زوریدلو او ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړ څو ټکې/ بسم الله اکبري

0 752


د بشریت په تاریخ کې د انسانانو لوی قاتل او وژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.
دغه خونړي انسان د خپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړد ښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په زرګونو،زرګونوآسونوتګ راتګ وکړڅو مړیستون یې مالوم نه شي اوهغه دآسونوپه پښوکې داسې اوارشو چې تر نـنه پورې یې اصلي قبر ورک دی.
له هغه کابو اته پیړۍ وروسته نړیوال بشریت داروپا دوونړیوالوجګړوله کبله ستر ټپونه وخوړل یوازې په دویمه نړیواله جګړه کې د دیرشو ښکیلو هیوادونوڅلویښت میلیونه جنګیالي په جګړه بوخت او ټول ټال ۷۰ میلیونه انسانان په بې رحمی ووژل شول ځواکمن اومتمدن جرمني دړې وړې اودخپل نفوس ۱۳ سلنه یې په جګړو کې دلاسه ورکړه ادولف هټلر دویجاړجرمني اوپه جګړه کې دناکامۍ له کبله ځان وژنه وکړه سترالمان په لویدیځ اوختیځ وویشل شواودهټلر له مړیني ۹ورځې وروسته جرمني د۱۹۴۵میلادي کال دمۍ په میاشت کې تسلیم اودویمه نړیواله جګره چې د۱۹۳۹ کال دسپټمبر په لومړۍ نیټه پیل شوي پای ته ورسیده.
المان خپل مادي اومعنوي سترځواک له لاسه ورکړخودجرمن ژمن اوهوډمن ملت دخپل ویجاړهیواد جوړولوته دامریکا دماسټر پلان اومیلیاردي مرستو په برکت دادی په ۲۱ پیړۍ کې آلمان داروپا یوپیاوړۍ،پرمخ تللی،مدرن ځواکمن هیواد بلل کیږي.
همدارازپه دویمه نړیواله جګړه کې دالمان ملګروهیوادونوایټالیا،ترکیې اوجاپان ته سترزیانونه ،ورانې ویجاړې واوښتې په ناګاساکي اوهیروشیما اټومي بمباردجاپان پوځي قوت مات اوپه نړیواله سطحه یې خپلې مستعمرې اواقتصادي پوتانسیل له لاسه ورکړخودادی جاپان،ایټالیا ترکیه اود دوی نور ملګري هیوادونه په اوسنۍ نړۍ کې مطرح اوځواکمن هیوادونه شمیرلی شي.
خبره رالنډوم هغه داچې دا هیودونه دخپلو ولسونواوولسپا لومشرانوپه سالم تدبیر اوپاک وجدان جوړشوي دي د دویمي نړیوالې جګړې په پرتله په لسګونو،لسګونوځلې زیاتې میلیاردي مرستې اونغد چغد ډالرونه اوپونډونه،درهم اوریالونه سرازیر شوي خوله بده مرغه بې وجدانه،بې ایمانه،بې ضمیره پردی پالوواکمنوخپلې خیټې پرې وپړسولې چور،غلا اوولوټل شوي جنګ ځپلۍ ولس هیر اولادربدرخاورې په سراوبې وزله ویرجن شود دوښمنوهیوادونودسبوتاژ اوورانیوپه څنګ کې د ګوتو په شمارغله اوحرفوي لوټماران چې دپردیو په زور دواک په ګدۍ کلونه،کلونه ناست دي په نړیاوله سطحه مولټي بیلیونران شول اودوطن دجوړیدواوپرمختګ اقتصادي ویني یې لکه ژورې وزبیښلې اودخپلوفرعوني خزانوپه زورخرمستۍ اوبدماشی کوي .ترڅوچې افغان سره وروڼه ولسونه دملي ورورګلویزټینګ پیوستون په مټ دا لوټ شوي منقول اوغیرمنقول پانګې اوشتمنۍ د دغو غلواوخاینولوټمارانوله خیټو راونه باسي دا دشرغوبل لوبه اوملي بې وزلي به روانه وي .
د دغوغلوپه پانګوبه په ټول هیواد کې یو وګړی هم بې وزله اوبې وزګاره پاتې نه شي.اوکله چې افغان ولس په خیټه موړاوپه کاربوخت شودپرمختګ په لور به روان ،سرتاسري سوکالي اوخوشالي به رامنځته شي اولیکنه دچنګیز دجګړه یېزې تجربې په خبره رانغاړم اوهغه وایې:
چې خوشاله ولسونه هیڅکله هم جګړه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply