویسټ انډیز لوبو کې به افغان لوبغاړو د ورځې روژه نیوله او د شپې لوبې کولې

ډاکټر شیر عالم شینواري امریکا غږ انشا ته وویل “د انسان وجود له یو لړ حجراتو جوړ دی او د حجراتو د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید انسان خوراک او څښاک وکړي. که انسان روژه نیسي خو لوبه او یا کوم بل سخت فزیکي کار کوي دا یې پر فکر، دماغ، سترګو او پر هر بل غړي بد تاثیر کوي او وجود کمزوری کیږي.”

ښاغلي شینواري له ویسټ انډیز سره د افغان لوبډلې د ماتې یو علت هم د وجود کمزورتیا وبلله. د افغانستان د ملي لوبډلې غړی کریم صادق هم په همدې نظر دی.

کریم صادق وايي “که لوبې د ورځې وي، باید لوبغاړي روژه ونه نیسي، موږ هم له عالمانو څخه پوښتنه کړې ده، موږ ته اجازه شته چې روژه وخورو، ځکه چې هم مسافر یو او هم د وطن لپاره لوبې کوو. موږ مخکې هم په روژې کې لوبې کړي روژې مو خوړلې دي خو بیا مو نیولې دي”.

ښاغلي صادق امریکا غږ اشنا ته دا خبره هم وکړه ” دا ډېره سخته ده چې هم لوبه کوي او هم روژه ونیسي. که فکر دې روژې ته شي، بیا لوبه خرابیږي”.

په ویسټ انډیز کې د افغانستان درې واړه شل اوریزې لوبې د شپې وې او لوبغاړو به د ورځې روژه نیوله او په هوټل کې به یې ارام کاوه. خو دا هم سخته بلل کیږي چې له روژه ماتې ورسته دې بیا کوم لوبغاړی عادي لوبه وکړی شي.

له دغې ستونزې سره یوازې افغان لوبغاړي نه دي مخامخ، همدا اوس په انګلنډ کې د چمپین ټرافي په نامه د نړۍ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده.

د پاکستان، بنګلدېش، هند، افریقا او انګلېنډ په لوبډلو کې مسلمانان شته چې یو شمېر یې د لوبې پر مهال روژه هم نیسي.

څو ورځې مخکې پاکستان له هند سره لوبه لرله او د کرکټ مبصر رمیز راجا وویل چې د پاکستان څلور لوبغاړو روژه نیولې ده. پاکستان دا لوبه وبایلله او په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستانۍ لوبډلې ځینو مینوالو لوبغاړي تورن کړل، چې روژه يې نیولې وه، انرژي يې کمه وه او لوبې یې وبایللې.

د یادولو ده چې له ویسټ انډیز سره د افغانستان درې نورې یوې ورځنۍ سیالۍ د ورځې وي او شاید افغان لوبغاړي روژه ونه نیسي چې ښه لوبه وکړی شي.

دا لوبې د ویسټ انډیز په وخت د جمعې په ورځ په شاوخوا ۲:۰۰ پیلیږي چې په کابل کې شاید نیمه شپه وي.

امریکا غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply