د ناکامیو تکرار/خوشال اصفي

0 884

د ناکاميو تکرار؛ څلور اړخيزې غونډې بيا پېل شوې !
په داسې حال کې چې افغان ولسمشر غني په ځلونو ويلي چې له پاکستانه د سولې تمه نه لري؛ افغانستان او پاکستان د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه. ولسمشر غني چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللى؛ د دغه سفر په لړ کې يې د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه. غني او شريف د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ترمنځ د څلور اړخيزو بحثونو او غونډو پر جوړولو سلا شول. د يادلو ده چې له دې وړاندې هم له پاکستان سره ورته پنځه څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې خو د پام وړ پايله يې نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت په ټينګار سره ويلي چې که پاکستان هغه وسله والې ډلې ونه ځپي چې سوله نه غواړي، نو افغان پلاوی به په نورو څلور اړخیزو غونډو کې ګډون ونه کړي. څه موده وړاندې د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ويلي و چې “د سولې په څلور اړخيزو غونډه کې ميکانيزم داسې و، هره ډله چې سولې ته نه حاضرېږي، په وړاندې يې اقدام کېږي، دا هغه ژمنه وه چې پاکستان کړې وه، پاکستان دې لومړی په خپلو ژمنو عمل وکړي نو بيا به موږ هم په څلور اړخيزو غونډو کې برخه واخلو.”
د څلور اړخیزو ناستو لاړۍ چې لومړۍ ناسته يې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وړاندې اسلام اباد کې ترسره شوه، دوه نورې پرلپسې ناستې يې کابل کې وشوې او بله يې هم په پاکستان کې ترسره شوه. په لومړۍ ناسته کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وشوې خو کله چې دغه پروسه د بريا پر لور روانه شوه؛ پاکستان د دغه غونډو د سبوتاژ لپاره د دوه کاله وړاندې مړ شوي طالب مشر ملا عمر د مړينې خبر خپور کړ. هماغه و چې دغه لړۍ يې ټکنۍ او پر وړاندې يې خنډونه راپورته شول.
د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې د پاکستان هغو ژمنو افغانانو ته هیلې پیدا کړې چې ګواکي وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي او هغه ډلې به ځپي چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، خو د وخت په تېرېدو سره د افغانانو دا هیلې په ناهیلۍ واوښتې. د افغانانو د ناهيلۍ علت هم په دغه غونډو کې د پاکستان لخوا په ورکړل شويو ژمنو نه عمل، پر پاکستان د امريکا او چين لخوا لازم فشار نه راوړل او دغو غونډو ته د افغان حکومت بې ځايه هيله مندي وه.
د څلور اړخيزو غونډو په لړ کې پاکستان ژمنه کړې چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو خبرو ته کينوي او که حاضر نه شول؛ پر وړاندې به يې په ګډه پوځي اقدام کوي خو د پنځو غونډو په ترسره کيدو يې نه طالب د خبرو ميز ته کش کړو او نه يې هم پر وړاندې پوځي اقدام وشو. ، همدارنګه بيا امريکا او چين هم ژمنه کړې وه چې پر پاکستان به فشار راوړي څو طالبان اړ کړي چې د سولې خبرو ته کيني خو امريکا او چين هم هغه څه ونه کړل کوم چې يې ژمنه کړې وه. همدا علت و چې د څلور اړخيزو غونډو له لړۍ څخه د افغان ولس په ګډون د افغان حکومت هم هيله مندي وشليدله.
دا کومه نوې خبره نه ده چې پاکستان افغان حکومت په خپلو تکراري ژمنو دوکه کوي، بلکې له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت د کار د پيل او آن د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم دغه هيواد له افغان حکومت سره خپله هيڅ يوه ژمنه هم نه ده عملي کړې. نو اوس د دې پر ځای چې افغان حکومت يو ځل بيا په پاکستان ړوند باور وکړي او څلور اړخيزو غونډو لړۍ بيا پيل کړي؛ بايد له پاکستان سره د تيرو ترسره کړيو څلور اړخيزو غونډو حساب وکړي. افغان حکومت بايد له پاکستان څخه د خپلو ترسره کړيو ژمنو د عملي کيدو غوښتنه وکړي. تر هغې چې پاکستان په عمل کې ثابت کړي نه وي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کينوي؛ هر ډول او هر څو اړخيزې غونډې فقط د وخت ضايع کول او د افغان حکومت بوخت ساتل دي.

حل لار څه ده؟
اوس د حل لار دا ده چې د افغان سولې او وسله والو طالبانو سره د خبرو د ا درس په توګه بايد د پاکستان له غوره کولو تېر شو. ځکه څه د پاسه شپاړلس کلونه کېږي چې پاکستان موږ ته د سولې په اړه تشې ژمنې راکړې، له موږ سره يې چل کړی، افغان حکومت يې په يو ډول بوخت ساتلی او خپلو اهدافو ته يې ځان رسولی دی. ښه دا ده چې د پاکستان په ځای يوه بله ټاکنه ولرو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply