د ناکامه تجربې تکرار/ نقیب الرحمن عمري

0 444

د  ملي وحدت حکومت تر جوړېدو  وروسته ځینې زور واکي اشخاص چې له ډېر وخته یې د دولت لوړې او مهمې چوکۍ په لاس کې وې، ولسمشر  یو څه له پامه وغورځول، مانا دا چې ځینې یې له دندو ګوښه کړل او د ځینو  بیا صلاحیتونه را کم کړل شول دا طبعي ده چې له قدرت څخه لرې کېدل  زغم، حوصله، انساني اخلاق او کامل جرئت  غواړي له اقلیت څخه د اکثریت وګړو حقوق اخیستل هم ستونزې را ولاړوي او د داسي حقوقو په نسي ډول لاسته راوړل په ‌خپل ذات کې له غبرګونونو سره مله وي په دې اړوند د غني جرائت د ستایلو  دی څو  ورځې وړاندې څو له حکومته خپه حکومتي چارواکو  په ترکیه کې د محمد اشرف غني په ضد د افغانستان ژوغورنې تر نوم لاندې یو دری اړخیز  ایتلاف وکړ .

د دغه ایتلاف د رهبري شورا مهم غړی د جنبش ګوند پخوانی رهبر  او د ولسمشر لومړی مرستیال  عبدالرشید دوستم  په ایشچي باندې د جنسي تېري په تور په دولت کې لویه دوسیه لري د نړیوالو سازمانونو او ټولنو  په تاکید او څارنه کاري دفتر ته له تلو منع شوی تر څو  دوسیه یې وڅیړل شي د جنرال  دوستم دغه او دېته ورته چارو په ازبک قوم کې د خپل محبوبیت کم او جنبش ګوند په دو ټوټو تقسیم کړ، هغه نفوس چې مخکې دوستم پر ازبک قوم درلود اوس یې نه لري…….

د جمعیت ګوند اجراییه رییس او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او د یاد ګوند رهبر  او بهرنیو چارو وزارت برحاله سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د دغه ګوند په استازیتوب د یاد ایتلاف سه یو ځای شول  د جمعیت ګوند د رهبري شورا  فکري بې ثباتي او  بې اتفاقي ددې لامل شوې،  چې په مقابل کې یې د جمعیت ګوند د انسجام شورا رامنځ ته شي په یاده شورا کې د جمعیت ګوند برجسته، فعال او بانفوذه شخصیتونه برخه لري مانا دا چې اوس د جمعیت ګوند پریکړې د قومي، ژبني او سمتي موخو پر اساس کیږي او د یاد ګوند ملي توب یې په بشپړ ډول له منځه وړی دی……..

محمد محقق د حزب وحدت ملي مردم افغانستان رهبر او د اجراییه ریاست دویم معاون هم  د دغه مثلث یو اړخ دی نوموړی په ښکاره د ځینو  همسایه هېوادونو  پروژې په افغانستان کې پلې کوي او د افغانستان ملي ګټې ورته د مولی ارزښت هم نه لري د غني په حکومت کې هزاره قوم نظر نفوس ته، په حکومت کې فعاله ونډه لري او دا په ډاګه ویلی شو  چې یوازې محقق د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو  په خاطر  له حکومته خپه دی د ده په مقابل کې  درې چنده هزاره وروڼه د کریم خلیلي او دانش تر څنګ د حکومت په ملاتړ دریږي………

د دغه ایتلاف د غړو بل ستر جنایت او غلفت دادی، چې  دوی اوس هم د دولت په لوړو پوستونو کار کوي د بیت المال له پیسو او د دولت په امکاناتو  د دولت پر ضد د نورو ملکونو  په ګټه د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهی او داسې یوه زمینه جوړول غواړي چې هغه پخوانی برم او قدرت پکې لاسته راوړي دوی له دې ډول ایتلافونو  کافي ترخې تجربې لري د دوی دا ډول ایتلافونه اوس په حکومت ځکه فشار نه شي راوړی یو دا چې  د دغه  مثلث هر اړخ د خپل ګوند او قوم ملاتړ له ځان سره نه لري او بل داچې له غني سره د حزب اسلامي امیر حکمتیار  په څنګ کې ولاړ دی نو دا ځکه  د غني له پاره ښه بدیل دی، حزب اسلامي په پوره مانا یو سیاسي او ملي ګوند دی د افغانستان د هر وګړي حقوق پکې خوندي دي او بل هيڅ قومي او سمتي رنګ ته لري په ټوله کې ویلای شو چې دغه ایتلاف به نه دا چې کوم خاص امتیازات تر لاسه کړي بلکي د تیر  په څېر به له څه مودې وروسته په  خپلمنځي جنجالونو لاس پورې کړي او دا به د دوی وروستۍ ازموینه  وي چې د خپلو شخصي ګټو د لاسته راړلو په خاطر  د خپل قوم په مخ کې ناکامیږي او خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply